Srategic Plan

د لوړوزده کړو وزارت

پکتيا پوهنتون

د ښوونې او روزنې  پوهنځی

ریاضي څانګه

 

 

 

 

 

 

ستراتيژيک پلان

۱۳۹۸-۱۴۰۲

2019   -   2023

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ترتیب  کوونکي:  د رياضي څانګې د ستراتیژیک پلان د جوړولو کمېټه

تصدیق کوونکی : د ښووني او روزنې پوهنځي علمي شورا

نهایي کوونکی : د پکتيا پوهنتون علمي شورا

د موضوعاتو   لړليک

  1. لومړی برخه: عمومیات

د ریاضي څانگې پنځه کلن ستراتيژيک پلان (2019-2023)

  1.  سریزه
  2.  د ریاضي څانګې پیژندنه
  3. د ستراتيژيک پلان درلودلو  ته  اړتيا
  4. د ستراتيژيک پلان د جو ړلو پروسه
  5.  لر ليد
  6. رسالت
  7. موخې
  8. تمویل او بودیجه
  1. دويمه برخه :
  1. د بنسټیزو جوړښتونو ( زیربنا ) پراختیا
  2. بنسټيزې چارې
  3. د تدريس او څېړنې اړوند:
  4. د محصلانو  اړوند
  5. د تحصيلي نصاب او درسي مفرداتو اړوند
  1. دریمه برخه : د ظرفیتونو لوړول
  1. د نويو او فرعي څانګو تأسيسول
  2. د داخلي او نړیوالو پوهنتونونو سره توامیتونه
  3. د مسلکي ظرفیتونو لوړول
  • د دکتورا پروګرام
  • د ماستری پروګرام
  • لنډ مهال روزنیز کورسونه
  1. په بشري قواوو کي زیاتوالی
  2. د نصاب بیا کتنه او پیاوړي کول
  3. د ستراتیژیک پلان د پلي کولو څخه وروسته مثبت غبرګونونه
  1. څلورمه برخه : نڅوړ
  1. د قوت ټکي
  2. د کمزورۍ ټکي
  3. فرصتونه
  4. تهدیدونه
  5. د ستراتيژيک پلان د تطبيق پايلې

 

  1. پنځمه برخه : بودیجه
  1.  د پرمختلليو پوهنتونونو سره د دوه اړخيزو همکاريو ( پارټنر شيپ ) مالي لگښت
  2. د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې مالي لگښت: ( د څانګې د استادانو د علمي سویې او کاري مهارتونو لوړول)
  3. د څانګې د منسوبینو د کاري مهارتونو د لوړولو مالي لګښت
  4. ټول ستراتيژيک پلان د تطبيق د مالي لگښت
  5. د ټولو لګښتونو ګراف

 

 

 

  1. لومړی برخه
  1. سریزه

پکتيا پوهنتون د دولت د فرهنګي پالیسی په رڼا او د ملي انکشافي پلان له مخې د ځوان نسل د سالمې او مسلکي روزنې په موخه په ١٣۸۳ ل.ل  (۲۰۰۴ز)  کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځی په تاسیس سره  د محصلینو جذب پيل کړ. د ښووني اوروزني پوهنځي په ۱۳۸۳کال کي تاسيس شوي دی چي په پيل کي يې عمومي او بيا په ۱۳۸۸کال کې يې پنځه څانګې (رياضي او فزيک څانګه، کيميا او بيولوژي څانګه ، پښتو ژبې او ادب څانګه ، دري ژبې او ادب څانګه ، تاريخ او جغرافيه څانګه) درلودې. په ۱۳۹۱ کال کې يادې څانګې د هر مضمون لپاره بېلې شوې او د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې (ریاضي، فزيک، کېمیا، بیولوژي، کمپیوټر زده کړې، تاریخ، جغرافیه، انګلیشي، پښتو، دری، اسلامي ثقافت) څانګو شتون او فعاليت پيل کړ  اوسمهال د ښوونې او روزنې  پوهنځی يوولس فعاله څانګې (ریاضي، فزيک، کېمیا، بیولوژي، کمپیوټر زده کړې، تاریخ، جغرافیه، انګلیشي، پښتو، دری، اسلامي ثقافت(۶۴) تنه کادري استادان، ( ۳۰۵۰ ) تنه محصلين ، PDC ،لابراتوار خونې او یو څه لابرتواري مواد او  سامان الاتو لرونکې ده.

