Afghanistan Economic Development National Conference

 

 

 

Paktia University

Afghanistan Economic Development National Conference

 

COPYRIGHT FORM

 

Title of Paper:                                                                                                                 

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

Name of the authors:

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

Address of the Corresponding Author:

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

City ………………………………... Province …………………………………………………. Country …………………………

Contact Number(s): …………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

E-mail: ……………………………………………………………………………………………………………………………………………………

I/We further state that:

  • The article is my/our original contribution without any plagiarism. It does not infringe on the rights of others and does not contain any libelous or unlawful statements.
  • The work has been submitted only to Afghanistan Economic Development National Conference.
  • As authors, me and co-authors are well aware that publisher is only liable for the publication.

 

Author’s Signature: ……………………………………                                        Date: …………………………………

 

 

دغه ناسته چې د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي انعام الله «صلاح الدین»  په مشرۍ جوړه شوې وه د اړوند ولایتي سکتوري ادارو او خصوصي سکتور مسؤلینو پکې ګډون کړی وو.

یاده غوڼده په پکتیا پوهنتون کې د هیواد په کچه جوړیدونکي اقتصادي پرمختیايي ملي کنفرانس کې د سکتوري ادارو او خصوصي سکتور لخوا د همکاريو او همغږي په تړاو او په پکتیا کې د خصوصي سکتور پراخیتا او اقتصادي ودې په موخه جوړه شوې وه.

د غونډې پرانیستې وینا په ترڅ کې مرستیال والي صاحب وويل« دا چې د مشرتابه امر دی باید د خصوصي سکتور په پراختیا کې په شریکه ونډه واخلو او هڅه وکړو چې په اقتصادي لحاظ د ځان بسیاینې په لور غښتلي ګامونه واخلو او د ولایت لپاره ورکړل شوې انکشافي بودیجه په لومړیتوبونو او مهمو اړتیاوو کې مصرف کړو» مرستیال والي صاحب د اقتصادي پرمختګ او سپما پر ارزښت هر اړخېزې خبرې وکړې او د ادارو مسؤلینو ته یې د چارو د بهبود لپاره اړینې سپارښتننې وکړې.

په غونډه کې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي په یاد پوهنتون کې د جوړیدونکي کنفرانس په اړه معلومات له برخوالو سره شریک کړل او دا یې د هیواد په کچه د اقتصاد په برخه کې یو ستر کنفرانس یاد کړ او د دغه کنفرانس دښه تر سره کولو لپاره یې د اړونده سکتوري ادارو هر اړخېزې همکاري اړینې وګڼلې، چې د ادارو د مسؤلینو لخوا د بشپړو همکاریو ډاډ ورکړل شو.

د غونډې په جریان کې د پکتیا پوهنتون استاد ډاکټر عبدالوهاب «حکمت» د افغانستاد داقتصادي پرمختیايي ملي کنفرانس د ارزښت او اهمیت په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې  په دغه کنفرانس کې به د هيواد له بیلابیلو ولایتونو څخه علماء کرامو، تجاران او متخصصین ګډون کوي.

د غونډې په پای کې د اقتصاد رئیس مولوي محمد انور راشد د ناستې برخوالو سره د سوداګرۍ څخه د ملاتړ او له خصوصي سکتور سره د ښه تعامل په هکله د امیرالمؤمنین حفظه الله د (۶۰)ګڼه فرمان عملي کولو او په ګمرکونو کې د نافذه اصولو سلسلې مراتب د رعایتولو په اړه د رئیس الوزراء حکم شریک کړ.

 

پکتیا ولایت رسنیز دفتر

 

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا

لکه څرنګه چې اقتصاد د یوېشتمې پېړۍ له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل کیږي او په نړیواله کچه هیوادونه او ملتونه غواړي له یوه غوره اقتصاد څخه چې د ژوند کولو ټولو اړتیاوو ته پر خپل وخت او زمان ځواب ووایي برخمن شي.

له بلې خوا زمونږ ګران هیواد چې له کلونو راهیسې د جنګ او جګړو شاهد و او اوس تازه چې له جګړو راوتلی خلکو او ولس یې د ارام ساه اخیستې.

د دغه جنګ ځپلي هیواد اقتصاد هم د ژوند لومړۍ شپې او ورځې سفري کوي، نو پر دې اساس پکتیا پوهنتون دا غوره وګڼله چې د هیواد په کچه ملي او اقتصادي کنفرانس په لاره واچوي، چې په ټوله کې یې موخه د هیواد اقتصادي پرمختګ ته یوه روښانه لار په ګوته کول بلل شوي.

د پکتیا پوهنتون اداره اوس د هیواد له ټولو علمي کادري غړو، متخصصینو، د فکر او قلم له خاوندانو په خورا درنښت هیله کوي چې خپلې علمي مقالې په لاندې ذکر شوي ایمیل ادرس د ۱۴۰۲ ه ش کال سنبلې( وږي) میاشتې تر (۲۰)مې نېټې پورې را واستوي.

ایمیل ادرس: national.conferences@pu.edu.af

د کنفرانس د دایرېدو نېټه: ۱۴۰۲/۷/۱۰

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت