د نباتاتو د ساتنې څانګه
د نباتاتو د ساتنې څانګه
شعبه حفاظه نباتات
Department of Plant Protection
د نباتاتو د ساتنې څانګه د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي له افتتاح څخه چې د پوهنتون له لومړنیو پوهنځيو شمیرل کیږي، شتون درلود. خو په اختصاصي ډول د پکتیا پوهنتون د رهبري لخوا د لوړو زده کړو وزارت ته د وړانديز څخه وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا په ۱۶/۱۰/ ۱۳۹۱ نیټې منظور او د ۱۳۹۲ کال په تشکیل کې شامل او رامنځ ته شوچې تر دې دمې نوموړې څانګې په سلګونه مستعد کادرونه روزلي او ټولنې ته وړاندې کړي.
پیژندنه
د نباتاتو د ساتنې څانګه د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي له افتتاح څخه چې د پوهنتون له لومړنیو پوهنځيو شمیرل کیږي، شتون درلود. خو په اختصاصي ډول د پکتیا پوهنتون د رهبري لخوا د لوړو زده کړو وزارت ته د پیشنهاد څخه وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا په ۱۶/۱۰/ ۱۳۹۱ نیټې منظور او د ۱۳۹۲ کال په تشکیل کې شامل او رامنځ ته شو. د نوموړي څانکې رسالت ټولنې په ګټه دنباتاتو ساتنې په برخه کې د لایقو اشخاصو روزل او اماده کول. موخې یا اهداف: د کادرونو او استعداد لرونکو متخصصینو روزل،په صحیح ډول د نباتي آفاتو او ناروغیو پیژندل او د مخنيوي هراړخيزې لارې چارې په ګوته کول،د نباتي منابعو او چاپیریال ساتنه،د في واحد ځمکې څخه لوړحاصل لاس ته رواړل،د کرنیزو محصولاتو ساتنه او پرمختیا کې د عصري ټیکنالوژیو پلي کول،د خواړو کیفیت او مقدار لوړول او د هیواد اقتصادی وده کې د کرنیزو توکو ارزښت لوړول څخه عبارت دي. هغه مضامین چې په دې څانګه ګې په اختصاصي ډول تدریس کیږي: د نباتي ناروغیو اساسات، حشره پوهنه، مایکالوژي-بکتریالوژي، ویرولوژي –نیماتولوژی، دآفت وژونکو اساسات، د غلودانو اوصنعتي نباتاتو آفتونه، د غلودانو او صنعتي نباتاتو ناروغۍ، د ونو افتونه، د ونو اوګلابو ناروغۍ، د سبزیجاتو د آفتونو تنظیم، د آفاتو مخنیوی او سیمینار
رسالت (Mission)
د نباتاتو د ساتنې څانګې ماموريت اړونده بسټيزې او مسلکي څېړنې ترسره کول او د ساينس پر بنسټ د زده کړو چمتو کول او له ټولنې سره يې شريکول دي. د بوټو، تخمونو او نورو نباتي تکثيري موادو د تولید د روغتیا او کیفیت ساتنه، د نباتي آفاتو او ناروغیو د معرفي کولو او خپرېدنې د مخنیوي په اړه مؤثقه پوهه رامنځته کول دي.
لرليد (Vision)
د نباتاتو د ساتنې څانګې لرليد د نباتاتو د ساتنې ساينس انکشاف او شريکول او د تطبيقي ميتودونو په پام کې نيولو سره د آفتونو او ناروغيو کنترول او اداره کول دي.
موخې (Goals)
۱. د نباتاتو د ساتنې په برخه کې د مستعدو کادرونو روزنه
۲. د نباتي ناروغيو او آفاتو د مديريت او کشفولو له نويو لارو چارو سره د زده کړيالانو آشنا کول.
۳. د نباتي آفاتو او ناروغيو د مديريت لپاره د طبيعي سرچينو په ګوته کول.
۴. په چاپیریال، انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو باندې د کیمیاوي آفت وژونکو ویجاړوونکي اغیزو سره د زده کړيالانو او ټولنې آشنا کول.
۵. د نباتي ناروغيو او آفاتو پر وړاندې د اغيزمنو کيمياوي توکو په ګوته کول.
۶. د نباتاتو د ساتنې په برخه کې لابراتواري او ساحوي څېړنې ترسره کول.
د نباتاتو د ساتنې څانګې لرليد، رسالت او موخې د يادې څانګې د ( ۱۱) ګڼه پروتوکول او ۲۸/۱۱/۱۴۰۲ نيټې پريکړې او د کرنې پوهنځي د (۱۰) ګڼه پروتوکول او ۲۲/۱۲/۱۴۰۲ علمي شوری ناستې په اساس د ټولو غړو د په اتفاق د آراوو سره د تائيد وړ وکرځيده.
د نباتاتو د ساتنې څانګې تدريس کيدونکي مضامين
| 
			 شماره  | 
			
