دافغانستان داقتصادی پرمختیا ملي کنفرانس

 

 

 

پکـــــــتیا پوهنــتــــون

د افغانستــــان اقتـــــصادي پــــرمختـــيا ملي کنفرانس

 

د چاپ حق ژمنلیک

 

د مقالې عنوان:

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

د لیکوال نوم:

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

د اصلي لیکوال آدرس:

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

ښار ................................. ولایت ............................................. هېواد .......................................

د لیکوال د موبایل شمېره: …………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د لیکوال ایمیل آدرس: ……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

زه/مونږ دا منو چې:

  • دغه مقاله زما یا زمونږه اصلی څیړنه/ لیکنه ده او هېڅ ډول ادبي غلا پکې نشته. په دغه مقاله کې د هېچا پر حقونو باندې تيری ندی شوی او کوم غیرې قانوني بیانیې پکې شتون نه لري.
  • دغه مقاله یوازې او یوازې د افغانستان اقتصادي پرمختيا ملي کنفرانس ته لېږل شوې ده.
  • زه او زما همکار لیکوالان پدې پوهیږو چې یوازې مسئوله اداره (د کنفرانس دایرونکي) کولی شي دغه مقاله چاپ کړي.

 

د لیکوال لاسلیک ..............................                              نيټه: ....................................................

 

 

 

مقدمه

پکتیا پوهنتون په پام کې لري، چې نږدې راتلونکي کې ( د افغانستان اقتصادي پرمختیا) په نوم ملي کنفرانس داير کړي، نو پر همدې اساس د ټولو دولتي او غیري دولتي پوهنتونونو/ لوړو زده کړو مؤسسو، استادانو، څېړونکو او د نورو اړونده ادارو متخصصینو څخه هیله کیږي، چې په لاندې محورونو کې خپلې علمي او څېړنیزو مقالې راولیږي.

د کنفرانس محورونه: په کنفرانس کې لاندې اقتصادي موضوعات تر بحث لاندې نیول کیږي.

  • د افغانستان په کانونو کې   اقتصادي فرصتونه او ننګونې
  • په افغانسنان کې د خوړو خوندیتوب او  ښه والي د اقتصادي لارو ارزونه
  • په افغانستان کې د فقر د کموالي حل لارې
  • په اقتصادي پرمختیا کې د وړو او متوسطو کاروبارونو رول
  • په هیواد کې ګرځندوی (توریست) د راجبولو لارې چارې
  • په اقتصادي پرمختیا کې د مسلکي بشري  نیرو رول
  • د داخلي تولیداتو ملاتړ او د افغانستان  په اقتصاد یې اغېزې
  • د افغانستان په اقتصاد باندې د پولي سیاست اغېزې
  • د افغانستان د مالي پالیسي ارزونه
  • بهرنۍ مرستې او په افغانستان یې اغېزې
  • د هیواد په اقتصادي ځان بساینه کې د سترو ملي پروژو رول
  • په ملي اقتصاد کې د بهرنۍ سوداګرۍ رول
  • په اقتصاد باندې د ښې حکومتولۍ اغېزې
  • پر اقتصاد د سیاسي ثبات اغېزې
  • د هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې د خصوصي سکتور ونډه
  • په ملي اقتصاد کې د بهرنۍ سوداکرۍ رول
  • د هیواد پر اقتصاد باندې  د دودیزې،عصري او پایښت لرونکې کرنې اغېزې
  • په ملي اقتصاد کې د کرنیزو محصولاتو لپاره بازار موندنه  او پر اقتصاد یې اغېزې
  • د طبعي منابعو مدیریت او په اقتصاد یې اغېزې
  • په افغانستان کې د درمل جوړونې د صنعت د ودې او ملاتړ لارې چارې
  • د افغانستان په اقتصاد باندې د کانونو د مسلکي استخراج اغېزې
  • د هیواد د اوبو مدیریت او پر اقتصاد یې اغېزې
  • د هیواد پر اقتصاد د ترانسپورت او ترانزیټ اغېزې
  • بریښنا او د افغانستان پر اقتصاد یې اغېزې
  • باکیفیته زدکړې او پر اقتصاد یې اغېزې
  • د ښوونیزو اداراتو د عوایدو د راټولونې کړنلارې او پر اقتصاد یې اغېزې

