ریاضی څانګه
تاریخچه
د ریاضي څانګې پیژندنه
د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې له ۱۳۸۲ کال څخه د مخه رياضي فزيک څانګې خپل اړوند علمې او اکاډميکې کړنې د طبیعی علومو په چوکاټ کې تر سره کولې، په ۱۳۸۸ کال کې طبیعی علوم په څانګو وویشل شوې، چې له دې ویش سره د ریاضي او فزیک څانګه جوړه شوه. په ۱۳۹۱کال کې رياضي - فزيک څانګه په دوو بيلو څانګو ( رياضي څانګه او فزيک څانګه) وويشل شوې، چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ کال کې د ۷۲ تنو جديد الشمول محصلانو د ریاضي په څانګه کې جذب او نوم ليکنه کړې وه. د رياضي څانګه اوس مهال د مخکې له خدمت او داخل خدمت برخو کې محصلانو ته د لوړو زده کړو په خدمت بوخته ده. اوس مهال د رياضي څانګه کې (۶۹) تنه محصلان په لوړو زده کړو بوخت دي، چې ټول یې نارینه محصلان دي.
د رياضي څانګه اوه تنه استادان لري، چې پینځه ماسټر او دوه لیسانس دي، د پنځو تنو څخه یو تن د دوکتورا په لوړو زده کړو بوخت دی. د علمی رتبو په اساس یو پوهنوال، یو پوهندوی، درې پوهنمل، یو پوهنیار او یو نوماند پوهنیار دي.
د ریاضي څانګې تخصصي مضامین په ټوليز ډول عبارت دی له: د ریاضی اناليزونه، الجبرونه، هندسې، ويکټور اناليز، احصائیه، د احتمالاتو تيوري، محاسبوي رياضي، د رياضي مسايلو حل او داسی نور مضامین چی په مختلفو سمسترونو کې تدریس کیږی.
لرلید ( Vision)
د رياضي څانګه به د ټولنې اوسنيو اړتياوو ته په کتو په تخصصي پوهې، تطبيقي مهارتونو، اړينو څيړنيزو او ټيکنالوژيکي وړتياوو سمبال ژمن کادرونه روزي، چې په نيږدې راتلونکي کې د هيواد په کچه د تخصصي پوهې، مسلکي او تطبيقي مهارتونو، رياضيکي نوښتونو او اسلامي روحيې په لېږد کې غوره او مخکښه څانګه وي.
رسالت يا ماموريت ( Mission)
د رياضي څانګه هڅه کوي د معياري نصاب، محصل محوره/ پر پايلو ولاړو زده کړه ييزو ميتودونو، ټيکنالوژيکي اسانتياوو او څېړنيزو پروګرامونو په مرسته د رياضي په برخه کې ټولنې ته په اسلامي روحيه سمبال ژمن او نوښتګر مسلکي او تخصصي کادرونه وروزي .
ارزښتونه
- اسلامی او ملی ا رزښتونو ته درناوی.
- خپل ځاني او ټولنیز مسولیتونه پېژندل.
- د هر ډول تعصب او تبعیض څخه ډډه کول.
- دنوي نسل د ښې او سالمې روزنې احساس درلودل.
- په بشپړه ایماندارۍ او صداقت د ټولنی له پاره خدمت کول.
- اتحاد او یو والي درلودل.
د رياضي څانګې اساسي موخې (Objectives)
- د ریاضی په برخه کې دعلمی او مسلکي ښوونکو وړاندې کول.
- په عملي ساحو کې د ریاضيکي مسائيلو تطبیقول او عامول .
- موجوده او نوی نسل ته د اسلامي ارزښتونو ته د درناوي او په هغوی د عمل احساس ورکول.
- موجوده او نوی نسل ته یووالي او وطن دوستۍ احساس ورکول.
د ریاضي څانګه ستراتيژيک پلان لاندی لینک کی کتلای شی
له ۱۳۹۵-۱۴۰۳ کال پورې رياضي څانګې ته د شامل شوي او فارغ شويو محصلانو احصائيه |
||||||
کال |
شامل شوي محصلان |
فارغ شوي محصلان |
||||
نارينه |
ښځينه |
ټولګی |
نارينه |
ښځينه |
ټولګی |
|
۱۳۹۵ |
62 |
0 |
لومړی |
82 |
0 |
څلورم |
۱۳۹۶ |
60 |
1 |
لومړی |
50 |
0 |
څلورم |
۱۳۹۷ |
70 |
0 |
لومړی |
28 |
2 |
څلورم |
۱۳۹۸ |
21 |
0 |
لومړی |
47 |
0 |
څلورم |
۱۳۹۹ |
16 |
0 |
لومړی |
0 |
0 |
|
۱۴۰۰ |
16 |
0 |
لومړی |
48 |
5 |
څلورم |
۱۴۰۱ |
31 |
5 |
لومړی |
38 |
2 |
څلورم |
۱۴۰۲ |
23 |
0 |
لومړی |
23 |
0 |
څلورم |
۱۴۰۳ |
25 |
0 |
لومړی |
16 |
0 |
څلورم |
عمومي ټولګه |
324 |
6 |
|
332 |
9 |
|