د پکتیا پوهنتون د علمي چارو مرستیال لنډه پیژندنه
پوهنمل سیف الرحمن روهي د پکتیا پوهنتون علمي معاون په حیث دنده تر سره کوي. تر دې مخکې د 2016-2021 کال کې یې د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادب څانګې د امر په حیث دنده ترسره کوله.
سیف الرحمن روهي په ۲۰۱۳ کال کې د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په انګلیسي ژبې او ادب څانګه کې د استاد په حیث دنده پیل کړه او۲۰۱۴-۲۰۱۶ کال کې یې د هندوستانه هیواد د عثمانیه پوهنتون څخه د ماستري سند ترلاسه کړ. په ۲۰۱۶ کال کې د انګلیسي څانګې د امر په حیث وګمارل شو. استاد روهي په ۲۰۱۸ کال کې د مالیزیا هیواد د UTM د مالیزیا د تکنالوژي پوهنتون څخه د استادانو ماستر ټرینري سند تر لاسه کړ او د ګران هیواد په مختلفو پوهنتونونو کې د استادانو ته پایلو پر بنسټ ولاړه زده او محصل محوره زده کړې د روزنې ټریننګونه دایر کړه او د زده کړې په بهیر کې یې نوی تغیر راوست. پوهنمل سیف الرحمن روهي په ۲۰۲۱ کال کې د رئیس الوزرا لخوا د پکتیا پوهنتون د علمي معاون په حیث وګمارل شو.