ځنګلونواوطبيعي زېرموډيپارټمنټ

ځنګلونواوطبيعي زېرموډيپارټمنټ

بسم الله الرحمن الرحیم

لنډه پېژندنه

 

نوم: پوهنیار عبدالرشید ویاړ

تحصیل درجه: ماسټر

دنده: د ځنګلونو اوطبیعی زیرمو څانګې استاد او امر

پوهنیار عبدالرشید ویاړ د ډاکټر فرید  زوی په ۱۳۶۴ هـ ش کال کې پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالي د خنډ خیلو د قوم دوزیرخیلو  په کلي کې زیږیدلی دي. لومړنی زده کړی یې د کډوالی په مهال د پاکستان د هنګو سیمې اړونده دزرګری  د حضرت امام ابو حنیفه  په لومړنی ښوونځي کې او منځنۍ دپکتیا ولایت دسیدکرم ولسوالی دکندرخیلو په عالی لیسه کې ، ثانوی زده کړی یې دمرکز کابل دخوشحال خان په عالی لیسه کی او د خپلی سیمې د کندرخیلو په عالی لیسه  کې پای ته ورسولي.

عبدالرشید ویاړ تر کانکور ازموینې وروسته په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې د پکتیا پوهنتون د کرنې په پوهنځی کې شامل او په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د همدې پوهنځی د ځنګلونواوطبیعی زیرموله څانګې څخه د لوړو نمرو په اخیستلو سره په لومړی درجه فارغ شو. عبدالرشید ویاړ تر فارغیدو وروسته بی له ځنډه  د پکتیا پوهنتون، کرنې پوهنځی د ځنګلونواوطبیعی زیرمو په ډیپارتمنت کې د مرستیال استاد په صفت دنده پیل کړه.

پوهنیار عبدالرشید ویاړ شپږ کاله اویولس میاشتی د یاد شوی دیپارتمنت د امریت ترڅنګ تدریس او څېړنې په چارو کې دنده ترسره کړې او په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې د لوړو زده کړو لپاره د هندوستان هېواد FRI (Forest research Institute Deemed  University)  پوهنتون ته ولېږل شو او هلته یې د هندوستان په یاد شوی پوهنتون کې د چاپیریال ساتنی د مدیریت په څانګه کې د ماسټری زده کړي په ډېر لوړه درجه بشپړی کړې او په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې هېواد ته راستون شو چې تر راستنیدو سره سم یې د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځی د ځنګلونواوطبیعی زیرمو په دیپارتمنت کې د استاد او د همدې ځانګې امر په صفت خپلې دندې ته دوام ورکړ.

د یادونې وړ ده چې پوهنیار عبدالرشید ویاړ په تیرو  کلونو کې د تدریس، څيړنې او اداری چارو ترڅنګ زیات شمېر څېړنېزی او غیری څېړنیزې مقالې لیکلي دي چې زیاتره یې څېړنیزې بڼه لری او په ملي او نړیوالو علمي مجلو او ژورنالونو کې به چاپ او نشر شي .

د لوى څښتن په پاک او سپيڅلي نامه

د ځنګلونو او طبیعي زېرمو څانګه

۱.۱ –  ماموريت:

دځنګلونو اوطبیعی زیرموڅانګه په ۱۳۸۹ کال کې د پکتيا پوهنتون د زراعت پوهنځي د يوې څانګې په توګه تاسيس شوې؛ ياده څانګه  د کرنې پو هنځي هغه  تدريسي، څېړنيز، اداري او بنسټيز علمي واحد دی چې د طبیعي زېرمو (ځنګلونو، څړځايونو، وحشي ژويو، ملي پارکونو او ژوند چاپېريال) د تحصيل، څېړنې او مطالعې عمده برخې جوړوي.

 

۱.۲ ـ لرليد:

د ځنګلونو او طبيعي زېرمو له څانګې څخه زده کړيالان له نوې ټيکنالوژي، شته شرايطو او اسانتياوو، د علمي، تحصيلي او څېړنيزو اصولو او خدمتونو څخه په ګټې اخيستنې د هيواد او ټولنې د خدمت جوګه کولو په موخه وړاندې کېږي او د دې نهايي هڅه کېږي چې له ياد ډيپارټمنټ څخه فارغېدونکي محصلان به د ځنګلونو د مديريت، د څړځايونو، وحشي ژويو د نسلونو، ملي پارکونو او ژوند چاپېريال د ساتنې، پايښت او ورڅخه د مناسبې ګټې اخيستنې په چارو کې بشپړه اړينه پوهه او فن ولري؛ تر څو په ملي او نړيواله کچه سيالي وکولی شي.

