د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه

دپښتو ژبې او ادب څانګې پيژندنه

       د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه يوه له نويو رغول شويو څانګو څخه ده، نوموړې څانګه په اوس وخت کې په لومړنيو مراحلو کې قرار لري چې د ودې او پرمختيا په حال کې ده.

       د پښتو ژبې او ادب څانګه د ځانګړې موخې په درلودلو سره په (۱۳۹۲)ل. کال کې ورغول شوه چې په هغه وخت کې يوازې د درېيم (۳) ټولګي چې د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې څخه يې تشکيل موندلی و درلودونکې وه، خو په (۱۳۹۳)ل. کال کې د دوو نورو ټولګيو ( لومړي او دويم ) په لرلو سر ه او اوس په ياده څانګه کې له لومړي تر څلورم ټولګي نارینه او ښځینه محصلین په زده کړو بوخت دي.تر اوسه یعنې تر ۱۴۰۰ کال پورې ټول ټال شپږ دورې محصلین له دغې څانګې څخه فارغ شوي دي. د فارغ شوو نارینه او ښځینه محصلینو شمیرله  ۵۰۰  تنو اوړي. له نیکه مرغه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې  په ۱۳۹۹ کال کې د شپې پوهنځي منظوري هم واخیسته او په لومړي ځل یې په شپې برنامه کې محصلین ومنل. نوموړې څانګه د ټولو تجهيزاتو په لرلو سره تقريبا کافي کتابتون هم لري.

لیدلوری

        پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه په ډېر لوالتيا سره غواړي چې د لرو او برو پښتنو مورنۍ ژبې ته هر اړخيزه خدمتونه وکړي او پښتني ټولنې ته په اسلامي او پښتني روحيه سره مسلکي کادرونه و روزي.

موخې

       د پښتو ژبې او ادب څانګې ټاکلې موخه داده ،چې پخپله ساحه کې داسې مسلکي شخصيتونه وروزي، چې نوموړې ژبې ته د چوپړ مصدرونه وګرځي او له هره اړخه دا ژبه غني کړي تر څو په راتلونکي کې نوموړې ژبه د نورو نړيوالو سر شارو ژبو په لومړي کتار کې ودريږي او نړيوال ،پښتانه او لرغونې پښتو ژبه په تمامه مانا سره وپېژني تر څو پښتانه او ناپښتانه د خپل مسلک مطابق وړ ضرورتونه او مشکلات د نوموړې ژبې له اثارو څخه حل او فصل کړي.

       د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د لوړو معيارونو، کيفيتونو او اسلامي ارزښتونو ساتلو ته عقيده لري نوموړې څانګه تل هڅه او هاند کوي تر څو د محصلينو له پاره د يوې علمي سرچنې په توګه اسلامي عقيدوي متفکر، مجرب او دټولنې له پاره مسئول او وړ شخصتيونه وړاندې کړي تر څو تقديم شوي شخصيتونه د ټولنې له مشکلاتو سره ډغرې ووهي او د تورتم تيارې له منځه يوسې او پر ځای يې بل مشعلونه خپلې بې وزلې ټولنې ته ولګوي.

 

 

اوسنی حالت

        پښتو څانګه په اوسني حالت کې شپږ تنه د لیسانس او ماستر په سویه استادان لري چې ورځني درسو نه په ډیر صمیمیت او پوره همغږی سره  پر مخ وړي. که څه هم د څانګې د استادانو کمبود یو له جدي ګواښونوڅخه دي خو زموږ شته استادانو په خپل همت او خپلو وړتیاوو څرګنده کړې چې له ديرو ستونزو سره سره یې له مکلفیت زیات درسونه اخیستي او تدریسوي یې او ټولنې ته له دې لارې خدمت کوي.

        همدارنګه پښتو ژبه او ادب څانګه د ټولګیو، تختې ، مارکر، میز، چوکی ، فرش ، کوچ  ، الماری ، کمپیوتر، پرینتر اونور وسایل ټول د استادانو او محصلینو په شخصي مصارفو بربر شوي دي له دولتي امکاناتو یوازی یو میز یو پرینتر نور هیڅ امکانات نه دي ورکړل شوي.

 

اړتیاوې

     پښتو څانګه خپلې اړتیاوې په دوو اساسي او غیر اساسي اړتیاوو ویشي.

لومړی اساسي ستونزې: پښتو ځانګه تر هرڅه د استادانو له کمبود سره مخ ده اوس مهال شپږ تنه استادان  چې له دې جملې څخه یوتن پوهندوی، یو تن پوهنمل، درې تنه پوهنیار او یو تن پوهیالي  رتبه لري ټول استادان ماستر او یو تن د دوکتورا په زده کړوه بوخت دی، نو په دې برخه کې لوړو مقاماتو څخه هیله کوو تر څو د استادانو دکمبود ستونزه جدي ونیسي.

