هارټيکلچرډيپارټمنټ

هارټيکلچرډيپارټمنټ

د هارټیکلچر څانګه

فعالیتونه،  لیدلوری، ، مرامونه او موخی

الف : فعالیتونه

د هارټیکلچر څانګه دری عمدی کړنی/فعالیتونه لري لکه څیړنی، تحصیل او ترویج یا خدمات.

۱.څیړنی :

د هارټیکلچر څانګی څیړنیز فعالیتونه د نوښتونو رامینڅ ته کول او د څیړنیزو پایلو تکثیرول دي چه له دی لاری د باغداري اړوند صنعت سره په بیلابیلو برخو د ستونزو د حل په برخه کی مرسته کوي. ددی فعالیتونو د ډلی څخه د بوټو په هکله د نویو معلوماتو لاس ته راوړل، د انسانانو د صحت او د چاپیریال د ساتنی په هکله  د نباتاتو او د نباتاتو د اړوند تولیداتو د استعمال په لارو چارو پوهیدل، د هارټیکلچري بوټو د خاصیتونو، دکیفیت غوره توب او په آساني سره د هارټیکلچري محصولاتو ته لاسرسی پیدا کول او په نړیواله کچه د هارټیکلچر د صنعت پیاوړتیا یادولی شو. 

اوس مهال د هارټیکلچر څانګی علمي کادرونه په دی لټه کی دي چه د بیلا بیلو ملي، بین المللي او خصوصي اداراتو څخه د څیړنیزو پروژو د ترسره کولو لپاره پیسی لاس ته راوړي.  ددی څیړنو پایلی به د څیړنپوهانو، د باغداري اړوند ادارو او عامو خلکو سره د بیلا بیلو چاپوونکي رسنیو له لاری شریکی شي. 

 

۲.تدریس / تحصیل

د هارټیکلچر د څانګی  تحصیلي فعالیت له لاری  د پوهنتون زده کړیانو  د هارټیکلچر په برخه کی روزل کیږي. د لسانس په دوره کی محصلانو ته د کرنیزی تکنالوژی تصدیق پاڼه یا د هارټیکلچر/ ساینس په برخه کی د لسانس په کچه سند ورکول کیږي.  د څانګی د کوریکولم مطابق آساسي او تطبیقي کورسونه محصیلین د هارټیکلچر په برخه کی د لسانس او تر لسانس  وروسته د نورو زده کړو لپاره په بنیادي توګه روزي. ددی دوری درسي نصاب وخت په وخت د نویو مفهومونو، لارو چارو او تکنالوژیو په نظر کی نیولو سره تجدیدیږي.

 

۳. ترویج / خدمات

د هارټیکلچر د څانګی د ترویج ماموریت څخه هدف دا ده چی د هیواد وګړو ته د څیړنو په بنیاد موجوده معلومات وړاندی او شریک کړي. موجوده منابع او امکاناتو ته په کتو سره د هارټیکلچر څانګه دا پلان لري چه خدماتو د عرضه کولو برنامه رامینځ ته او ددی صنعت د متخصصینو او د باغدارانو له ټولنو سره مرسته وکړي. نوموړی برنامه به د څانګی علمي کادرونه د تخصصي فعالیتونو لکه په بیلا بیلو بین المللی، ملي او د ولایت په کچه په ټولنو کی د ګډون، په تخصصي ژورنالونو کی د اصلاح کوونکو په توګه ، د دولتي او غیر دولتي ادارو سره د کار کولو په توګه، د سوداګرو سره د مشاورینو په توګه او  په کوچني یا مینځني کچه د سوداګرو سره د مرستی له لاری تطیبق کړي.

 

 

 

ب : لید لوری

 

  • د سیمی او هیواد په کچه د باغداري په ساحه کی  د متخصصو او فني کادرونو روزنه د هیواد په کچه د خوراکي رژیم اصلاح او ځان بساینه، 
  • د پرمختللی تکنالوژي په وسیله د هارټیکلچر سکتور ته وده ورکول او په یوه متحرک او سودمند سکتور یی بدلول
  • د باغدارانو د اقتصادي وضعیت ښه کول او د هغوي د ژوند د سطحی لوړول
  • د باغداري په ساحه کی په هر اړخیزه توګه د معلوماتي تکنالوژي څخه ګټه اخیستلو ته زمینه برابرول

 

ج: مرامونه

 

  • د لږی ساحی څخه اعظمي ګټه اخیستنه
  • د ساحی په واحد کی د حاصلاتو زیاتوالی
  • د چاپیریال ساتنه او ښکلا ( تزیین)
  • د هیواد د وګړو د غذایی رژیم اصلاح او د هیواد د اقتصاد په سکتور کی د هارتيکلچري محصولاتو د ونډی زیاتوالی

 

د: موخی

 

  • د علمي او کادري پرسونل روزل
  • د څیړنو له لاری د باغدارې اړوند ستونزو هوارول
  • له عنعنوي حالت څخه عصري حالت د هارټیکلچري نباتاتو د روزنی بدلول
  • د هارټیکلچري فنونو ( شاخبري، پیوند، ړنګي کونی یا یکه کاري، د هارمونونو استعمال) د خدمتونو وړاندی کول
  • د باغداري په ساحه کی د کرنیزو چارو ( اوبوونه، د سرو استعمال) سمون، نوښتونه او اصلاحات رامینځته کول
  • په څو کلنو بوټو کی د متراکمی روزنی سیستمونو رامینځته کول
  • د لوړ کیفیت لرونکو نباتي موادو تولید او په وخت سره د باغدارانو په واک کی ورکول
  • د علمي مرکزونو د پرسونل، د باغدارانو او د باغداري اړوند چارواکو د ظرفیت لوړول