 

د مقالو د لیکلو لارښود

له څیړونکو څخه هیله کوو،چې خپلې هغه مقالې چې مخکې کوم بل ځای نه وي خپرې شوي او یا د چاپ او خپراوي اپاره د ارزونې لاندې نه وي(national.conferences@pu.edu.af او paktia.university786@gmail.com ادرسونو ته راولیږئ، دمقالې بشپړه نسخه باید لاندې ځانګړتیاوې ولري.

  • علمي څېړنیزه مقاله باید لنډیز ، بنسټیزې کلمې (Key Word) ، سریزه،(د ستونزې بیان ، اهمیت ، هدف او څیړنې پوښتنې )، د څیړنې مخینه، د څیړنې میتود،د څیړنې موندنې ، مناقشه او سرچینې په کې یادی شي.
  • د مقالې لنډیز  ۱۵۰ـــ۲۰۰ کلمو ،  بنسټیزې کلمې يې له ۳ــ۵ او د مقالې حجم باید له ۴۰۰۰ـــ۵۰۰۰ کلمو پورې وي، د مقالې د سرلیک کچه ۱۴ بولډ او د مقالې د برخو اصلي سرلیکونه ۱۴ بولډ او فرعي سرلیکونه ۱۴ نارمل او د مقالې د متن اندازه ۱۲ نارمل د پاڼې کچه په ورډ ۶.۵اینچه سور او ۹.۵ انیچه اوږدوالی ، پاسنۍ، لاندنې، ښۍ او کیڼه حاشیه هر یوه ۰.۷۹ اینچه وي.
  • د پښتو مقالو لپاره باید(Pashto nazo) فونټ ، دری مقالو لپاره  (Bahij zar) فونټ او انګلسي مقالو لپاره  له (Time New  Roman) فونټ څخه ګټه واخیستل شي، د متن دننه ارجاع او سرچینو فهرست لیکنه باید د (APA) په میتود تنظیم شي.

کنفرانس ته د مقالو رالیږلو وروستۍ نېټه : د افغانستان اقتصادي پرمختیاملي کنفرانس کې ټول ګډونوال کــــــــــــــولی شي، چې د (۳۰/۶/۱۴۰۲)هـ ش ( ۵/۳/۱۴۴۵)هـ ق (۲۱/۹/۲۰۲۳م) نیټې پورې خپلې علمي او څیړنیزې مقالې دلاندې ادرسونو له لارې د پکتیا پوهنتون له ادارې سره شریکې کړئ.

Email add: national.conferences@pu.edu.af او  paktia.university786@gmail.com

اړیکو شمېرې: ۹۳۷۷۶۷۶۹۰۷۹+او۹۳۷۶۴۴۴۰۰۰۴+

د کنفرانس د دایریدو  نیټه: ( ۲۲/۷/۱۴۰۲هـ ش) (۲۸/۳/۱۴۴۵ هـ ق)(۱۴/۱۰/۲۲۰۲۳م)نوموړی کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي.

یادونه: ټولو هغو ګډونوالو ته ، چې غواړي په یاد کنفرانس کې خپلې مقالې وړاندې کړي، سپارښتنه کیږي، چې خپلې مقالې دې ددې خبرتیا سره مل چمتو شوي لارښود له مخې په ورډ((wordفایل کې ترتیب او پورته ادرسونو ته دې تر ټاګلي نیټې پورې واستوي او در یادوو هغه مقالې چې په کنفرانس کې وړاندې کیږي، د نړیوالې مقالې په توګه منل کیږي او په ځانګړې ټولګه کې به چاپ کیږي.

 

 

دغه ناسته چې د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي انعام الله «صلاح الدین»  په مشرۍ جوړه شوې وه د اړوند ولایتي سکتوري ادارو او خصوصي سکتور مسؤلینو پکې ګډون کړی وو.