 

  1. د ریاضي څانګې پیژندنه

د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې له ۱۳۹۱ کال مخکې رياضي فزيک څانګې خپل اړوند علمې او اکادميکې کړنې تر سره کولې، په ۱۳۹۱ کال کې رياضي فزيک څانګه په دوو بيلو څانګو( رياضي څانګه او فزيک څانګه) وويشل شوې، چې د لومړي ځل لپاره يې په ۱۳۹۲ کال کې د ۷۲ تنو جديد الشمول محصلانو د رياضي په ځانګه کي جذب او نوم ليکنه کړي وه. د رياضي څانګه اوس مهال د مخکې له خدمت او داخل خدمت برخو کې محصلانو ته د لوړو زده کړو په خدمت بوخته ده. اوس مهال د رياضي څانګه کې (۱۶۶) تنه محصلان په لوړو زده کړو بوخت دي چې پنځه تنه يې ښځينه محصلانې دي.

د رياضي څانګه ټول ټال شپږ تنه استادان لري چې دوه ماستر او په پاتي څلور تنه استادان يې  د ماستري په زده کړو بوخت  دی. د علمی رتبو په اساس دوه پوهنمل ، څلور پوهنیار دي.

د ریاضي څانګې تخصصي مضامین په ټوليز ډول عبارت دی له : د ریاضی اناليزونه، الجبرونه ، هندسې ، ويکټور اناليز، احصائیه ، د احتمالاتو تيوري، محاسبوي رياضي، د رياضي د مسايلو حل او داسی نور مضامین چی په مختلفو سمسترونو کی تدریس کیږی.

 

  1. د ستراتژیک پلان درلودلو ته اړتیا

ریاضي څانګه به د خپل ستراتيژيک پلان په رڼا کې وروسته له (٥) کلونو د کتنې وړ پرمختګ وکړي ؛  ډېرې لاسته راوړنې به ولري او ټولي هغه ستونزي، مشکلات او نیمګړتیاوې چې اوسمهال په تحصيلي، لابرتوارو او د ورځنۍ فعاليتونو په مختلفو اړخونو کې استادان او محصلان ورسره لاس او ګرېوان دي، څه نا څه حل او برياوې به ترلاسه کړي. د څانګې د ستراتيژيک پلان په ترتيبولو کې هڅه شوې ده چې د افغاني ټولنې ملي او عيني اړتياوې، د معياري کېدو پروسې ته د داخلېدو اړتيا بشپړتيا، د علومو او ټکنالوژي د ورځنيو انکشافاتو په نظر کې ونيول شي او د خاصو ستونزو او اړتياوو  په پام کې نيولو سره ترتيب شوی دی.

  1. د ستراتيژيک پلان د جوړولو پروسه

د ستراتيژيک پلان د برابرولو او تدوین لپاره لاندې کړنې تر سره شوې دي:

  1. د ستراتيژيک پلان د برابرولو او تدوین لپاره د څانګې ټول استادان، د نورو تجربه لرونکې استادانو او د محصلانو نماينده ګانو نظرونه اخيستل شوي دي.
  2. د نننۍ عصري علومو او ټکنالوژي او د هېواد شته اړتياوو او وضيعيت ته په کتو سره ترتيب شوی دی.
  3. د رياضي څانګې تيرو فعاليتونو ته په کتو سره ترتيب شوی دی.

    د ریاضي څانګې ستراتيژيک پلان څلور عمده او اساسي برخې لري چې د څانګې د اوسني حالت د ټولو فرصتونو د موجوديت او هغه قوي او ضعيف ټکې او خطرات چې ور سره مخ يو، د هغو ټولو د تحليل څخه وروسته په دقيقه بڼه د پنځه کلنې مودې (2023-2019  ) لپاره ترتيب شوې دي او څلور عمده برخې لري:

    1. لرلید ( Vision)
    2. رسالت ( Mission)
    3. موخې (اهداف) (Objectives)
    4. د ستراتيژيک پلان د تحقق لپاره د مالي پلان ترتيب

 

  1. لر ليد ( Vission )

ریاضي څانګه به د تدريس، څېړنې او د مسلکي خدماتو په وړاندې کولو کې د هېواد په کچه مخکښه وي.

 

  1. رسالت (Mission)

څانګه هڅه کوي، چې د معیاري نصاب په تطبیق او د څېړنيز سهولتونو په ایجادولو سره  د ریاضي پیاوړي کادري ښوونکي وروزي.

  1. موخې (Objectives)
  • د ریاضی په برخه کې دعلمی او مسلکي ښوونکو وړاندې کول.
  • په عملي ساحو کې د ریاضيکي مسائيلو تطبیقول او عامول .
  • موجوده او نوی نسل ته د اسلامي ارزښتونو ته د درناوي او په هغوی د عمل احساس ورکول.
  • موجوده او نوی نسل ته یووالي او وطن دوستۍ احساس ورکول.

