د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.
یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۱۵مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.
د مالي او تدارکاتي کمېټې په نوبتي ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي سربېره د کمېټې غړو استادانو او اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
لومړی د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د کمېټې غړو استادانو او کارمندانو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره د کمېټې د چارو په تنظیم کې فعاله ونډه اخلي.
وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم د بېلا بېلو پوهنځیو د لابراتوارونو پر غني کولو، د استادانو لپاره د لیلیې په برخه کې د سهولتونو پر رامنځته کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.