د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس لنډه پیژندنه

 

د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس لنډه پیژندنه

د دندې موخې:

  1. د لوړو زده کړو وزارت له ستراتیژي او د پکتيا پوهنتون له ټاکل شویو معیارونو سره سم د اکاډمیکو او اداري کړنو (فعالیتونو) تنظیمول.
  2. د وړاندې شویو موخو ته د رسېدلو لپاره د پوهنتون له عمومي پلان سره سم میاشتنیو، څلور میاشتنیو او کلنیو پلانونو طرحه کول.
  3. په ستراتیژیک پلان کې شاملو موخو ته د د لاسرسي لپاره د پوهنځي د اکاډمیکو او اداري فعالیتونو رهبري او مدیریت.
  4. د زده کړو څومره والي او څرنګوالي له مخې د پېشبیني شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره او د علمي کادري غړو د علمي کچې د لوړولو، څېړنیزو چارو او درسي موادو د چمتو کولو لپاره د طرزالعمل طرح کول.
  5. د پوهنځي د استادانو تر منځ یو تر بله د تجربو د لېږد رالېږد او د تدریس د کیفیت د لوړولو لپاره د پالیسیو طرح کول.
  6. له نویو کورنیو او بهرنیو پوهنځیو سره د علمي او څېړنیزو تجربو د لېږد رالېږد او کاري اړیکو د تأمینولو لپاره د پوهنتون ریاست ته د اغېزمنو طرحو وړاندې کول.
  7. د زده کړو په بېلا بېلو څانګو کې د څېړنیز رژیم د پرمختیا او پراختیا لپاره له بېلا بېلو نهادونو، مؤسیساتو او مراجعو سره د علمي او اکاډمیکو تجربو تبادله.
  8. د پوهنځي په تشکیل کې د شامل پرسونل د تجربو او څېړنیز رژیم د پرمختیا او پراختیا لپاره له نورو مؤسیساتو او مراجعو سره د تلپاتې همکاریو د راجلبولو لپاره د ځانګړو طرحو وړاندې کول.
  9. د کاري کچې د اغېزمنتیا او لوړتیا لپاره د پوهنځي علمي شورا پرېکړو او د لوړو زده کړو وزارت د قانون حکمونو، مقرراتو او لوایحو تطبیقول.
  10. د تدریسي کیفیت د لوړتیا لپاره په پوهنځي کې د تدریسي میتودولوجي او درسي پلانونو د تطبیق څارنه او کنټرولول.
  11. د تحصیلي چارو د کیفیت د لوړتیا او پرمختګ لپاره د ښوونې او روزنې پوهنځي د نظم او ډسپلین، د سمستر وارو درسي مهالوېشونو او ازموینو څارنه او مراقبت.
  12. د علمي کادرونو د تجهیز او اکمال په موخه د تخنیکي او بشري اړتیاوو تنظیم، کنټرول او نظارت.
  13. د کاري کیفیت د کچې د لوړولو لپاره د اداري او علمي پرسونل (کارکوونکو) د کړنو (اجراأتو) کنټرولول او څارل.

د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس پېژندنه

ښاغلی پوهندوی ضیاء الله احمدزی په ۱۳۵۹ل کال د کابل ولایت موسهي ولسوالي په پاینده خېل کلي کې زېږېدلی دی. په ۱۳۶۶ل کال د خپل کلي په لومړني ښوونځي کې شامل او په ۱۳۷۸ل کال د موسهي له سفلي عالي لیسې څخه فارغ شو. په ۱۳۷۹ل کال کې د کانکور له ازموینې وروسته په ۱۳۸۱ل کال د شهید استاد برهان الدین رباني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په بیولوجي څانګه کې شامل او په ۱۳۸۴ل کال له یادې څانګې د لیسانس په کچه فارغ شو. په ۱۳۸۵ل کال د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په بیولوژي څانګه کې د استاد په توګه مقرر شو او له ۱۳۸۷ل کال څخه تر ۱۳۸۸ل کال پورې د شهید استاد برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د ښوونې او روزنې په برخه کې له ماسټري پروګرام څخه په بریالیتوب سره فارغ شو.

          د استادي سپېڅلې دندې ترڅنګ یې په ۱۳۸۹ل کال د یاد پوهنځي د کیمیا او بیولوژي څانګې د آمر په توګه وټاکل شو. همداراز په ۱۳۹۳ل کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د مرستیال په توګه په افتخاري توګه دنده ترسره کړه. په ۱۳۸۹ل کال د لوړو زده کړو وزارت له خوا په پکتیا پوهنتون کې د (HEP) پروژې د کلیدي روزونکي (Trainer)  په توګه وټاکل شو. په ۱۳۹۳ل کال د استادانو او د پوهنتون د رهبري پلاوي له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاست پوسټ لپاره د چارسنبال (سرپرست) په توګه وټاکل شو.

          نوموړي په ۱۳۹۲ل کال د سلواغې پر (۲۶) نېټه له پوهنیار څخه پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع لپاره د «د ګردېز ښار په ښوونځیو کې د بیولوژي مضمون د ارزونې لارو چارو ته کتنه» تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیزه رساله ولیکله. همدارنګه یې د ماسټري دورې تېزس د (نقش رهبری و مدیریت بالای آموزش و یادګیری) تر سرلیک لاندې ولیکه او اوسمهال پوهندوی علمي رتبه لري. نوموړی په ۱۳۹۷ل کال کې د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ د ښوونې او روزنې پوهنځي د رسمي رئیس په توګه وټاکل شو. 

نوموړی په اکاډمیکو برخو کې پر بوختیا سربېره د ظرفیت لوړولو، ورکشاپونو، سمینارونو، کنفرانسونو – چې د لوړو زده کړو وزارت، اکاډمیکو نهادونو یا په پوهنتون کې دایر شوي، ګډون کړی دی. او له هماغه نهاد یا مرجع څخه یې د برنامې په پای کې تصدیق نامې هم ترلاسه کړې دي. په زده کړییزو برنامو کې د نوموړي ګډون د ده د پوهې د کچې په لوړوالي کې اغېزمن ګام ګڼل کېږي.

          د ښوونې او روزنې پوهنځي ودانۍ

          د ښوونې او روزنې پوهنځي اوسنۍ ودانۍ د محصلانو او استادانو لپاره بسنه نه کوي، ځکه چې (۱۵) خونې لري، درسي ټولګي په دریو وختونو کې تنظیم شوي، خو بیا هم د درسي خونو له کمښت سره مخامخ دی. د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا او بیولوژي یو لابراتوار هم لري، چې د لوړو زده کړو وزارت د همکاري د پروژې له لارې ایجاد او بشپړ شوی دی. په نوموړي پوهنځي کې د محصلانو ټول تعداد (۱۹۵۰) تنو ته رسېږي، چې (۱۸) تنه له دې ډلې څخه نجونې دي.

          د ښوونې او روزنې پوهنځي درسي کریکولمونه د زده کړو د نوي سیستم (کريډيټ سیسټم) سره سم عیار شوي دي. د داخل خدمت پروګرام په (۱۳۹۰ل) کال کې ایجاد او په فعالیت یې پیل وکړ. اوس د روان ۱۳۹۷ل کال د نوموړي پوهنځي په (۱۱) څانګو (ریاضي، فزیک، بیولوجي، کیمیا، تاریخ، جغرافیه، پښتو، دري او انګلسي کې محصلان لري.