ارزښتونه

  1. اسلامی او ملی ا رزښتونو ته درناوی.
  2. خپل ځاني او ټولنیز مسولیتونه پېژندل.
  3. د هر ډول تعصب او تبعیض څخه ډډه کول.
  4. دنوي نسل د ښې او سالمې روزنې احساس درلودل.
  5. په بشپړه ایماندارۍ او صداقت د ټولنی له پاره خدمت کول.
  6. اتحاد او یو والي درلودل.

 

  1. تمویل او بودیجه                                                                                                                                          

د ستراتيژيک پلان د تهيه کېدو ټول مالي لګښت په مفصله توګه د دې پلان په ( V ) برخه کې تشرېح کېږي.

 

  1. دوهمه برخه: د بنسټيزو جوړښتونو پراختيا

 

  1. بنسټيزې چارې

د عملي او نظري تدريس لپاره مجربو او د ماسټری او دکتورا په کچه علمي  کادرونو په درلودلو، مجهزو درسي خونو، مجهز لابرتوار، په کتابتون کې د معتبرو پوهنتونونو  د تدریسي او ریفرنس کتابونو په شتون سره، د څانګې د اداري چارو د سرته رسولو لپاره د مناسب ځاى د تجهزاتو سره د ډیپارټمنټ لپاره بنیادي ضرورتونه دي. د پوهنتون د مالي امکاناتو په حدودو او د مختلفو ارګانونو څخه د مرستو د جلب او جذب په تناسب لاندې بنيادي اړتياوي په راتلونکو پنځو کلونو کې د څانګې د عاجل ضرورت او د هغه د اهميت او اولويتونو په نظر کې نيولو سره په دې ترتيب سره جوړ شي:

  1. د محصلينو د شمېر له مخې د اوسنی تشکیل په ميعيار برابرول.
  2. د ماسټری پروګرام ته د نویو علمي کادرونو معرفي کول
  3. د دکتورا پروګرام ته د څانګې د ماسټر علمي کادرنو معرفي کول
  4. تدریسي او  ريفرنسي کتابتون پراختيا او ميعياري کول
  5. د څانګې د علمي، څيړنيز او اداري حالت د ښه والي لپاره استادانو ته په لنډ مهاله داخلي او خارجي ورکشاپونو کې د ګډون زمينه برابرول.

  د  محصلينو د شمېر له مخې د اوسني تشکیل پراخول

 د دې مسلک د اهمیت، شايقينو او کمبود ته په کتو سره اوسنی تشکیل بايد پراختيا ومومي. د استادانو شمېر يې د (۶) څخه و (۱۴) تنو ته، محصلانو شمېر د (۱۶۶) څخه (۳۵۰) تنو ته پورته شي او همدارنګه د رياضي څانګې د شپې پروګرام هم پيل شي. تر څومو پنځه کاله وروسته ډیپارټمنټ د کمیت او کیفیت له مخې په پښو ولاړ وي او هم مسلکي  فارغین  ولرو. د دې ستراتيژيک پلان له مخې د اوسني تشکیل پراختيا په لاندني جدول کې ترتیب او خلاصه شوي دي.

 

ګڼه

د څانګې د استادانو او محصلینو شمېر

۱۳۹۸

۱۳۹۹

۱۴۰۰

۱۴۰۱

۱۴۰۲

کتنې

١

استادان

۶

۸

۱۰

۱۲

۱۴

 

٢

محصلين(ورځې د پروګرام)

۱۶۶

۲۰۰

۲۵۰

۳۰۰

۳۵۰

هر کال ۵۰  تنه

٣

محصلين (شپې د پروګرام)

۲۵

۵۰

۷۵

۱۰۰

۱۲۵

هر کال ۲۵ تنه

 

 

 

 

 

 

 

د  ستراتيژيک پلان مطابق به په  ۱۴۰۲ ل.ل کال  کې د کمیت له لحاظه  تشکیلات پراختيا ومومي، کیفیت د لوړولو په برخه کې به د  پام  وړ  پرمختګونه وشي. ریاضي ډیپارټمنټ  ته به  زمینه مساعده شي چې ریاضي پوهنځی ته ارتقاء  وکړي او همدارنګه به د ریاضي په برخه کې د ماسټری د پروګرام  د پیلولو په لور غټ ګام وهلی وي.

پورتنی جدول به  لا د ښه وضاحت لپاره په ګراف کې وښیو، ترڅو   د استادانو او د ورځې او شپې محصلینو تناسب په کې ښه جوت شي.

 

 

د نویو علمي کادرنو د جذب ګراف (1398-1402)   ه.ش کلونو کې.

