لید لوری، رسالت ، ارزشونه، موخې او د دیپارتمنت ستراتیژي
لید لوری، رسالت ، ارزشونه، موخې او د دیپارتمنت ستراتیژي
بیولوژی څانګه به د علمي، اکادمیکو زده کړو او معیاری څیړنو لپاره د هیواد په کچه یو منل شوی او باوري بنسټ و اوسي.
ټولنې ته د وخت د غوښتنو مطابق په اسلامي او هیوادنۍ روحیه سمبال علمي، مسلکي او ژمن کادرونه وړاندې کول .
د اسلامي او اخلاقي اصولو ساتنه.
باکیفیه او معیاري زده کړې.
غوره او سالم مدیریت .
د مسؤلیت منلو او حساب ورکولو د روحي پیاوړتیا.
خلاقیت او د فکر را منځ ته کیدنه.
په درسي او تحقیقي فعالیتونو کې ابتکار او نوښت.
د ادارې اړوند استادانو، محصلانو، اداري او خدماتي کسانو اومراجعینو سره متقابل احترام لرل
د څېړنې ، تأ لیف او ژباړې د دود بډاینه.
۱-۴-۲ درسي موخې
۱. د لاندې کړنلارو په مرسته به محصلان د تجاربو په ترسره کولو اود کارموندنې په مهارتونو سمبال شي:
الف) د ټولنې د اړتیاو مطابق د درسي نصاب ترتیب او تطبیق؛
ب) دټولنې د اړتیا او بازار د کارد تقاضا اړوند محصلانو ته د لکچر نوټونو او کتابونو اماده کول؛
ج) د محصلانو د لا ښوونې په موخه د لومړي تحصیلي کال څخه د استاد رهنما ګمارل؛
د) د محصلانو د عملي زده کړې په موخه د لابراتوار او کتاب خانی تجهیزول؛
۲. په کیفیت کې بهتروالی د لاندې لارو څخه
الف) د (۵) تنو استادانو د تحصیلی درجی لوړول د دکتورا تر کچی؛
ب) له عصري او مدرنې میتودولوژي سره د کادري غړو بلدتیا؛
ج) په ورکشاپونو، سمینارونو او لنډ مهاله کورسونو کې د نویو معلوماتو د حاصلولواو مسلکی مهارتونو د کسب په موخه د کادري غړو ګډون؛
د) د پنځو کلونو په جریان کې فیلو شیپونو ته د (۶) تنو استادانو لیږد؛
ه) د پنځو کلونو په بهیر کې د (۴) تنو نویو کادري غړون جذب ؛
۳. په درسي زده کړه ایزو پروګرامونو کې د نوې او وړیا تکنالوژي دکارونې زمینه سازي؛
۴. د مجهز نوري او فزیکي کتابتون، لابراتوار او مرتبطو تسهیلاتو په خاطر د دیپارتمنت له خوا د زیر بناو د جوړښت په موخه وړاندیز کول؛
۵. د تدریس معاصرو میتودونو لکه د OBE او SCL تطبیق، پیګری او تقویت ته پاملرنه ؛
بیولوژی دیپارتمنت په پام کې لري چې د زده کړو بڼه هدف محوره او محصل محوره شي. د یادو تګلارو څخه په تمام توان حمایت کوي ، د بیولوژی څانګی ټول کادرونه تعهد لري خپلو دندو کې صداقت ، هر اړخیز ملا تړ، دوام ،څاراو مربوطه مراجعو ته ګذارش تهیه او له اغیزمنتیا څخه اړوند مراجعو ته ډا ډ ورکړي، تر څنګ یې هڅه کوي دتدریس د نويو روشونه عملي کولو فرهنګ غني کړي.
د بیولوژی څانګی ستراتیژیک پلان ، بروشر او کتلاک