کتابتون او لابراتوار یو له بلې مهمې اړتیا څخه دی چې موږ او زموږ محصلین ورسره مخ دي که ځه هم موږ کتابتو ن لرو  خو بیا هم د اړتیاوړ کتابونه او نور ضرورتونه مو نه شي پوره کولای. د استادانو او محصلینو انترنیت ته نه لاس رسی بله اساسي ستونزه ده چې ورسره لاس و ګریوان یو. ددې تر څنکه که علمي مرکزونه او  د څیړنې مرکزونه ولرو زموږ د پوهې د کچې په لوړولو کې راسره مرسته کولای شي. ددې تر څنکه د ځینو علمي مرکزونو جوړول او د علمي برنامو دایرول یو له مهمو اړتیاوو څخه دي چې استادانو او محصلین باید ورځخه ګټه ترلاسه کړي.

دویم غیر اساسي اړتیاوې: د اساسي اړتیاو سربیره غیر اساسي اړتیاوې هم باید په پام کې ونیول شي د استادانو او محصلینو له پاره علمي سیرونه او علمي سفرونه باید په پام کې و نیول شي همدارنګه له نورو علمي مرکزونو او پوهنتونونو سره د اړیکو جوړولو زمینه مساعده او برابره شي.

 

پښتو څانګه د لاندې کادري استادانو درلودونکې ده

پوهنمل احسان الله پامیر (د څانګې آمر)

پوهندوی یار محمد پکتین ( استاد )

پوهنمل احمد الله کارګر (استاد)

پوهنیار ایمل ښمر (استاد)

 پوهنیار سلطان زاهد (استاد)

پوهنیار عارف الله حق پرست (استاد)

 

پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګې آمر پوهنمل احسان الله پامیر  پيژندګلوي

 

پوهنمل احسان الله پامیر د ډګروال شاحسن زوی په ۱۳۶۹ کال کې د وردګو ولایت  په بند چک ولسوالۍ کې زږيدلی دی.لومړنی زده کړې یې  په چک ولسوالی د حضرت عمر فاروق رض  په لومړنۍ ښوونځی، منځنۍ زده کړې یې دنورالمدارس په عالی لیسه او ثانوي زده کړې یې د غازي ګل احمد خان په عالي لیسه کې تر سره کړې دي په ۱۳۸۶ کال کې د کانکور په ازموینه کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شوی دی او په ۱۳۹۰ کال کې له نوموړې پوهنځي څخه په لوړو کادري نومرو فارغ شوی دی. استاد له وړکتوبه له ادبیاتو سره مینه درلوده د ښوونځی او بیا د پوهنتون په دوره کې به یې په ادبي ناستو او مشاعرو کې ګډون کولو، وخت ناوخت یې له بیلا بیلو کلتوری او مدني ټولنو سره همکاري کړې ده او د هیواد د روانو حالاتو په اړه یې بیلابېلې لیکنې کړې دي، چې د هیواد په ویشلو ورځپاڼو او بېلا بېلو ویبپاڼو کې نشر شوي دي. استاد د محصلی په وخت کې او بیا له فراغت وروسته یو کال له شخصي شرکتونو سره کار کولو، په ۱۳۹۲ کال کې د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د علمي کادري غړي په توګه وګمارل شو په ۱۳۹۴ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په ماستري برنامه کې شامل شو او په ۱۳۹۵ کال کې یې له نوموړي څانګې د ماستري دیپلوم ترلاسه کړ.استاد په پښتو، دري او انګلیسي ژبه روانې خبرې کولای شي. له استادانو، محصلینو او ټولو اداري کارکوونکو سره نیکه رویه لري. تر دې دمه استاد درې اثار د چاپ له پاره آماده دي، چې دوه اثار یې ژباړې او یو هم د ماستری دورې تیزیس دی چې د بې غږې مفاهمې یا (body language  ) تر عنوان لاندې یې لیکلی دی چې په ادبیاتو او ژبپوهنه کې خورا د ارزش وړ او یو نوی اثر یې نومولی شو. استاد اوس مهال د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې دآمر په توګه دنده ترسره کوي. ددې تر څنګ د پکتیا پوهنتون د علمي مجلې ( قلم ) مهتمم او د ادبیاتو پوهنځی څخه خپریدونکې مهالنی ( پوهنځي) مسول مدیر هم دی. نوموړی استاد تل محصلینو ته د یوالي او او یو بل د منلو فکر ورکوي ، د یوې سالمې او صالحې افغاني ټولنې او له جنګه د یو پاک سوله ایز افغانستان په هیله ژوند کوي.