 

 

ب: د کادرونو د ارتقا او علمي ترفيعاتو او سویې د لوړولو په برخه کې:

د دې په خاطر چې د پوهنتون د علمي او تدرېسي حالت د لوړو زده کړو د معيارونو سره برابر شي، د کادرونو د علمي ترفيعاتو چارې پرمخ وړل او د سویې د لوړولو په پروګرامونو ( ماسټری او دکتورا ) کې د علمي کادر ګډون دي. دې موخې ته د رسېدو لپاره لاندنی مهالوېش ترتيب شوی دی؛ تر څو استادان وکولاى شي د تدرېسي او عملي چارو برسېره لوړو علمي رتبو ته ترفيع او يادو پروګرامونو ته معرفي شي:

 

ګڼه

د استادانو  علمي رتبې

۱۳۹۸

۱۳۹۹

۱۴۰۰

۱۴۰۱

۱۴۰۲

ټولګه

١

پوهندوی

۰

۲

۰

۱

۰

۳

٢

پوهنمل

۱

۰

۳

۰

۰

۴

٣

پوهنیار

۰

۰

۰

۲

۲

۴

٤

نوماند پوهنيار

۲

۲

۲

۲

۲

۱۰

 

ګڼه

 د استادانو تحصيلي پروګرامونه

۱۳۹۸

۱۳۹۹

۱۴۰۰

۱۴۰۱

۱۴۰۲

ټولګه

١

ماسټری ته ورپيژندل شوي

۴

۲

۲

۲

۲

۱۲

٢

دوکتورا ته ورپيژندل شوي

۱

۱

۱

۲

۲

۷

 

په  دې پنځو کلونو کې د استادانو د ارتقا او ترفیعاتو کلنی ګراف:

 

په دې پنځو کلونو کې ماسټری او دوکتورا ته د معرفي کېدونکو استادانو کلنی ګراف:

 

 

 ج : د استادانو د معلوماتو د زياتوالي او د نويو انکشافاتو سره د بلدتيا په برخه کې

د نني عصر ټکنالوژی او انکشافاتو د پوهاوي او د نويو تجربو د شريکولو په موخه په پلان کې ده چې  لنډمهاله داخلي او بهرني  د ظرفيتونو د لوړولو علمي پروګرامونو،  په ځانګړي توګه نوي مقرر شوې کادرونه ولېږل شي. په لاندې جدول کې ذکر کېږي.

ګڼه

لنډمهاله علمي پروګرامونه

۱۳۹۸

۱۳۹۹

۱۴۰۰

۱۴۰۱

۱۴۰۲

ټولګه

1

د هېواد په دننه کې

۰

۲

۲

۲

۴

۱۰

2

د هېواد څخه بهر

۰

۱

۱

۲

۲

۶

 

  1. د تدريس او څېړنې په برخه کې

د ریاضي څانګې تدرېسي چارې د کرېډېټ په تحصيلي سیسټم  عيار شوي دي چې په نظري او عملي توګه پرمخ ځي. د علمي چارو لپاره يو لړ ګامونو ته اړتيا شته تر څو موجوده امکانات په اعظمي توګه تر استفادې لاندې ونيول شي او د پلان مطابق پراختيا ومومي. د استادانو او محصلینو څېړنې به پر هغو برخو  متمرکزه وي کوم چې په  اوس  او  راتلونکې کې  د هېواد په کچه اړین وي.  په دې پنځه  کلونو کې به مو د زون په کچه د مسلکي استادانو او په دارالمعلیمینونو، انسټیټیوټونو، خصوصي او دولتي تحصیلي موسسو د ریاضي څانګو کې  د علمي کادرونو   تشه یو څه ډکه کړې وي.

پورته ذکر شویو موخو ته رسېدو لپاره اړينه ده چې د نورو  داخلي او خارجي پوهنتونونو د پرمختګونو او تجربو څخه ګټه واخيستل شي چې په دې برخه کې به د لنډ مهاله علمي پروګرامونو څخه ګټه واخيستل شي.

 

  1. د محصلانو په برخه کې

د هېواد  د  اوسنيو شرايطو، د لوړو زده کړو د پالیسی او  تحصيلي نصاب  ته  په کتو سره  محصلان  بايد د نظري او عملي زده کړې وکړي. په عمومي کتابتون کې باید د محصلینو لپاره د مطالعې او موقتي کتاب ورکوونې زمینه مساعده وي تر څو محصلین د درس ، څیړنې او راتلونکو مسولیتونو ته د اماده ګي لپاره ورڅخه ګټه واخلي. محصلینو ته  به په لابرتوار کې د کار کولو اجازه ورکړل شي چې په هغو برخو کې تجربې تر لاسه کړي چې نوموړی په کې څېړنه کوي یا ورسره لېوالتیا لري.

