کمپیوترساینس پوهنځی تاریخچه

د کمپيوټرساینس پوهنځی

سریزه

یویشتمه پیړۍ د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوجۍ پېړۍ ده. په دې پېړۍ کې هغه فرد، ټولنه او ملت پیاوړی او غښتلی دی چې په ټکنالوجۍ سمبال او معلوماتو ته له بل هر چا چټک او ډېر لاس رسی ولري. په اوسني عصر کې له کمپیوټر او معلوماتي ټیکنالوجي څخه د ژوند په ټولو اړخونو لکه امنیت، تجارت، کرنه، زده کړه، څیړنه او داسې نورو ځایونو کې ګټه اخیستل کیږي. د معلوماتي ټکنالوجۍ په مټ، د معاصرې نړۍ انسان کولی شي خپل بوخت مهالویش ښه مدیریت کړي، چې پرته له دې د نړۍ له چټک پرمختګ سره ځان چمتو کول، د انسان له وسه پورته خبره ده.  ټکنالوجي نه یواځې د معلوماتو ستره سرچینه ګڼل کیږي، بلکې د انساني پرمختګونو بنسټ او اساس هم په ټکنالوجۍ پورې تړاو لري، د دې ترڅنګ د پرمختللي او لوی اقتصاد بنیاد او اساس هم د ټکنالوجی په واسطه رامنځ ته کیدلی شي.  له همدې امله په دې برخه کې د لا ډېرو برياليتوبونو د لاسته راوړلو په موخه په ۱۳۹۸ ل. ل کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې د کمپیوټرساینس پوهنځی منظور او تاسيس شوی دی.

د کمپیوټرساینس پوهنځي ایجادول د معلوماتي ټیکنالوجي په ډګر کې د هیواد د اړتیاوو پوره کولو او پرمختګ په برخه کې یو ارزښتناک گام دی. نوموړی پوهنځی به د زیات شمېر علاقمندانو په جذب او لوړ کیفیت سره د لوړو زده کړو په وړاندې سره د پکتیا پوهنتون کړې ژمنه هم تر لاسه کړي.

په دې پوهنځي کې د لیسانس دورې موده اته سمستره ده چې د لومړنیو دوو کالونو په څلورو سمسترونو کې عمومي درسونه او د وروستنیو دوو کالونو په څلورو سمسترونو کې اختصاصي درسونه په دوو رشتو (معلوماتي سیستمونو او شبکو انجینري) کې په پام کې نیول شوي.

د کمپيوټرساینس پوهنځي ټول عملي او نظري درسونه له عصري ټکنالوجي څخه په ګټې اخیستنې سره وړاندې کیږي. دغه پوهنځي د محصلینو د عملي کارونو لپاره مجهز او عصري کمپیوټري لابراتوار، تخنیکي پرسونل او نور اړین وسایل لکه روټرونه، سویچونه، اکسیس پواینټونه او داسې نور په واک کې لري. د څلورم ټولګي هر محصل د مونوګراف یا پروژې په لیکلو او دفاع کولو باندې مکلف دي.

تاریخچه

په ۱۳۹۳ ل. ل کال کې د پکتیا پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د کمپیوټر زده کړې څانګې له تأسیس کیدو څخه وروسته د نوموړې څانګې استادانو او د پکتیا پوهنتون رهبرۍ په ګډه د کمپیوټرساینس پوهنځي د رامنځ ته کیدو په پار هڅې او کوښښونه پېل کړل او د همدې هڅو پایله وه چې په ۱۵ / ۷ / ۱۳۹۸ نېټه د لوړو زده کړو وزارت عالي شورا له خوا د کمپیوټرساینس پوهنځی د دوو فارغ ورکوونکو څانګو ( معلوماتي سیسټمونه او د شبکو انجینري) په درلودلو سره د نهو (۹) کادري او شپږو (۶) اداري او خدمتي بستونو سره یو ځای منظور او په ۱۳۹۹ ل. ل کال يې په رسمي توګه خپل فعالیت پېل کړ. اوسمهال په دې پوهنځي کې د عصري وسایلو او ټکنالوژي پر مټ شاوخوا ۱۳۰ تنه محصلانو ته عملاً زده کړې ورکول کېږي.