د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ته د تدریس مهارتونو ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه
د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ته د تدریس مهارتونو ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه
سه شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۵) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۲۲) مې نېټې سره سمون لري، د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ته د تدریس مهارتونو ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه.
په دائره شوې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د استاد پوهنمل سیف الله مسلم له لوري محصلانو سره د زده کړې پر پنځه ګونې مراحلو، د تدریس موخې، د تدریس په میتودونو او اړوند نورو موضوعاتو مالومات شریک شول.