 

  1. د تحصيلي نصاب او درسي مفرداتو په برخه کې

د وخت په تېرېدو سره د هرې ټولنې غوښتنې تغير مومي او د علومو په مختلفو برخو کې نوي انکشافات او بدلونونه رامنځته کېږي. دا بدلونونه کېداى شي په ملي او يا نړيواله کچه رامنځته شي او له بلې خوا د بدلونونو په پايله کې د نويو تحصيلي څانګو رامنځته کېدل ضروري وګڼل شي او په ځينو حالاتو کې د دې ضرورت احساسيږي چې تحصيلي رشتې ډېرې اختصاصي کړل شي او د ځينو مضامينو کمېدل او يا زياتېدل او يا د کورسونو په مفرداتو کې ځینې تغيرات مطرح کړل شي. ضرورى ګڼل کېږي چې تحصيلي پروګرام (کريکولم) ته تغير ورکړل شي او يا تجديد نظر شي. که څه هم په  1391 ل.ل کال تجديد شوې تحصيلي نصاب پر اساس د ټولو مضامينو تدريس، درسي مفردات او مواد تهيه شوې دي خو بيا هم اړتيا ده چې د معتبرو نړيوالو منابعو (Text books) څخه او عملي چارو لپاره لارښوونې په اختيار کې ولرو. پر دې برسېره؛ په ملي ژبو ( پښتو او دری) درسي کتابونه، لکچرنوټونه او مفردات د ګوتو په شمېر مواد په اختيار کې لرو، ځینې يې هم تر وخت تېر او نوي کېدو ته اړتيا لري.

د پورته اړتياوو د پوره کولو په موخه په دې پلان کې د درسي موادو د تهيه کېدو لپاره ځاى ځانګړي شوې دی چې د مالي لګښتونو په برخه کې تقريبي قيمتونه سنجول شوي دي.

 

 

  1. درېیمه برخه: د ظرفیتونو لوړول

ریاضي څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي پخوانۍ څانګه ده چې (۱۰) کاله عمر لري.  د څانګې د پراختيا او پرمختگ لپاره دا ډېر کم وخت دی او د علمي، اداري او تخنیکي کادرونو له نظره په پښو ولاړ دی. کادرونه يې ځوانان او د تحصيل د درجې او د کاري سابقې له مخې په ټيته کچه کې قرار لري.  له بلې خوا د يوې څانګې د پرمختگ او برياليتوب راز په دې کې دي چې په لومړۍ قدم کې تکړه او په ځان متکې کادرونه ولري. ریاضي څانګه  د ظرفيتونو د لوړولو موضوع د ټولو چارو په سر کې راوستې او ډېر اهميت ورکوي. موږ په راتلونکو پنځو کلونو کې د ظرفيتونو د لوړولو چارې په دې ډول سره پلان کړي دي:

 

  1. د نویو فرعي ډیپارټمینټونو تاسیسول
  2. د داخلي او نړیوالو پوهنتونو سره توامیتونه
  • د داخلي پرمختلليو پوهنتونونو او د ساینس له  مرکزونو سره دوه اړخيزه اړيکې ( پارټنرشېپ )

د څانګې د ورځنيو ستونزو د حل، د ګډ کارکولو لپاره د زمينې د مساعدولو او د هېواد دننه د پوهنتونونو سره د علمي اړيکو له لارې کولاى شو نه یوازې د تجربو د شريکولو زمينه مساعده شي بلکې د ظرفيتونو په لوړولو، د څېړنو په ترسره کولو ،  د نصاب د پراختيا او  انکشاف کې به مهمې لاسته راوړنې ولرو.

  • د بهرني پرمختلليو پوهنتونونو او د ساینس له مرکزونو سره دوه اړخيزه اړيکې ( پارټنرشېپ )

د نړۍ د پوهنتونونو سره د علمي اړيکو هغه اړتيا ده چې څانګې پراختيا او پرمختگ وکړى، ورځنيو هر اړخيزه ستونزو ته د حل لاره وموندل شي همدارنګه د پوهنتونونو او هېوادونو ترمنځ د ښې همکاري او دوستی اړيکې رامنځته کېداى شي، نو لازمه ده چې د هېواد څخه بهر د پرمختلليو پوهنتونونو سره په مربوطه رشتو او څانګه کې علمي او کاري اړيکې ونيول شي، د دوی د تجربو او څېړنو څخه ګټه واخيستل شي او په پايله کې زموږ داخلي کادرونو ته د معياري څېړنو او تحقيقاتو زمينه مساعده شي.

  1. د مسلکي ظرفیتونو لوړول
  •  ( ۱۲ ) تنه د ماسټری په کچه
  • ( ۷ ) تنه د دوکتورا (Ph.D) په کچه
  • د لنډمهاله روزنیز کورسونه

د لنډې مودې د پروګرامونو لپاره هغه شمېر استادان چې د ماسټرى او دوکتورا د تحصيل لپاره مناسب او مساعد شرايط ونه لري، د معلوماتو د تجديد او د نويو انکشافاتو، څېړنو او د معاصرى ټکنالوژي سره آشنايي پيدا کړي او هغه وکارولاى شي. دا پروګرام کېداى شي د (١٢-۲) مياشتو لپاره تنظيم شي او د پروګرام د تکمېل په صورت کې تصديق پاڼه ( Certificate ) لاسته راوړي، د دې دورې لپاره د (۶) تنو استادانو استول.

