د ۱۴۰۱ کال، ثور ۴ مه، پکتیا پوهنتون د کادري امتحان خبرتيا!

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۱۳:۵۷
a

د ۱۴۰۱ کال، ثور ۴ مه، پکتیا پوهنتون د کادري امتحان خبرتيا! د جنوب ختـیځ زون پکـتیا پوهنتون, لوګر او پکتـــیکا د لـــوړو زده کړو موسســـو د خـــالي علمي کادري بستونو لپاره مسلکـــــــي/تخصصي ازموینه د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم سبا دوشنبه د ثور میاشتې په ۵ مه نېټه سهار په ۸ بجو په پکتیا پوهنتون کې اخیستل کیږي او د خوست د شيخ زايد پوهنتون اړوندو بستونو ازموينه به په پکتيا پوهنتون کې د علمي او اداري چارو د ازدحام د کموالي په پار خپله په شيخ زايد پوهنتون کې اخيستل کيږي چې دقيقه نېټه به يې د ياد پوهنتون لخوا ډېر ژر اعلان شي, یادونه: د ازمـــــــوینې له ګډونوالو څخه هیله کیږي، چې د الکترونیکي او مخابراتي وسایلو له راوړلو څخه ډډه وکړي. د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

BACK TO NEWS