کمپیوتر ساینس ځانګه

 لرلید Vision

د کمپیوټرساینس څانګه هڅه کوي چې په ملي او سیمه ایزه کچه د کمپیوټرساینس په بیلابیلو رشتو او برخو کې دو خت د نویو غوښتنو او عصري ټکنالوژي پر مټ د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره یو پیاوړی علمي مرکز وګرځي.

 ماموریت  Mission

د کمپیوټرساینس څانګه به د معیاري نصاب، څیړنو او په پایله ولاړو ښوونیزو میتودونو په پلې کولو سره ټولنې ته داسې کادرونه وروزي چې د لوړې مسلکي پوهې او مهاروتونو تر څنګ د اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا ولري.

موخې (Objectives)  

  • د کمپيوټرساینس په برخه کې د علمي او مسلکي ښوونکو او څيړونکو وړاندې کول.
  • د موثر او لوړ کیفیت لرونکی عصري تکنالوژي باندې سمباله ښوونیزو برنامو په لاره اچول چې محلي ملي او نړیوالو موضوعاتو ته انعکاس ورکړي، او هم د هیواد په سطحه زمونږ سره د همکاري کولو توان ولری.
  • د ښونځیو، نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو موسساتو لپاره د علمي او مسلکي کادرونو روزل.
  • د کمپیوټر په برخه کې د تیوري او عملي په بڼه د غوره کیفیت لرونکو پروګرامونو وړاندې کول او د ورځنیو ستونزو په هوارولو کې له هغوي څخه ګټه اخیستل.
  • یو داسې ښوونیز چاپیریال ته وده ورکول چې په هغې کې مثبت انتقادونه، معقولې پوښتنې او مناقشې په ښوونیزو مسایلو کې ساتل کیږی.
  • محصلانو ته د غوره او په نوې عصري سیستم سمبال تدریس او مهارتونو انتقال چې د محلي او ملي ضرورتونو ځواب ویونکی وي.
  • په تحقیق تمرکز کول چې د هیواد اسلامي، ملي،  اقتصادي او ټولنیز نظام لپاره مؤثر وی

ارزښتونه (Core Values)

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی.
  • د ځاني او ټولنیزو مسولیتونو پېژندل.
  • د هر ډول تعصب او تبعیض څخه ډډه کول.
  • د نوي نسل د روزلو ښه احساس درلودل.
  • په بشپړه ایماندارۍ او صداقت د ټولنې له پاره خدمت کول.
  • علمي خپلواکي.
  • اتحاد او یووالي درلودل.
  • معياري څېړنې، باکيفيته تدريس او د استعدادونو روزنه.

 

 

کمپیوټرساینس څانګی ستراتیژیک پلان

https://shorturl.at/Z8jLx