د کاري مهارتونو او کاري ظرفيتونو د لوړولو پروګرامونه

دا پروګرامونه د څانګې د ټولو اعضاوو لپاره په نظر کې نيول شوي دي او کېداى شي په هېواد کې دننه او يا په بهر کې تنظيم شي:

  1. د انګليسى ژبې د زده کړې  پروګرام ( ۴  تنه )
  2. د ادارې او منجمنټ چارو د تنظيم او د رهبريت د کورسونو د تعقيب پروګرامونه (۴  تنه )

د څېړنو د مرکز او لابرتوار چارو د کاري مهارتونو لوړول

  • په هېواد کې دننه او يا بهر: د دريو مياشتو څخه نيولې بيا تر يو کلن پروګرام پورې د (۴) تنو روزل

 

  1. بشري قواووکي زیاتوالی
  2. دنصاب بیا کتنه اوپیاوړي کول
  3. د ستراتيژيک پلان د تطبيق څخه وروسته مثبت غبرګونونه

د ستراتيژيک پلان د پوره بريالي تطبيق په صورت کې به هغه ستونزي، مشکلات او نیمګړتیاوې چې په څانګه کې موجودې وي حل او له منځه ولاړې او سالمه کاري او د زده کړې اکاډمیکه فضاء به رامنځته شي.

  1. زيات شمېر ځوانان به د زده کړې او تحصيل په موخه په خپله غېږ کې را ونغاړي او دا شمېر به دوه چنده شي.
  2. څانګه به د دې وړتيا ولري چې د خپلو فارغانو د زده کړې او د کار کولو مهارتونه لوړ کړي.
  3. څانګه به د دې وړتيا ولري چې د شپې په پروګرام کې محصلان وروزي.
  4. ډېر شمېر هېوادوالو ته به د کارکولو زمينه مساعده شي.
  5. د پوهنتون په کچه به يوه سیاله څانګه وي او د نورو پوهنتونونو د ورته څانګو سره به سالم رقابت وکولای شي.
  6. د هېواد په کچه به د دولتي او خصوصي سکتور د ضرورت سره سم د ملي کادرونو د تربيه کولو توانمندي ولري.
  7. څانګه به د هېواد د بېکاري په کمولو کې د مبارزې توانمندي ترلاسه کړي.
  8. په خلکو کې به  د ټکنالوژی سره د موازي تګ پوهه ورکړل شي.

چې په دې توګه به د لوړو مسلکي زده کړو لرونکې او خپل هېواد ته متعهد کادرونه چې هغوی به په نوبت سره د سیمې او هېواد په پرمختګ او  په مسلکي پياوړتيا کې ډېر ښه او مثبت رول ولوبوي.

 

  1. څلورمه برخه: نڅوړ

د ریاضي څانګې د ورځنيو چارو او پرمختگ په وړاندې کومې قوي او ضعيفي نقطې موجودې او هم هغه فرصتونه او تهديدونه چې وجود لري، په ګوته شي. د (SWOT) تحليل او ارزونه هغه ګټوره وسیله (لاره) ده چې موږ له خپلو توانمنديو، قوتونو، نيمګړتياو، فرصتونو او تهديدونو (خطرونو) څخه خبروي، کوم چې هره ورځ د چارو په جريان کې موږ د هغو سره مخامخ کېږو، د هغو څخه د خبرتيا او د وضعې د تحليل له لارې موږ کولاى شو چې د هغو عواملو څخه کوم چې د چارو په جريان کې زموږ برياليتوب او توانمندي د ستونزو او چالشونو سره مخ کوي خبرتيا تر لاسه کړو او هم خپلې کمزورتیاوې کمې او يا کاملاً له منځه یوسو او خپلې پرمختياوې او برياليتوبونه زيات او ښه يې وځلوو. د څانګې ټول غړي هر يو د حالاتو تحليل (ارزونه) کوي او د هغه د ارزونې د پايلو څخه په ورځنيو چارو کې ګټه پورته کوي، بايد په پوره صداقت او شفافيت سره له هغه څخه ګټه واخيستل شي.

