د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئیس پوهنمل ګلاب جان سجاد ژوند لیک

د پوهنځي د رئیس لنډ پېژندنه

 

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئیس پوهنمل ګلاب جان سجاد ژوند لیک

 

بریښنالیک: gulab.sajjad@gmail.com  / gulab.sajjad@pu.edu.af

د موبایل شمېره: +93(0)777642378

 

پوهنمل ګلاب جان سجاد د داؤد جان زوی په ۱۳۶۰ ل کال د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ په اسماعیل خیلو کاریز کلي کې زیږدلی دی. نوموړي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د هجرت پر مهال د کوزې پښتونخوا په کرم ایجنسی او ثانوي زده کړې د پېښور په دعوت عالي کې بشپړې کړې دي. استاد سجاد په ۱۳۸۲ لمریز کال له لیسې څخه تر فراغت وروسته په ۱۳۸۳ کال کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته د کانکور د ازموینې له لارې بریالی شو، چې په ۱۳۸۶لمریز کال يې له یاد پوهنتون څخه د کمپیوټرساینس په برخه کې د لیسانس سند راخپل کړ.

استاد په ۱۳۸۹ لمریز کال د خپلې وړتیا او استادۍ سره د بې کچې مینې له مخې په پکتیا پوهنتون کې د رسمي استاد په توګه وګمارل شو. استاد سجاد د خپل علمي شالید د پیاوړي کولو په موخه په ۱۳۹۳ل کال کې د هندوستان هیواد له SHIATS پوهنتون څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې د ماسټري سند ترلاسه کړ.

ښاغلي سجاد د استادي ترڅنګ د پکتیا پوهنتون په بېلابېلو کمېټو او علمي بستونو کې دنده ترسره کړې ده، له ۱۳۹۳ څخه تر ۱۳۹۵ ل کال پورې د ښوونې او روزنې پوهنځي مرستیال پاتې شوی دی او د دې ترڅنګ يې تر ۱۳۹۹ ل کال پورې د نوموړي پوهنځي د کمپیوټرساينس څانګې د رسمي امر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی په ۱۳۹۹/۶/۱۷ نېټه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس د ۱۴۴۷ ګڼه حکم په اساس د کمپیوټرساینس پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل شو او تر دې دمه د کمپیوټرساينس پوهنځي د رئیس په توګه دنده پر مخ بیايي.