انګليسي ژبې ډېپارټمنټ
انګليسي ژبې څانګه
تاریخچه:
انګلیسي ژبې او ادب څانګه د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې په۱۳۹۲ ل کال کې په فعالیت پیل وکړ. د څانګې لوموړی مشر پوهنیار ګل عالم عالم چې له ۱۳۹۲ څخه ۱۳۹۵ ل کال پورې د څانګې کارونه په مخ وړل، له هغه ورسته پوهنمل سیف الرحمن روهي د څانګې مشر وټاکل شوچې له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۰۴۱ کال پورېې د څانګې مسؤلیت تر سره کړ.
انګلیسي څانګه په دوه برخو (فري سرویس او داخل خدمت) کې زدکړیالان روزي چې تر ۱۳۹۷ ل کال پورې یې په دریو دورو کې ۱۳۰ تنه محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه د لیسانس په درجه وړاندې کړي.
د انګلیسي څانګې تعلیمي نصاب او ښوونیز پروګرام د اسلام د سپیڅلي دین له بنسټونو، د هیواد پالنې پاک حس په ساتلو، په علمي معیارونو برابر، د افغاني ټولنې د اړتیاوو له مخې رامنځته شوی.
د دې څانګې په تعلیمې نصاب کې درې ډوله مضامین (اختصاصي، مسلکي او عمومې) ځای پر ځای شوي دي، چې تدریس او زده کړه یې د څانګې زده کړیالانو لپاره اړینه ده. د نوموړې څانګې فعالیتونه په اته سمسترونو کې په منظمه توګه ترتیب کړي. د څانګې درسونه په عملي او نظري توګه تدریس کیږي.
ژبه د بشري پوهنو، فنونو او هنرونو د زده کړې بنسټیزه وسیله ده. پوهه، مهارت او تجربې د همدې وسیلې پر بنسټ په لیکلي او شفاهي ډول نورو ته لیږدول کیږي. انګیسي ژبه د ټیکنالوژي او نړیواله علمې ژبه ده چې تدریس یې په ښوونځیو، د ښوونکو روزنې عالي مرکزونو، لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو کې مهم او ارزښتناک رول لري.
ښوونکی د ښوونځي د زده کونکو په ښوونه او رزونه کې ټاکونکی رول لري، له همدې امله د زده کړې عملیه تر ډیرې اندازې پورې د ښوونې د وړتیا او سویې په درجې پورې اړه لري. په همدې موخه چې د هیواد، د لومړنیو، ثانوي او عالي ښوونځیو له پاره مو په اختصاصي، مسلکي او عمومي زده کړو سمبال ښوونکي ټولنې ته په واک کې ورکړي وي.
لرلید:
انګلیسي څانګه په پلان کې لري چې د سیمې په سطحه د علم او پوهې په یو ستر مرکز بدل شي. یاده څانګه محصلینو ته د نړیوال معیاري پروګرام په وسیله د نړیوال علمې مرکز د غړيتوب احساس ورکوي.
رسالت:
انګلیسي څانګه د رهبري، مسلکي پرمختګ له پاره ښوونيزه میتودولوژي، په مسلکې توګه د انګلیسي ژبې زده کړه، د انګلیسي ژبې او ادب د تدریس، اسلامي او ټولنیز کلتور سره سم رسالت ترتیب کړي. نوموړې څانګه د نوښتګر علمې برنامو، سیمنارونو او تحقیقي پروژو له لارې علمي پوهې ته پراختیا ورکوي.
د انګلیسي ژبې او اد ب څانګې د استادانو شهرت
ګڼه |
د تحصیل درجه |
تحصیل رشته |
د پلار نوم |
نوم |
|
|
د څانګې آمر ۱۴۰۱- |
۰۰۹۳۷۶۶۷۰۷۰۲۷ |
ماستر |
ژبپوهنه |
عبدالحمید |
پوهنمل سیدالرحمن سیال |
۱ |
د څانګې د ویم آمر ۱۳۹۵-۱۴۰۱ |
۰۰۹۳۷۹۹۵۳۳۳۵۶ Saif.rohiafg@gmail.com |
ماستر |
نړیوال ادبیات |
عبدالرحمن |
پوهنمل سیف الرحمن روهي |
۲ |
|
۰۰۹۳۷۷۴۳۲۷۳۳۰ |
ماستر |
نړیوال ادبیات |
وکیل |
پوهنیار بلال وزیري |
۳ |
|
۰۰۹۳۷۷۷۵۵۸۹۷۰ |
ماستر |
TESOL |
عبدالواحد |
پوهنیار سیف الله مسلم |
۴ |
|
له دندې په ۱۳۹۸ ل کال کې استعفا ورکړې |
ماستر |
نړیوال ادبیات |
عبدالواحد |
پوهنیار عبدالبصیر زماني |
۵ |
|
وفات |
ماستر |
TESOL |
سرورخان |
پوهنمل شهزاد ګل احمدزی |
۶ |
د څانګې لومړی آمر ۱۳۹۲-۱۳۹۵ |
تقاعد |
لیسانس |
انګلیسي ژبه او ادب |
میر عالم |
پوهنیار ګل عالم عالم |
۷ |