پښتوژبې ډيپارټمنټ
پښتوژبې ډيپارټمنټ
لرلید:
پښتو څانګه به د ژبې او ادبیاتو د ښوونې، څېړنې او د مسلکي خدماتو په وړاندې کولو کې د هېواد په کچه مخکښه وي.
رسالت:
پښتو څانګه هڅه کوي، چې د معیاري نصاب په پلي کولو او د څېړنیزو آسانتیاوو په برابرولو سره د پښتو ژبې او ادبیاتو پیاوړي متخصص، کادري ښوونکي او څېړونکي وروزي.
موخې:
· د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې د علمي او مسلکي ښوونکو او څېړونکو وړاندې کول.
· په عملي ساحو کې د ادبي مسایلو تطبیقول او تعمیمول.
اوسني او نوي نسل ته د اسلامپالنې، هېواد پالنې او ملي یووالي احساس ورکول
ارزښتونه:
· اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی
· د ځاني او ټولنیزو دندو پېژندل
· له هر ډول تعصب او تبعیض څخه ډډه کول
· د نوي نسل د روزلو ښه احساس درلودل
· په بشپړه ایماندارۍ رښتینولۍ سره د ټولنې لپاره خدمت کول
· علمي خپلواکي
· یووالي (اتحاد) درلودل