			 مضمونونه  | 
			
			 د کريديدتونو شمير  | 
			
			 د مضمون کود  | 
			
			 د مضمون کټګوري  | 
			
			 سمستر  | 
			
			 ټولګی  | 
		
| 
			 ۱  | 
			
			 حشره پوهنه  | 
			
			 ۳  | 
			
			 Ag PP 0425  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۳  | 
			
			 دويم  | 
		
| 
			 ۲  | 
			
			 د نباتي ناروغيو اساسات  | 
			
			 ۳  | 
			
			 Ag PP 0430  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۴  | 
			
			 دويم  | 
		
| 
			 ۳  | 
			
			 نباتي مايکالوجي  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0531  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۵  | 
			
			 درېيم  | 
		
| 
			 ۴  | 
			
			 نباتي نيماتولوجي  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0532  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۵  | 
			
			 درېيم  | 
		
| 
			 ۵  | 
			
			 نباتي ويرولوجي  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0533  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۵  | 
			
			 درېيم  | 
		
| 
			 ۶  | 
			
			 نباتي بکتريالوجي  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0534  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۵  | 
			
			 درېيم  | 
		
| 
			 ۷  | 
			
			 نباتي اکارولوجی  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0535  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۵  | 
			
			 درېيم  | 
		
| 
			 ۸  | 
			
			 د کرنيزو نباتاتو مضره حشرې او کنې  | 
			
			 ۳  | 
			
			 Ag PP 0642  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۶  | 
			
			 درېيم  | 
		
| 
			 ۹  | 
			
			 د سبزيجاتو ناروغۍ  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0643  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۶  | 
			
			 درېيم  | 
		
| 
			 ۱۰  | 
			
			 د سبزيجاتو آفات  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0644  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۶  | 
			
			 درېيم  | 
		
| 
			 ۱۱  | 
			
			 د ونو مضره حشرې او کنې  | 
			
			 ۳  | 
			
			 Ag PP 0645  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۶  | 
			
			 درېيم  | 
		
| 
			 ۱۲  | 
			
			 تر حاصل ټولولو وروسته ناروغۍ  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0746  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۷  | 
			
			 څلورم  | 
		
| 
			 ۱۳  | 
			
			 ګټورې حشرې او کنې  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0744  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۷  | 
			
			 څلورم  | 
		
| 
			 ۱۴  | 
			
			 آفت وژونکي  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0743  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۷  | 
			
			 څلورم  | 
		
| 
			 ۱۵  | 
			
			 څيړنيزه پروژه ۱  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0747  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۷  | 
			
			 څلورم  | 
		
| 
			 ۱۶  | 
			
			 د ګدام/زيرمه ځای آفتونه  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0745  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۷  | 
			
			 څلورم  | 
		
| 
			 ۱۷  | 
			
			 د نباتي ناروغيو او آفاتو قرنطين  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0849  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۸  | 
			
			 څلورم  | 
		
| 
			 ۱۸  | 
			
			 د ونو ناروغۍ  | 
			
			 ۳  | 
			
			 Ag PP 0850  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۸  | 
			
			 څلورم  | 
		
| 
			 ۱۹  | 
			
			 د کرنيزو نباتاتو ناروغۍ  | 
			
			 ۳  | 
			
			 Ag PP 0851  | 
			
			 تخصصي  | 
			
			 ۸  | 
			
			 څلورم  | 
		
| 
			 ۲۰  | 
			
			 څيړنيزه پروژه ۲  | 
			
			 ۲  | 
			
			 Ag PP 0847  | 
			
			 
  | 
			
			 ۸  | 
			
			 څلورم  |