 

 

ګڼه

نوم او تخلص

تحصيلي کچه

علمي رتبه

دنده

د اړيکو شمېره

برېښناليک

۱

عبدالرشید ویاړ

ماسټر

پوهنیار

آمر

0093773106040

Abdulrashidwiar@gmail.com

۲

خانزاد ګل ځاځی

ماسټر

پوهنيار

استاد

0093776769079

Khanzada.zazai@gmail.com

 

۳

مجیب الرحمن عارض

لیسانس

پوهنمل

استاد

 

 

۴

محمد اسماعیل لاروی

لیسانس

پوهنیار

استاد

 

i.larawai@gmail.com

 

۵

فرهاد سلطان زوی

لیسانس

پوهنیار

استاد

 

 

۶

عبدالمتین نوری

لیسانس

پوهنيار

استاد

 

 

 

۲ ـ د ځنګلونو او طبيعي زېرمو تشکيل:

 

 

نوم: پوهنیار عبدالرشید ویاړ

تحصیل درجه: ماسټر

دنده: د ځنګلونو اوطبیعی زیرمو څانګې استاد او امر

 

پوهنیار عبدالرشید ویاړ د ډاکټر فرید  زوی په ۱۳۶۴ هـ ش کال کې پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالي کې زیږیدلی دي. لومړنی زده کړی یې د کډوالی په مهال د پاکستان د هنګو سیمې اړونده د زرګری  د حضرت امام ابوحنیفه او ثانوی زده کړی یې د مرکز خوشحال خان په عالی لیسه او کندرخیلو په عالی لیسه  کې پای ته ورسولي؛ نوموړي په ۱۳۸۷ لمريز کال کې د پکتيا پوهنتون په کرنې پوهنځي کې تحصيل پيل او په ۱۳۹۰ لمريز کال د ځنګلونو او طبيعي زېرمو له څانګې څخه فارغ او په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د ياد ډيپارټمنټ کادري غړی شو.

ښاغلي وياړ د هندوستان هيواد پهFRI (Forest research Institute Deemed  University)  پوهنتون د چاپیریال ساتنی د مدیریت په څانګه کې د ماسټری زده کړي بشپړې کړېدي.

د یادونې وړ ده چې پوهنیار عبدالرشید ویاړ په تیرو  کلونو کې د تدریس، څيړنې او اداری چارو ترڅنګ زیات شمېر څېړنېزی او غیری څېړنیزې مقالې لیکلي دي چې زياتره يې په ملي او نړيوالو ژرنالونو او علمي مجلو کې خپرې شوېدي. نوموړی دا مهال د پکتيا پوهنتون، کرنې پوهنځي د ځنګلونو او طبيعي زېرمو د څانګې آمر دی.

تحصيلي اسانتياوې او تدريسي مواد:

د ځنګلونو او طبيعي منابعو په ډيپارټمنټ کې شته امکانات؛ د څانګې کتابتون، مجهزې تدريسي خونې، تحقيقاتي فارم او د عملي کار وسايل دي؛ د عملي کار وسيلې: لېول ماشين، کليپر(د قطر معلومولو آله)، د ځنګلي ونو د ارتفاع معلومولو آله(بلوم لايز)، قطب نما.

 

مرام:

د ځنګلونو او طبيعي زېرمو په څانګه کې د مسلکي او فني کسانو روزل.

موخې:

په معاصرو طريقو د ځنګلونو او طبيعي زېرمو ساتنه، پالنه او ترې ګټه اخيستنه؛

د ځنګلونو، څړځايونو، وحشي ژويو، ملي پارکونو او د ژوند د چاپېريال مديريت؛

د طبيعي زېرمو د اهميت په تړاو عامه ذهنيت روښانول؛

د نفوس ګڼوالي ته په کتو د راتلونکو چاپېريالي ستونزو او ننګونو په باره کې د اړينو تصاميمو په پار د ټولنيز شعور لوړوالی