  1. د قوت ټکي
  1. د جنوب زون اړونده ساحه ډېر  نفوس لري همدارنګه د ښوونځي ډېر شمېر  دوولسمو ټولګيو فارغین لري چې د کانکور امتحان څخه د راکامیابېدو وروسته یې د لېسانس په کچه مسلکي وروزو.
  2. مکتبونو شمېر ورځ تربلې د ضرورت له امله زیاتیږي، زمونږ فارغینو ته د وظیفې پیداکېدلو او خدمت کولو لپاره زمینې مساعدیږي.
  3. په دارالمعلیمینونو، انسټیټیوټونو، خصوصي او دولتي تحصیلي موسسو کې زمونږ فارغ شویو کادري محصلینو ته د وظیفې پیداکولو لپاره ښه فرصتونو دي.
  1. د کمزوري ټکي
  1. استادان ځوانان دي، د تدريس او څېړنو کافي تجربه نه لري، او د جديد التقرر استادانو د تحصيل درجه ټيټه ده.
  2. په ملي ژبو خصوصا په پښتو کې کافي درسي او ريفرنسي کتابونه او لکچرنوټونه نه لرو.
  3. د تدريس او څېړنو لپاره بنيادي او عصري امکانات او سهولتونه نه لرو.
  4. د څانګې د پراختيا او پرمختيا لپاره د دولت په چوکات کې کافي بوديجه نه لرو.
  5. د استادانو د مطالعې او علمي کړنو لپاره مناسب اطاقونه نه شته.
  1. فرصتونه  Opportunity )
  1. د نړیوالې ټولنې پاملرنه د لوړزده کړو سیسټم ( د پوهنتون پراختيا ) ته موجوده ده چې په وخت  سره به ریاضي څانګه هم پراختيا ومومي.
  2. د نړيوالو ټولنو او هېوادونو زياتې مالي مرستې ( نړيوال بانک World Bank)، د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالو اقتصادي مرستو اداره ( USAID JICA او نور موسسات وجود لري او مرستې کوي.
  3. د هېواد او سیمې د خلکو زياته علاقه مندي د خپلو اولادونو د تربيې او تحصيل په اړوند (د ځوانانو علاقه مندي لوړو زده کړو ته )
  1. تهديدات Threats )
  1. په سیمه کې خراب امنيتي وضعيت
  2. څانګه مالي او اکاډمیک استقلاليت ( ازادي ) نه لري
  3. د زده کړې  د وسايلو کمښت
  1. د ستراتيژيک پلان د تطبيق پايلې

د ستراتيژيک پلان د پوره بريالي تطبيق په صورت کې به هغه ستونزي، مشکلات او نیمګړتیاوې چې په څانګه کې موجودې وي حل او له منځه ولاړې شي، سالمه کاري او د زده کړي اکاډمیکه فضاء به رامنځته شي.

  1. زيات شمېرځوانان به د زده کړې او تحصيل په موخه په خپله غېږ کې را ونغاړي او دا شمېر به دوه چنده شي.
  2. څانګه به د دې وړتيا ولري چې د خپلو فارغانو د زده کړې او د کار کولو مهارتونه لوړ کړي.
  3. څانګه به د دې وړتيا ولري چې د شپې په پروګرام کې محصلان وروزي.
  4. ډېر شمېر هېوادوالو ته به د کارکولو زمينه مساعده شي.
  5. د پوهنتون په کچه به يو ه سیاله څانګه وي او د نورو پوهنتونونو د ورته څانګو سره به سالم رقابت وکولای  شي.
  6. د هېواد په کچه به د دولتي او شخصي سکتور د ضرورت سره سم د ملي کادرونو د تربيه کولو توانمندي ولري.
  7. څانګه به د هېواد د بېکاري په کمولو کې د مبارزې توانمندى ترلاسه کړي.
  8. په خلکو کې به  د ټکنالوژی سره د موازي تګ پوهه ورکړل شي.

چې په دې توګه به د لوړو مسلکي زده کړو لرونکې او خپل هېواد ته متعهد کادرونه چې هغوی به په نوبت سره د سیمې او هېواد په پرمختګ او  په مسلکي پياوړتيا کې ډېر ښه او مثبت رول ولوبوي.

 

 

  1. پنځمه برخه: بودیجه

لاندې جدولونه د چارو د  اهميت او لومړیتوبونو په نظر کې نيولو سره د هغوی مالي لګښت له مخې ترتيب شوی دی.

  1. د پرمختلليو پوهنتونونو سره د دوه اړخيزو همکاريو ( پارټنر شيپ ) مالي لگښت

گڼه

د فعاليت نوم

په تفصيل سره

 کتګوري

تقريبي لگښت (US$)

وخت

تمويلونکي

کتنې

پيل

پای

١

د هېواد په دننه کې د پوهنتونونو او لابرتوارو مرکزونو سره

سکالر شيپونه

د څانګې په کچه

0 0003

2019

2023

نړيوال مرستندویه موسسات او د لوړو زده کړو وزارت

 

