د کرني پوهنځي موخه اوماموريت
موخه اوماموريت
ماموریت:
ددی پوهنځی ددندو او مسولیتونو څخه د اړتیا وړ برخو یعنی کرهڼی او مالداری لپاره د تخصصی اومسلکی کادرونو روزل ، دکرهڼی او مالداری د سکتور عصری کول د کرنیزو توکو د تولید د لاسته راوړلو اود محصولاتو لوړولوپه مقصد ترڅو اقتصادی وده ګړندی او خلک هوسا شی.
موخی
د پورته ذکر شویو دندو اومسؤولیتونو د پلی کولو لپاره لاندی عمومی موخی مطرح کیږی:
۱.په ښه توګه دتدریسی چاروپرمخ وړل دټولنی داړتیاوو په پام کې نیولو په نویو او معیاری طریقو سره.
۲.د کرنی اومالداری سکتوردڅانګوپوری اړوند د علمی څیړنو اجراکول د استادانو اومحصلینو په واسطه.
۳. د علمی څیړنو،علمی اومسلکی سمینارونو او نورو اکادمیکی کړنو اجراکول د کرهڼی او مالداری د سکتور د اړتیا لرونکو اولیوالوکسانو لپاره.
۴. دلوړوزده کړودنوی شوی واحد کریکولم او کریدت سیستم پلی کول د پوهنځی په ټولو څانګوکې.