۱۴۴۵/۶/۲۰ پکتيا پوهنتون

pu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۲:۳۹
a

۱۴۴۵/۶/۲۰ پکتيا پوهنتون

د لوړو زده کړو وزارت یوه درې کسیز هیئت د مفتي محمد سعید مدني په مشرۍ د مسلکي پراختیا مرکز څخه د څارنې په موخه  پکتیا پوهنتون ته سفر کړی.

 د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم راغلي هیئت ته د ښه راغلاست او هر کلي ویلو ترڅنګ له هغوئ څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې پکتیا پوهنتون ته یې د مسلکي پراختیا مرکز د ارزونې او څارنې په موخه سفر کړی.

د یادونې وړ دی، چې د لوړو زده کړو وزارت څخه د مسلکي پراختیا مرکز د ارزونې په موخه راغلی هئیت به ددې مرکز کړنې او فعالیتونه وګوري او د فعالیتونو د لا پراختیا په موخه به د مسؤلینو نظرونه هم له ځان سره واخلي.

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

BACK TO NEWS