ستراتیژیک پلان
د پکتیا پوهنتون د رییس پیغام
پکتیا پوهنتون چې د هېواد په کچه یو ځوان پوهنتون او کوچنی افغانستان دی، د رامنځته کېدو څخه را په دېخوا یې څوارلس کاله تېرېږي، په کیفي او کمي لحاظ کال په کال وده کوي او له نیکمرغه دغه پوهنتون په ډېر لږ وخت کې د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر د تضمین کیفیت په برخه کې بې سارې لاس ته راوړنې لري. نو د دې لپاره چې د دغه ستر علمی مرکز د لاښه والي، پایښت او ټاکلو اهدافو ته د رسېدو لپاره ټولې بشري او مالي سرچینې په اغېزمنه او ګټوره توګه په یوه سیستماتیک چوکاټ کې وکارول شي، اوږدمهالو برنامو او پلانونو ته اړتیا ده.
د همدې اړتیا پوره کولو په موخه د پوهنتون رهبري وپتېیله، چې د لوړو زده کړو وزارت د غوښتنې او هدایت سره سم د پوهنتون د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مسوده جوړه کړي، ترڅو د لوړو زده کړو وزارت هم د دې پوهنتون اړتیاوې له ځان سره واخلي او په راتلونکو پلانونو کې ورته پاملرنه وکړي.
د دې ستراتیژیک پلان جوړولو لپاره د پوهنتون په داخل کې یوه کمېټه جوړه شوه، چې د پرله پسې هر اړخیزو هلوځلو او نوبتي ناستو وروسته یې په بریالیتوب سره د دې پینځه کلن ستراتیژیک پلان طرحه ترتیب او جوړه کړه. دې کمېټې د هیواد اوسنی وضعیت او ستونزې و ارزولې، په دې باندې یې کار وکړ چې په راتلونکي کې کوم موارد او مسایل دي چې اولیت باید وګڼل شي او دې اولیتونو ته به له کومو لارو، څنګه او په څه ډول رسیده ګي کېږي؟
دې کمېټې په دې باندې هم کار وکړ چې په راروانو پنځو کلونو کې د پکتیا پوهنتون لپاره څه ضرور دي او ولې ضرور دي؟ د همدې لپاره د پوهنتون څخه د باندې مارکیټ وکوت، د مارکیټ له استازو سره یې مشورې وکړې، هڅه یې وکړه چې په ټول توان له پوهنتونه د باندې اړوندې ادارې، متخصصین او کارپوهانوو نظریات واخلي او د هغوی په رڼا کې دا مسوده جوړه کړي، چې تر ډېره به د دې هیواد د اړتیاوو او ستونزو د حل او رسیده ګۍ په موخه ترې ګټه پورته شي. د پکتیا پوهنتون مشرتابه د پوهنتون د ستراتيژیک پلان له کمېټې څخه مننه کوي، چې د دې مهم سند( د پکتیا پوهنتون د پینځه کلن پشنهادي ستراتیژیک پلان) په طرحه او ترتیبولو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
د پوهنتون له ټولو استادانو، اداري کارکوونکو، محصلانو، او بیروني ذیدخله ادارو او د نظر خاوندانو څخه مننه چې د دې ستراتیژیک پلان په اړه یې راسره خپل لیدونه او اندونه شریک کړل. هیله من یم، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت به زموږ د دې ستراتیژیک پلان غوښتنې چې د پوهنتون بنسټیزې اړتیاوې په ګوته کوي، په خپل راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان کې ځای پر ځای کړي او په اړه به یې خپلې مرستې دریغ نه کړي،چې موږ وکولی شو ټولنې ته په اسلامي او ملي فکر سمبال، په کارپوه، وطن پالونکي او زړه سواند کادرونه، چې وکولی شي د ټولنې اقتصادي او ټولنیز کاروان په خوځښت او منزل ته رسولو کې اړینه ونډه ولوبوي، وړاندې کړو.
د دې ستر ملت او هېواد پخپلو پښو د درېدو او په هر اړخ کې په ځان متکي علمي مراکزو لا غوړېدا په هیله.
په خورا درنښت
د پکتیا پوهنتون رئیس
پوهندوی دوکتور سید ولي جلالزی
لیکلـــــــــړ
سرلیک
پاڼه
د پکتيا پوهنتون رسالت یا ماموریت
.2. مالي، اداري، او علمي خپلواکي
.3.1. د محصلانو په برخه کې له فساد سره مبارزه
.5. د علمي توامیتونو او نړیوالو اړیکو پراختیا
.6. د مرستو جلب او د پوهنتوني عوایدو لوړول
.8. د پوهنتون په بودیجه کې زیاتوالی
.10. د علمي کادرونو مسلکي پرمختګ
.11. د پوهنځیو د کارمندانو د ظرفیت لوړوالی
.13. د درسي توکو(موادو) پرمختیا
.14. بریښنایي زده کړه eLearning
.15. معلوماتي ټیکنالوژي ته لاسرسی
۲- ۱ :- د جمنازيوم، اېډوټوريم او ليليي ودانيزې چارې
۱.۳:- د لابراتوارونو ودانيزې چارې
پوهنتون ستراتیژیکي موخې د وخت او شاخصونو په ذکر کولو سره
د پکتیا پوهنتون سټراټيژیک پلان له پلې کولو څخه متوقع چاپېریالیزې (محیطي) اغېزې
.17. په کوچني چاپیریال کې د ستراتیژیک پلان اغېزې
سریزه
پکتیا پوهنتنون د یوه دولتي اکاډمیک مرکز په توګه په ۱۳۸۳ هـ.ش کال، د دوه ( کرنې او ښوونې او روزنې) پوهنځیو په لرلو سره د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې رامنځته شو. پکتیا پوهنتون اوسمهال ۱۳۹۸ کال اووه پوهنځي 31 دیپارتمنتونه ، د ITلوی مرکز،مجهزکتابتون او الکترونیکي کتابتون په لرلو سره محصلانو ته د زده کړې په یو لوی مرکز بدل شوی.
