پښتو څانګه

د پښتو څانګې تاریخچه

د پښتو ژبې او ادب څانګې د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې له ۱۳۸۳ل کال څخه د پوهنتون له تأسیس سره سم په عمومي ډول پر فعالیت پيل وکړ. په ۱۳۸۶ل کال یاد پوهنځی په دریو څانګو: طبیعي علوم، ټولنیز علوم او ادبیات ووېشل شو، نو پښتو څانګې هم د دري ادبیاتو ترڅنګ خپل فعالیت ته دوام ورکړ او له یاد کال څخه راپدې خوا د خپلواکې څانګې په توګه د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې محصلان روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي، چې د لومړي ځل لپاره يې په ۱۳۸۸ل کال کې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.

  د څانګې لومړی مشر پوهندوی یار محمد پکتین، په ترتیب سره پوهندوی محمد داوود منګل، پوهنمل نورا جان عاطف، پوهندوی سلطان محمد حنفي، پوهنمل محمد نعیم وصال، بیا پوهندوی محمد داود منګل بیا دویم ځل پوهنمل محمد نعیم وصال او اوسنی مشر یې پوهندوی کمال الدین کمال دی.

یاده څانگه ‎شپږ (۶) تنه استادان لري، چې د دوی له ډلې یو یې دوکتور، پنځه تنه ماسټران او یو تن یې د دوکتورا پر لوړو زده کړو بوخت دی. د علمي رتبو پر بنسټ درې تنه پوهندوی او درې تنه پوهنمل دي.

پښتو څانګې له ۱۳۸۸ل کال څخه تر ۱۴۰۳ل کال پورې تقریباً (۶۰۹) تنه فارغان د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کړي دي. په یاده څانګه کې د فري سرویس محصلانو تر څنګ داخل خدمت برخه کې هم محصلان پر لوړو زده کړو بوخت دي. په پښتو څانګه کې اوسمهال د فري سرویس او داخل خدمت برخو کې (۱۱۷) تنه محصلان پر لوړو زده کړو بوخت دي. 

د پښتو څانګې اختصاصي مضامین عبارت دي له: فونولوجي، مورفولوجي، نحوه، د ژبپوهنې بنسټونه، ادب تاریخ، منثور متون، منظوم متون، د ادبپوهنې بنسټونه، ادبي تیوري، ادبي کره کتنه، د نړۍ ادبیات، شعر پېژندنه، خوشحال پېژندنه، حماسي ادبیات، د ژباړې فن او داسې نور مضمونونه، چې په اتو (۸) بېلا بېلو سمسټرونو کې تدریسېږي.

 

لرلید

پښتو څانګه به په اسلامي او ملي روحیه ټولنې ته د نوښتګر ښوونیز- څېړنیز ځواک په روزلو سره خپله ټاکلې موخه، چې د پښتو ژبې او ادب د ښوونې، پرمختګ او علمي بډاينې د يو مخکښ ښوونیز او څېړنیز مرکز په توګه راڅرګندېدل دي، ترلاسه کړي.

ماموریت

پښتو څانګه د باکیفیته ښوونیز نصاب او نویو ښوونيزو - څېړنیزو تګلارو په پلي کولو سره محصلانو ته د پښتو ژبې او ادبیاتو د ژورې او پراخې علمي او څېړنیزې زده کړې عملي فرصتونه برابروي.  

 

پورته د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې لرلید او ماموریت د نوموړې څانګې په (۱۴) ګڼه پروټوکول او (۱۵/۱۱/۱۴۰۲) نیټې غونډه کې تائید او ثبت شول.

درنښت

پوهندوی کمال الدین کمال

د پښتو ژبې او ادب څانګې آمر

 

پورته د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې لرلید او ماموریت د نوموړي پوهنځي په (     ) ګڼه پروټوکول او (                                               ) نیټې علمي شورا کې تائید او ثبت شول.

درنښت

پوهنمل زاهد الرحمن زاهد

د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس 

 

 

د پښتو څانګې موخې (Objectives of Pashto Department)

  1. د پر پايله ولاړو ښوونيزو تګلارو په پلي کولو سره د ښوونې او زده کړه ييزو لاسته راوړنو کيفيت لوړول
  2. تر ممکنه بريده عملي زده کړو ته زمينه برابرول
  3. د محصلينو انفرادي زده کړه ييزو اړتياوو ته په پام سره هغوی ته د انفرادي ښوونې امکانات برابرول
  4. له پوهنتون څخه بهر ټولنې سره د پايله ورکوونکو اکاډميکو همکاريو رامنځ ته کول
  5. د ژبې د بنسټیزو مهارتونو (وینا، لیکل، لوستل او اورېدل) اړوند پراخې او ژورې مسلکي پوهې/ وړتیاوو لاس ته راوړل 
  6. د ټکنالوژۍ او عصري ښوونيزو تګلارو څخه په استفادې سره د بريالۍ مفاهمې، انتقادي تفکر، ارايې او مناقشې پر مهارتونو د محصلانو سمبالول
  7. په پښتو ژبې او ادب، په ځانګړې توګه، د پښتو ګړدود پوهنې، ګرامر، لغت پوهنې او فولکلور په برخو کې، چې د ژبې د پرمختګ بنسټونه دي، د با ارزښته څېړنو ترسره کول.

د پښتو څانګې ارزښتونه (Values of Pashto Department)

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی
  • خپل ځاني او ټولنیز مسؤولیتونه پېژندل
  • له هر ډول تعصب او تبعیض څخه ډډه کول
  • د نوي نسل د ښې او سالمې روزنې احساس درلودل
  • په بشپړه ایماندارۍ او صداقت سره د ټولنې لپاره خدمت کول
  • د یووالي (اتحاد) احساس درلودل.

 

پښتو څانګی ستراتیژیک پلان او کتلاک په لاندی لینک کی موجود دي.

https://shorturl.at/adu6K