پکتیا پوهنتون ته ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت لوړ پوړی پلاوی راغلی وو

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱ - ۹:۵۵

پکتیا پوهنتون ته ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت لوړ پوړی پلاوی راغلی وو!

د پلاوي مشري درانه اداري معین مولوي اسدالله فرید کوله، هغه غونډه چې د پکتیا پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د قرآنکریم په سپېڅلو آیتونو پیل شوه، د ښه راغلاست وینا د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ښاغلي قاضي عبدالواحد همت وکړه. ورپسې د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د پوهنتون لاسته را‌ؤړنې شریکې کړې او په پوهنتون کې د شته ستونزو د هوارۍ غوښتنه وکړه. همدارنګه ښاغلي جلالزي د پوهنتون د دوه پوهنځیو د تعمیرونو، سون توکو او ځینې نورې غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې، ورپسی د پکتیا پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي عبدالله احمدي خپله وینا وکړه. د استادانو په استازولۍ ښاغلي محمد شریف فرقاني وینا وکړه او د استادانو ستونزې او غوښتنې یې له درانه معین صیب سره شریکې کړې، ورپسې د پکتیا ولایت د ارشاد او دعوت درانه رئیس مولوي بدرالدین خپله ارزښتناکه وینا وکړه او د پوهنتون ادارې ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

د غونډې په ورستیو کې د لوړو زده کړو وزارت درانه معین صیب مولوي اسدالله فرید خپله عالمانه، هر اړخیزه وینا وکړه او د لوړو زده کړو وزارت په استازولي یې د پکتیا پوهنتون رهبري، استادانو او کارمندانو ته ډاډ ورکړ چې موږ به د پکتیا پوهنتون ټولو ستونزو ته رسیده ګې کوو او دا پوهنتون به د تېر په څېر د پرمختګونو شاهد وي. عالیقدر معین صیب زیاته کړه دا پوهنتون چې تل یې د ولسونو چوپړ او خدمت کړی او له ښه نومه برخمن ده موږ به په ټول توان د دې پوهنتون د لا ښه ځلیدا لپاره کار وکړو او خپل راتلونکي نسل ته په اسلامي او ملي روحیه کادرونه وروزو.

غونډې د پای وینا او دعایې لپاره په پکتیا ولایت کې د پوهنې ریاست درانه رئیس مولوي نیک محمد ته بلنه ورکړل شوه او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

درنښت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

پکتیا پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار پیل شو.

پکتیا پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار پیل شو.

یکشنبه د ۱۴۴۶کال، شعبان میاشتې په ۱۷مه، د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې استادانو او اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د علمي څېړنو معاونیت اړوند د اداري کارمندانو ترمنځ د لا همغږي ګډه ناسته دائره شوه

د علمي څېړنو معاونیت اړوند  د اداري کارمندانو ترمنځ د لا همغږي  ګډه ناسته دائره شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ کال، شعبان په ۵مه، د علمي څېړنو معاونیت اړوند  د اداري کارمندانو ترمنځ د لا همغږي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

پکتیا پوهنتون کې ددې پوهنتون، وردګ او پکتیکا لوړو زده کړو موسسو (۱۲) خالي کادري بستونو ته له (۸۱) تنه نوماندانو څخه د لوړو زده کړو وزارت هیئت په شتون کې تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

پکتیا پوهنتون کې ددې پوهنتون، وردګ او  پکتیکا لوړو زده کړو موسسو (۱۲) خالي کادري بستونو ته له (۸۱) تنه نوماندانو څخه  د لوړو زده کړو وزارت هیئت په شتون کې تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

سه. . .

BACK TO NEWS