هارټيکلچرډيپارټمنټ
د هارټیکلچر څانګې تاریخچه؛
هارټيکلچر د مېوو، سبو، زينتي بوټو او په مصنوعي توګه د ځايونو د ښکلا د علم او هنر سره تړاو لري. هارټيکلچر د يادو بوټو د تکثير څخه رانيولې، د بڼونو او پارکونو تر جوړونې، د کرنيزو چارو او خوراکي محصولاتو د زيرمه کولو، پروسیس او بازارموندنې سره سروکار لري. هارټيکلچر نه يوازې دا چې د بشر د خوراکي رژيم په توازن او انډول کې ځانګړی رول لري بلکې د چاپېريال ښکلا او کاري فرصتونه هم برابروي. له ښه مرغه د افغانستان جغرافيايي موقعيت او اقليم د مېوې د صنعت لپاره په زړه پورې چاپيريال رامنځته کوي او له بلې خوا په هيواد کې لا تر اوسه پورې ميوې په طبيعي توګه او په دوديز ډول روزل کيږي او د هيواد زياتره وګړې په مستقيم او غيرمستقيم ډول خپل عوايد او ورځني لګښتونه د هارټیکلچري بوټو له روزنې څخه پوره کوي. لا تر اوسه پورې په افغانستان کې د مېوو په صنعت کې تازه منځته راغلې ټکنالوژي په اغیزمن او ګټور ډول په کار نه ده اچول شوې چې له همدې امله د هېواد د زياتره بڼوالانو حاصلات د ځمکې په واحد کې خورا ټيټ دي او له بلې خوا د هېواد نفوس ورځ تر بلې زياتيږي په داسې حال کې چې کرنيزې ځمکې زياتره د کورونو او استوګنځایونو لپاره ګوښي کيږي چې همدا مسئله په راتلونکو کلونو کې ګڼې ستونزې رامنځته کوي.
همدا ډول په هېواد کې زياتره مېوې د بازار له غوښتنې پرته روزل کيږي چې تل د بازار موندنې ستونزې ورسره مل وي. همدارنګه په نړيوالو مارکېټونو کې د سيالۍ وړتيا نه لري. همدې مسئلو ته په پام سره د پکتيا په پوهنتون کې د هارټيکلچر څانګه د يادو ستونزو د حل په منظور په ۱۳۸۷ کال کې د پوهنتون د رياست د وړانديز او د لوړو زده کړو وزارت د منظوري پر اساس په ياد پوهنتون کې ايجاد شوه.
په ياده څانګه کې د مېوو، سبو او ګلانو په روزنه باندې سمبال اکاډميک غړي فعاليت کوي چې زياتره فعاليتونه يې په تدريس او تحقيق باندې راڅرخي. ياده څانګه د خپلو کارونو د انسجام او همغږۍ په موخه تل د منظمو او سستماتيکو پلانونو له مخې خپل فعاليتونه پرمخ وړي.
د هارټیکلچر څانګی لرلید او نوي کریکولم ۱۴۰۲
هارټيکلچرډيپارټمنټ
د هارټیکلچر څانګه
فعالیتونه، لیدلوری، ، مرامونه او موخی
الف : فعالیتونه
د هارټیکلچر څانګه دری عمدی کړنی/فعالیتونه لري لکه څیړنی، تحصیل او ترویج یا خدمات.
۱.څیړنی :
د هارټیکلچر څانګی څیړنیز فعالیتونه د نوښتونو رامینڅ ته کول او د څیړنیزو پایلو تکثیرول دي چه له دی لاری د باغداري اړوند صنعت سره په بیلابیلو برخو د ستونزو د حل په برخه کی مرسته کوي. ددی فعالیتونو د ډلی څخه د بوټو په هکله د نویو معلوماتو لاس ته راوړل، د انسانانو د صحت او د چاپیریال د ساتنی په هکله د نباتاتو او د نباتاتو د اړوند تولیداتو د استعمال په لارو چارو پوهیدل، د هارټیکلچري بوټو د خاصیتونو، دکیفیت غوره توب او په آساني سره د هارټیکلچري محصولاتو ته لاسرسی پیدا کول او په نړیواله کچه د هارټیکلچر د صنعت پیاوړتیا یادولی شو.