یاده غوڼده په پکتیا پوهنتون کې د هیواد په کچه جوړیدونکي اقتصادي پرمختیايي ملي کنفرانس کې د سکتوري ادارو او خصوصي سکتور لخوا د همکاريو او همغږي په تړاو او په پکتیا کې د خصوصي سکتور پراخیتا او اقتصادي ودې په موخه جوړه شوې وه.

د غونډې پرانیستې وینا په ترڅ کې مرستیال والي صاحب وويل« دا چې د مشرتابه امر دی باید د خصوصي سکتور په پراختیا کې په شریکه ونډه واخلو او هڅه وکړو چې په اقتصادي لحاظ د ځان بسیاینې په لور غښتلي ګامونه واخلو او د ولایت لپاره ورکړل شوې انکشافي بودیجه په لومړیتوبونو او مهمو اړتیاوو کې مصرف کړو» مرستیال والي صاحب د اقتصادي پرمختګ او سپما پر ارزښت هر اړخېزې خبرې وکړې او د ادارو مسؤلینو ته یې د چارو د بهبود لپاره اړینې سپارښتننې وکړې.

په غونډه کې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي په یاد پوهنتون کې د جوړیدونکي کنفرانس په اړه معلومات له برخوالو سره شریک کړل او دا یې د هیواد په کچه د اقتصاد په برخه کې یو ستر کنفرانس یاد کړ او د دغه کنفرانس دښه تر سره کولو لپاره یې د اړونده سکتوري ادارو هر اړخېزې همکاري اړینې وګڼلې، چې د ادارو د مسؤلینو لخوا د بشپړو همکاریو ډاډ ورکړل شو.

د غونډې په جریان کې د پکتیا پوهنتون استاد ډاکټر عبدالوهاب «حکمت» د افغانستاد داقتصادي پرمختیايي ملي کنفرانس د ارزښت او اهمیت په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې  په دغه کنفرانس کې به د هيواد له بیلابیلو ولایتونو څخه علماء کرامو، تجاران او متخصصین ګډون کوي.

د غونډې په پای کې د اقتصاد رئیس مولوي محمد انور راشد د ناستې برخوالو سره د سوداګرۍ څخه د ملاتړ او له خصوصي سکتور سره د ښه تعامل په هکله د امیرالمؤمنین حفظه الله د (۶۰)ګڼه فرمان عملي کولو او په ګمرکونو کې د نافذه اصولو سلسلې مراتب د رعایتولو په اړه د رئیس الوزراء حکم شریک کړ.

 

پکتیا ولایت رسنیز دفتر

 

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا

لکه څرنګه چې اقتصاد د یوېشتمې پېړۍ له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل کیږي او په نړیواله کچه هیوادونه او ملتونه غواړي له یوه غوره اقتصاد څخه چې د ژوند کولو ټولو اړتیاوو ته پر خپل وخت او زمان ځواب ووایي برخمن شي.

له بلې خوا زمونږ ګران هیواد چې له کلونو راهیسې د جنګ او جګړو شاهد و او اوس تازه چې له جګړو راوتلی خلکو او ولس یې د ارام ساه اخیستې.

د دغه جنګ ځپلي هیواد اقتصاد هم د ژوند لومړۍ شپې او ورځې سفري کوي، نو پر دې اساس پکتیا پوهنتون دا غوره وګڼله چې د هیواد په کچه ملي او اقتصادي کنفرانس په لاره واچوي، چې په ټوله کې یې موخه د هیواد اقتصادي پرمختګ ته یوه روښانه لار په ګوته کول بلل شوي.

د پکتیا پوهنتون اداره اوس د هیواد له ټولو علمي کادري غړو، متخصصینو، د فکر او قلم له خاوندانو په خورا درنښت هیله کوي چې خپلې علمي مقالې په لاندې ذکر شوي ایمیل ادرس د ۱۴۰۲ ه ش کال سنبلې( وږي) میاشتې تر (۲۰)مې نېټې پورې را واستوي.

ایمیل ادرس: national.conferences@pu.edu.af

د کنفرانس د دایرېدو نېټه: ۱۴۰۲/۷/۱۰

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت