د ا انجینیری پوهنځی ریس پیژندنه

نوم او تخلص: فضل الرحمن حقیار

د زده کړو کچه: ماسټر

دنده: د اانجینیری پوهنځی د سیول څانګې استاد

پوهنوال دیپلوم انجینر فضل الرحمن حقیار د نظرمحمد زوي په ۱۳۵۱ هـ ش کال د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالی د عبدالرحیم خېلو(عدرم خېلو) په کلي کې زیږدیلی دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د د ننګرهار ولایت  د سره رود ولسوالی اړوند، د امرخیلو په منځني ښوونځي او ثانوی زده کړې یې د د ننګرهار پوهنتون اړوند د کارګری او اماده ګي په څانګه کې  بشپړې کړې دي.

پوهنوال دیپلوم انجینر فضل الرحمن حقیار د کانکور ازموینې له لارې په ۱۳۶۸ هـ ش کال د ننګرهارپوهنتون انجینري  پوهنځي کې شامل او په ۱۳۷۳ هـ ش کال کې د سیول انجینري څانګې څخه د لوړو نومرو په اخیستلو سره په ښه درجه فارغ شو. نوموړی په ۱۳۷۴ هـ ش کال په کابل ښار کې د ټول ګټو وزارت اړوند، افغاني ساختماني دستګاه کې د اندراګاندي روغتون د بیا رغونې پروژې د فني غړي او بیا په ۱۳۷۵ هـ ش کال کې د پلان او پروګرام امریت د فني غړي په توګه وګمارل شو، خو د همدې کال په وروستیو کې د کورنیو او اقتصادي ستونزو له کبله مجبور شو چې دنده پریږدي او په شخصي چارو مشغول شي. په ۱۳۷۹ کال کې ښاغلی حقیار د ننګرهار د کانو او صنایعو په ریاست کې په دنده وګمارل شو، چې په مالي او انجینري برخو کې ېې دنده ترسره کړې ده. کله چې په ۱۳۸۲ هـ ش کال کې له پاکستان څخه افغان پوهنتون خوست ولایت ته راولېږدول شو، نو د خوست پوهنتون او بیا د شېخ زاید پوهنتون په نوم ونومول شو، چې ښاغلی حقیار هم په ۱۳۸۲ کال کې په افتخاري ډول د محصلینو په روزنه بوخت شو او په ۱۳۸۳ کال کې  د شیخ زاید پوهنتون، انجینری پوهنځی په سیول دیپارتمنت کې علمي کادر ته شامل شو.

پوهنوال دیپلوم انجینر فضل الرحمن حقیار تر ۱۳۹۱ هـ ش کال پورې د شېخ زاید پوهنتون په انجینری پوهنځي کې د درسي او څېړنیزو چارو تر څنګ د پوهنځي د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې او د دیپارتمنت، پوهنځي، او پوهنتون د علمي شورای ګانو غړی پاتې شوی دی. په ۱۳۹۱ کال کې له شیخ زاید پوهنتون څخه پکتیاپوهنتون انجینری پوهنځي ته تبدبل شوی او په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د کابل پولی تخنیک پوهنتون ته د ماستری زده کړو لپاره ولېږل شو. نوموړی د هایدرولیک او هایدرولیکې ودانیو په څانګه کې د ماسټری زده کړو له بشپړولو وروسته په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې بیرته پکتیاپوهنتون ته راستون شو او بیا ېې خپلې سپیڅلې دندې ته دوام ورکړ.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي حقیار په تیرو شلو کلونو کې د درسي او اداری چارو ترڅنګ ځینې پوهنیز اثار ژباړلي او هم ېې تحقیقي مقالې او رسالې لیکلې دي، چې په بېلابېلو ملي او نړیوالو پوهنیزو مجلو کې چاپ شوې دي. همدارنګه د اوبو رسولو انجنیري په نوم کتاب یې هم تالیف کړی، چې د امکاناتو په برابرېدو سره به چاپ او د هېواد د پوهنتونونو د محصلینو او د انجنیري مسلک مینه والو په واک کې به ورکړل شي.