د ښوونی او روزنی پوهنخی ریس
نوم : عبدالله مسلم
علمی رتبه : پوهنیار
تحصیل درجه : ماسټر
دنده : د ښوونی او روزنی پوهنځی رئیس
ایمیل ادرس: abdull.muslim225@gmail.com
د تلفون شمیره : ۰۷۹۸۳۴۲۷۹۴ - ۰۷۷۳۰۳۴۷۷۳
استاد عبدالله مسلم د محمد امان زوی په ۱۳۶۵ هـ ش کال کې د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د بلندخیلو په کلي کې په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی دی. خپلې لمړنۍ ثاینوي او د لېسې دورې زده کړې یې په خپله ولسوالۍ کې د غازی محمد جان خان په عالي لیسه کې سرته رسولي وي. په ۱۳۸۶ هـ ش کال کې د کانکور له لارې د کابل د ښوونی او روزنی پوهنتون د طبعيي علومو د فزیک څانګې ته کامیاب شو. او خپله څلور کلنه دوره یې په پوره بریالیتوب سره سر ته ورسوله او په کال ۱۳۹۰ هـ ش کال کې په اعلی درجه فارغ شوو.
او له هغه ورسته په ۱۳۹۱هـ ش کال کې د پکتیاپوهنتون د ښوونی او روزنی پوهنځي د فزیک څانګې ته د آزاد رقابت له لاری کامیاب شو. او د فزیک په څانګه کې یې د علمي کادرپه توګه په تدریس پیل وکړ. چې د خپل تدریس ترڅنګ یې د پوهنیاری د رتبی لپاره د (حرارت ) ترعنوان لاندی یو درسي کتاب له انګلسی ژبې څخه پښتو ژبې ته ترجمه کړ، او د لوړو زده کړو د وزارت له خوا تایئد او د پوهنیاري رتبه ورته ورکړل شوه.
نوموړی استاد په کال ۱۳۹۷ هـ ش کې د ایران هیواد ته د ماستر لپاره ولاړ چې د ایران دهیواد د همدان ولایت د ( ابوعلی سینأ ) په پوهنتون کې د (اپتیک او لیزر) په رشته کې خپلې زده کړي په کال ۱۴۰۰ هـ ش کې بشپړې کړې.
نوموړی استاد خپل هیواد ته د راستنیدو سره سم د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ښوونی او روزنی پوهنځي د رئس په توګه معرفي شو او اوس مهال په خپله دنده بوخت دی.
د یادونې وړ ده چې د استاد مسلم په دغه لس کلنه دوره کې یوه نړیواله مقاله او دوې داخلي مقالې نشر او چاپ شوي دي.