د پکتیا پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته وشوه.

pu_admin
Thu, May 15 2025 8:59 AM
Rae

د پکتیا پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته وشوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته وشوه.

د رهبري شورا ګډه ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځيو رئیسانو  برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د رهبري شورا برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ له ټولو برخوالو څخه د زړه له تله مننه وکـــــــــــــــړه، چې تل ورسره  په ټولو چارو کې پوره همکاري کوي.

پوهنتون رئیس همدارنګه په خپلو خبرو کې په کندهار کې د لوړو زده کړو وزارت د قدرمن وزیر صاحب په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت ترسره شوې رهبري شورا پرېکړې له برخوالو سره شریکې کړې او ورته یې د عملي کولو  په برخه کې لازمې سپارښتنې هم وکړې.

ښاغلي حمدي د خپلو خبرو پر دوام د لوړو زده کړو وزارت او نورو لوړ پوړو ادارو د احکامو عملي کول ضروري یاد کړل، چې پر اساس یې دوی بریالیتوب ته رسېدلی شي او ډېر څه په اسانۍ سره تر لاسه کولای شي.

پوهنتون رئیس همدارنګه د پوهنتون له شته امکاناتو څخه ښه استفاده چې د محصلانو په عملي روزلو کې خورا مهم تمامیږي اړین وبلل او د علمي معیار د لوړاوي لپاره یې د ځانګړو طرزالعملونو په جوړولو هم ټینګار وکړ.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو لکه: په نېکه طریقه د احکامو پر عملي کېدلو،  په ۱۴۰۴ کال کې د پروژو پر ترسراوي، د تدریسي روغتون د چارو پر ښې سمبالتیا او ځینو نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS