د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.
د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.
یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۳) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۲۰) مې نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه.
په دائره شوې روزنیزه ناسته کې د کرنې پوهنځي د استاد پوهنمل نیازمحمد انقلابي له لوري محصلانو ته د سټار سافټویر پر استعمال، د احصایوي تحلیل په بنسټیزو اصولو او د څېړنیزو معلوماتو تحلیل پر علمي طریقو او اړوند نورو موضوعاتو باندې ګټور مالومات ورکړل شول.
