د ۱۴۴۴ کال، رمضان المبارک ۱۰ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sun, Apr 02 2023 1:58 PM


شنبه د انجنیري پوهنځي له لوري نویو بریالي شویو زده کړیالانــــو ته د ښه راغـــــلاست او د پوهنتون له چاپیریال سره د بلدتیا په پار ځانګړي مراسم نیول شوي وه. مراسمو کې چې د انجنیري پوهنځي رئیس پوهنمل حمیدالله صدیقي ددې پوهنځي استــادانو او مـــحصلینو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

ناستې ته لومړی د دې پوهنځي رئیس پوهنمل حمیدالله صدیقي خبرې وکړې، هغه نویو بریالي شویو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست او مبارکي ویلو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې د سمستر له پیل څخه دې درسونه تعقیب کړي او هیڅ کله دې د نورو فرصتونو په تمه خپل قېمتي وخت نه ضایع کوي.
ورپسې د څانګو امرینو او استادانو له اجنډا سره سم ورکړل شوي موضوعات چې په ټوله کې یې هدف د  زده کړیالان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کول وه، تشريح کړل.
د یادونې وړ دی، چې تر دې وړاندې د ښوونې او روزنې پوهنځي له لوري هم نویو بریالي شویو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست ورته مراسم نیول شوي و.

ناسته د ستاینلیکونو پر وېشلو او دعائې ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Wed, Jun 25 2025 9:52 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

BACK TO NEWS