دحقوقو پوهنځي لرلید

د پوهنځي لرلید (Vision):

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي خپله راتلونکې داسې اټکلوي چې په پوهنیز ډول د سیمې او نړۍ په کچه یو د باور وړ پوهنځي په توګه ووسي؛ د تبعیض پرته د (نژاد، ژبې، مذهب، ملیت، توکم، جنس، سیمې) او په نړیواله کچه (علمي، حقوقي، عدلي، قضايي، سیاسي، او ډېپلوماتیک) کادرونه هېواد، سیمې او نړۍ ته په اړونده برخو کې د چوپړ په موخه چمتو کړي.

د پوهنځي ماموریت (Mission):

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د خپل پوهنیز ماموریت په ترڅ کې دې ته په کلکه ژمن دی چې خپل ځورېدلي ملت او هېواد ته د چوپړ په کولو سره مسلکي او د اوس مهال ځوان (حقوقي، عدلي، قضایي، سیاسي، او ډېپلوماتیکې) کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.