جغرافیه ډيپارټمنټ

جغرافیه ډيپارټمنټ

 د جغرافیې د څانګې  تاریخچه

 د ټولنې دعیني او اړینو  غوښتنو  په اساس د جغرافیې څانګه دمسلکي کسانو  دروزلو په موخه پکتیا پوهنتون  دښوونې او روزنې پوهنځي په چوکات کې  په ۱۳۹۲ کال کې تاسیس او تر دې وخت پورې   یې د پوهې دوړتیا لرلوپه  اساس په  لسګونو کادرونه ټولنې ته  دخدمت لپاره وړاندې کړي دي  دنوموړې ځانګې کادري غړو د یادو کسانو په روزلو کې دیني ، علمي  او جغرافیوی ټول ارزښتونه  پام کې نیولي دي. هیڅ ډول همکاري یې  نده  سپمولې اوپه دې برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته ژمن دي.

 مرام

      د جغرافيې څانګه غواړي د یو معیاري  پوهنیز بنسټ په حیث خپل فعالیتونه ترسره کړي تر څو  له دې لاري خپلو هیوادوالو ته دسیمې اوګاونډیو هیوادونو دپوهنیزو بنسټونو په کچه برابر اړین خدمتونه وړاندې او  په دې برخه کې دیو باوري او لوړې کچې پوهنیز بنسټ حیثیت ولري.

ماموریت

    دښوونې او روزنې پوهنځي په چوکات کې دپوهې په عامولو او افغاني ټولنې ته دځواب ویونکي بنسټ په حیث خدمتونو ته ژمن دی. نوموړې ځانګه دپوهې، څیړنې او په یادو برخوکې د ټولنې غړو ته دمشورې ورکولو باوري اود پوهې دلوړې کچې مرکزي حیثیت لري او خپل پرمختګ دسالمې سیالۍ، پوهنیزې او څیړنیزې فضا په رامنځته کیدو کې ویني.

 موخې

  1.  د دینې،ملي ،کلتوري او انساني ارزښتونو څخه دفاع او ملاتړ.
  2.  دښوونیزو ،متوازنو ، مساوي او هر اړخیزو  وړ خدمتونو وړاندې کول
  3.  دټولنې د ورځنیو غوښتنو دپوره کولو په موخه دڅانګې لا زیاته بډاینه.
  4.  له شتو امکاناتو څخه  د څانګې دغړو او اړوند محصلینو د پوهې او مهارتونو دکچې لوړتیا
  5.  دکلتور ، مطالعې ، څیړنې، پوهنیزو او ادبي اثارو او تالیفاتو پیاوړتیا .
  6.  دکلتوري ، پوهنیزو او تحصیلی  فعالیتونو څخه ملاتړ.
  7.  دوړتیا او حساب ورکونې  اصول مراعاتول .
  8.  له اخلاقي ، اداري ، تعصبي او دزور واکې پراساس رامنځته کیدونکي فساد سره مبارزه.
  9.  داغیزمنو لوړو زده کړو پروګرامونه او فرصتونه رامنځته کول
  10.   دعلمي او مسلکي کادرونو روزنه.
  11.   په ملي  او بین المللي کچه له پوهنځۍ، پوهنتون او نورو علمي مرکزونو سره د ښه نیت او همکارۍ په روحیه د نیکو او مناسبو اړیکو لرل.

 دعلمي کادر غړي

کتنې

علمي رتبه

دتحصیل درجه

تخلص

نوم

 ګڼه

 د څانګې آمر

پوهنیار

ماستر

سمون

محمد زمان

۱

 غړی

پوهنیار

لیسانس

احمدی

نور احمد

۲

غړی

پوهنیار

لیسانس

معروفزی

محمدعیسی

۳

غړی

پوهنیار

لیسانس

ځاځی

جنت ګل

۴

غړی

پوهنیار

لیسانس

سلیمانخیل

عبدالحفیظ

۵