د پکتیا پوهنتون کرنې، انجنیري او ښوونې روزنې پوهنځیو استادانو او محصلانو ته د (جغرافیه یي مالوماتو پر سیستم) باندې ځانګړی یوه ورځنی سمینار دائر شو
د پکتیا پوهنتون کرنې، انجنیري او ښوونې روزنې پوهنځیو استادانو او محصلانو ته د (جغرافیه یي مالوماتو پر سیستم) باندې ځانګړی یوه ورځنی سمینار دائر شو
دوشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ( ۱) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له ( ۲۸) مې نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت له لوري په هیواد کې د یوه خصوصي شرکت سره په همغږي د کرنې، انجنیري او ښوونې روزنې پوهنځیو استادانو او محصلانو ته د (جغرافیه یي مالوماتو پر سیستم) باندې ځانګړی یوه ورځنی سمینار دائر شو
د دائر شوي یو ورځني معلوماتي او علمي سمینار کې چې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت، د پوهنځيو استادانو او محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو
لومړی د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د سمینار برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د دائر شوي یو ورځني سمینار پر ارزښت او اهمیت باندې له برخوالو سره مالومات شریک کړل او برخوال یې پکې فعال ګډون کولو ته وهڅول.
ورپسې د خیبر لېوال خصوصي شرکت د غړي استاد محمد نعیم نوري له لوري ګډونوالو سره د جغرافیه یي مالوماتو سیستم پېژندنې، د سیستم پر اجزاوو، تولیدي سرچینو او یو شمېر نورو مهم موضوعاتو باندې مالومات په پریزینټېشن کې شریک شول
