پکتیا پوهنتون رهبري د پوهنځیو له رئیسانو او څانګو آمرینو سره د یو لړ موضوعاتو پر سر د ښې همغږي رامنځته کولو په موخه ګډه ناسته وکړه
پکتیا پوهنتون رهبري د پوهنځیو له رئیسانو او څانګو آمرینو سره د یو لړ موضوعاتو پر سر د ښې همغږي رامنځته کولو په موخه ګډه ناسته وکړه
چهارشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۲۳) مې نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون رهبري د پوهنځیو له رئیسانو او څانګو آمرینو سره د یو لړ موضوعاتو پر سر د ښې همغږي رامنځته کولو په موخه ګډه ناسته وکړه.
د پوهنځیو له رئیسانو او څانګو آمرینو سره د یو لړ موضوعاتو پر سر د ښې همغږي رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ګډه ناسته کې چې د پوهنتون عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني، د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځيو رئیسانو او څانګو آمرینو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
جوړې شوې ناستې ته د پکتیا پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني د خبرو او وینا پر مهال برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ له ټولو ګډونوالو څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې د نورو رسمي چارو او مصروفیتونو سره سره بیا هم له دوی سره د جوړې شوې ناستې برخوال دي.
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې برخوالو ته په ټولنه او جامعه کې د ښوونکي د مقدسې دندې پر مسؤلیت، په ټولنه کې د ښوونکي پر رول، اهمیت او ارزښت باندې هم مالومات ورکړل او هغه یې وهڅول څو خپلې مقدسې دندې ته د زړه له تله څخه کار وکړي، څو دنیاوي او اخروي ټولې نېکمرغۍ یې پر برخه شي.
پوهنتون رئیس همدارنګه د محصلانو د عملي زده کړو په برخه کې د لابراتوارونو پر ساتنې او پاملرنې او همدارنګه ورڅخه د ښې او لازمې استفادي په اړه هم خبرې وکړې او د څانګو له امرینو څخه یې غوښتنه وکړه، څو د لابراتوارونو له مسؤلینو سره په ګډه دغې چارې ته پوره متوجې واوسیږي.
جوړې شوې ګډې ناستې ته د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم او محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک هم د یو لړ موضوعاتو پر سر خبرې او ویناوې وکړې.
وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم د محصلانو د حاضریانو پر کنترول، د تحصیلي مرکز اصولو ته د ښې ژمنیا په موخه له محصلانو څخه د ژمنلیکونو پر اخیستلو، د محصلانو په تحصیلي اسنادو، د محصلینو د عملي زده کړو او علمي سفرونو پر تګلاره او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.