اوس مهال د هارټیکلچر څانګی علمي کادرونه په دی لټه کی دي چه د بیلا بیلو ملي، بین المللي او خصوصي اداراتو څخه د څیړنیزو پروژو د ترسره کولو لپاره پیسی لاس ته راوړي. ددی څیړنو پایلی به د څیړنپوهانو، د باغداري اړوند ادارو او عامو خلکو سره د بیلا بیلو چاپوونکي رسنیو له لاری شریکی شي.
۲.تدریس / تحصیل
د هارټیکلچر د څانګی تحصیلي فعالیت له لاری د پوهنتون زده کړیانو د هارټیکلچر په برخه کی روزل کیږي. د لسانس په دوره کی محصلانو ته د کرنیزی تکنالوژی تصدیق پاڼه یا د هارټیکلچر/ ساینس په برخه کی د لسانس په کچه سند ورکول کیږي. د څانګی د کوریکولم مطابق آساسي او تطبیقي کورسونه محصیلین د هارټیکلچر په برخه کی د لسانس او تر لسانس وروسته د نورو زده کړو لپاره په بنیادي توګه روزي. ددی دوری درسي نصاب وخت په وخت د نویو مفهومونو، لارو چارو او تکنالوژیو په نظر کی نیولو سره تجدیدیږي.
۳. ترویج / خدمات
د هارټیکلچر د څانګی د ترویج ماموریت څخه هدف دا ده چی د هیواد وګړو ته د څیړنو په بنیاد موجوده معلومات وړاندی او شریک کړي. موجوده منابع او امکاناتو ته په کتو سره د هارټیکلچر څانګه دا پلان لري چه خدماتو د عرضه کولو برنامه رامینځ ته او ددی صنعت د متخصصینو او د باغدارانو له ټولنو سره مرسته وکړي. نوموړی برنامه به د څانګی علمي کادرونه د تخصصي فعالیتونو لکه په بیلا بیلو بین المللی، ملي او د ولایت په کچه په ټولنو کی د ګډون، په تخصصي ژورنالونو کی د اصلاح کوونکو په توګه ، د دولتي او غیر دولتي ادارو سره د کار کولو په توګه، د سوداګرو سره د مشاورینو په توګه او په کوچني یا مینځني کچه د سوداګرو سره د مرستی له لاری تطیبق کړي.
ب : لید لوری
- د سیمی او هیواد په کچه د باغداري په ساحه کی د متخصصو او فني کادرونو روزنه د هیواد په کچه د خوراکي رژیم اصلاح او ځان بساینه،
- د پرمختللی تکنالوژي په وسیله د هارټیکلچر سکتور ته وده ورکول او په یوه متحرک او سودمند سکتور یی بدلول
- د باغدارانو د اقتصادي وضعیت ښه کول او د هغوي د ژوند د سطحی لوړول
- د باغداري په ساحه کی په هر اړخیزه توګه د معلوماتي تکنالوژي څخه ګټه اخیستلو ته زمینه برابرول
ج: مرامونه
- د لږی ساحی څخه اعظمي ګټه اخیستنه
- د ساحی په واحد کی د حاصلاتو زیاتوالی
- د چاپیریال ساتنه او ښکلا ( تزیین)
- د هیواد د وګړو د غذایی رژیم اصلاح او د هیواد د اقتصاد په سکتور کی د هارتيکلچري محصولاتو د ونډی زیاتوالی
د: موخی
- د علمي او کادري پرسونل روزل
- د څیړنو له لاری د باغدارې اړوند ستونزو هوارول
- له عنعنوي حالت څخه عصري حالت د هارټیکلچري نباتاتو د روزنی بدلول
- د هارټیکلچري فنونو ( شاخبري، پیوند، ړنګي کونی یا یکه کاري، د هارمونونو استعمال) د خدمتونو وړاندی کول
- د باغداري په ساحه کی د کرنیزو چارو ( اوبوونه، د سرو استعمال) سمون، نوښتونه او اصلاحات رامینځته کول
- په څو کلنو بوټو کی د متراکمی روزنی سیستمونو رامینځته کول
- د لوړ کیفیت لرونکو نباتي موادو تولید او په وخت سره د باغدارانو په واک کی ورکول
- د علمي مرکزونو د پرسونل، د باغدارانو او د باغداري اړوند چارواکو د ظرفیت لوړول