فيلو شيپونه

سیمینارونه

ورکشاپونه

د معلوماتو تبادله

ګډې څېړنې

د کرېکولم تجدید او پراختيا

٢

د نړۍ د پرمختلليو پوهنتونونو سره

سکالر شيپونه

د څانګې په کچه

0 0004

2019

2023

نړيوال مرستندویه موسسات او نړيوال پوهنتونونه

 

فيلو شيپونه

سیمینارونه

ورکشاپونه

د معلوماتو تبادله

ګډې څېړنې

د کرېکولم تجدید او پراختيا

 

د دې برخې ټول مالي لګښت (US$)

0 0007

 

 

 

 

 

 

 

 

 

  1. د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې مالي لگښت: ( د څانګې د استادانو د علمي سویې او کاري مهارتونو لوړول)

گڼه

ځانگړتياوي

کټه گوري

د استادانو شمېر

د يوه نفر لگښت

(US$)

ټول لگښت (US$)

وخت يې

تمويلونکې

کتنې

شروع

ختم

١

د څانګې د استادانو د تحصيلي او کاري سویې لوړول

د لېسانس د دورې څخه د ماسټری تر دورې پورې د تحصيلاتو تکمېلول

8

 10000

80000

2019

2023

 غير دولتي موسسات، دولت او دوست هېوادونه

 

٢

د ماسټری د دورې څخه  د دوکتورا تر دورې پورې د تحصيلاتو تکمېلول

5

15000

75000

2019

2023

//

 

٣

د نويو انکشافاتو د آشنايي په موخه د لنډي مودې لپاره د استادانو بهر ته لېږل

6

3 500

21000

2019

2023

//

 

 

د دې برخې ټول مالي لګښت (US$)

 176000

 

 

  1. د څانګې د منسوبینو د کاري مهارتونو د لوړولو مالي لګښت

گڼه

ځانگړتياوې

کته گوري

د نفرو شمېر

د هرې کتګوري د يوه نفر لگښت

(US$)

د ټولو لگښت (US$)

وخت يې

تمويلونکې

کتنې

پيل

پای

١

د څانګې د منسوبینو د کاري مهارتونو د زده کړي او کاري وړتياو  لوړول

د انګلیسي ژبې د زده کړې او تقويې پروګرام

4

500

2 000

2019

2023

د لوړو زده کړو وزارت او نړيوال مرستندویه موسسات

 

٢

د ادارې، منجمنټ د زده کړي پروګرام

4

500

2 000

2019

2023

 

 

د دې برخې ټول مالي لګښت (US$)

4000

 

 

 

 

 

 

  1. ټول ستراتيژيک پلان د تطبيق د مالي لگښت جدول:

گڼه

مشخصات

لگښتونه په امريکايي ډالر

کتنې

الف

د پرمختللو پوهنتونونو سره د پارټنرشېپ ټول لګښت

70 000

 

ب

د څانګې د منسوبینو د علمي اوکاري سویې د لوړولو ټول لګښت

176000

 

ج

د څانګې د منسوبینو د انګليسي ژبې، اداري او منجمنت ظرفيت د لوړولو ټول لګښت

4 000

 

د

د کتابونو، لابرتوار سامان الاتو، وسایلو او موادو ټول لګښت

7500

 

 

د ستراتيژيک پلان د تطبيق ټول لگښت

257 500

 

                                                                                                                                                                                

  1. د ټولو لګښتونو ګراف:

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د ستراتیژیک پلان د کمیټي غړي

  1. پوهینیار زاهد الرحمن زاهد
  2. پوهنمل ذکي زرمتی  
  3. پوهنمل سيد لمسون سيدي
  4. پو هنيار محمدي خان محمدي
  5. پوهنيار نورالحق احمدي
  6. پوهنيار حميد ګل احمدزی

پورته پلان د ریاضی څانګی په (  ۲۴ ) پروتوکول او۱۳۹۷/۱۱/۱۷کی ثبت شوی او صحت لری.

پوهنيار زاهدالرحمن زاهد

د رياضي څانګی امر

 

 

پورته پلان د ښوونی او روزنی پوهنځی په (        )  شمیره پروتوکول      /      /  ۱۳۹۸ کی ثبت دی

 

پوهندوی ضياءالله احمدزی

د ښوونې او روزنې  پوهنځي رئیس

 

د پوهنځی د علمی شورا غړی

  • پوهندوی ضياءالله احمدزی
  • پوهنمل عبدالظاهر محسن
  • پوهنمل سيد صدرالدين هاشمي
  • پوهنمل کمال الدين کمال
  • پوهنمل امام الدين ابراهيمي
  • پوهنيار زاهدالرحمن زاهد
  • پوهنيار سيف الرحمن روهي
  • پوهنيار ګلاب جان سجاد
  • پوهنيار اجمل هاشمي
  • پوهنيار حبيب الرحمن حبيبي
  • پوهنيار محمد زمان سمون
  • پوهيالی نصرت الله نصرت