د زده کړیز بهیر د لا ښه والي او پراخوالي په موخه پوهنتون وخت ناوخت د لنډ او اوږده مهال لپاره پلانونه طرحه کوي.
د ا ستراتیژیک پلان (۱۳۹۸-۱۴۰۲) کلونو لپاره چې د بېلابېلو پروګرامونو اغېزمن مدیریت پکې شوی، د پکتیا پوهنتون رهبري، د پلان مدیریت او کمیټې او بېلابېلو علمي کادرونو لخوا د اوسمهالو شرایطو، داخلي قوت او نیمګړتیاوو، د باندنیو موجودو سرچینو او ګواښونو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی.
د دې پلان له مخې به پکتیا پوهنتون په راتلونکو پنځو کالو کې د دوو نویو پوهنځیواو ۱۳ نویو څانګو ، اوو شپنیو برنامو او په یوه رشته کې د ماسترۍ برنامې په درلودلو سره خپل علمي او څیړنیزو موخو ته به په رسیدو خپل زده کړیز لوری تعقیب کړي.که د پکتیا پوهنتون اداره وکولی شي، چې دا پلان لکه څنګه چې ده همداسې تطبیق کړي، نو لرې نه ده چې دا پوهنتون به د نړۍ، سیمې او هیواد په کچه یو له باوري او با اعتباره پوهنتونونو څخه وي.
د پکتیا پوهنتون ذيدخله لوري
-
- داخلي شریکان
- د پکتیا پوهنتون مشرتابه
- د پوهنتون علمي غړي
- د پوهنتون اداري پرسونل
- د پوهنتون اړوند زده کړيالان
- د پوهنتون بیروني شریکان
- د لوړو زده کړو وزارت مقام
- د پکتیا ولایت مقام
د پکتيا ولایت اړوند یو شمېر محلي اداري بنسټونه(د پوهنې رياست،د اداري اصلاحاتو رياست،امنیتي ارګانونه،عدليه رياست، د استيناف څارنوالي، د ښځو چارو ریاست،د چاپېريال ساتنې رياست،د بشري حقوقو خپلواک سيميز دفتر،سیمه ییزې رسنۍ،ملي او نړیوالې مرستندویه ادارې،د خصوصي سکتور اړوند ادارې او سازمانونه، ملي تجاران)
د پکتیا پوهنتون ستراتیژیک سیال پوهنتونونه
پکتیا پوهنتون یو ځوان پوهنتون دی چې د علمي او اداري پرسونل ژمنتیا او اراده، رامنځ ته شوي فرصتونه، لاسته راوړنو، او تقریبا د اړتیا وړ امکاناتو ته په کتو سره ویلي شو، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د پکتیا پوهنتون د هېواد په کچه یو مخکښ پوهنتون وي. په همدې بنسټ د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پکتیا پوهنتون د کلک هوډ له مخې غواړي چې د لاندې یو لړملي پوهنتونونو سره په سالمه او رغنده فضاءکې د اغېزمنې سیالۍ جوګه شي .
- هرات پوهنتون.
- ننګرهار پوهنتون.
- کندهار پوهنتون.
- بلخ پوهنتون
په پکتیا ولایت کې، د پکتیا پوهنتون ترڅنګ یوازې یو ځانګړی پوهنتون د زم زم په نامه فعالیت ترسره کوي، چې د پکتیا پوهنتون په پکتیا ولایت کې د لوړو زدکړو وزارت د استازي په توګه پر دغه يوازينۍ د لوړو زده کړو موسسې د څار مسئولیت لري او د اکاډمیکو چارو د څارنې په موخه یې د څار یوه ځانګړې کمېټه ورته جوړه کړیده.
له بلې خوا، پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په دوو څانګو کیمیا او بیولوژي کې او همدارنګه د ادبياتو پوهنخي په پښتو او دري څانګو کې شپنۍ برنامي لري او په دې څانګو کې فیس ورکوونکي محصلان لري چې هر سمستر 7000 افغانۍ فیس ورکوي. د پکتیا پوهنتون اداره هوډ لري، چې د شپې پوهنځیو او محصلانو شمېر لا نور هم زیات کړي او د دې لارې د پوهنتون مالي سرچېنې پیاوړي کړي.
د پکتيا پوهنتون حقايق او ارقام[1]
پوهنځی |
د علمي رتبې له مخې |
د زده کړو د کچې له مخې |
||||||||||||||||||||||
پوهیالي |
پوهنیار |
پوهنمل |
پوهندوی |
پوهنوال |
پوهاند |
نوماند پوهنیار |
مجموعه |
دوکتور |
ماستر |
لیسانس |
مجموعه |
|||||||||||||
طب |
0 |
21 |
0 |
0 |
0 |
0 |
|
21 |
۰ |
1 |
20 |
21 |
||||||||||||
انجینری |
4 |
8 |
0 |
1 |
0 |
0 |
3 |
16 |
۰ |
8 |
8 |
16 |
||||||||||||
حقوق |
5 |
9 |
2 |
0 |
0 |
0 |
0 |
16 |
۰ |
10 |
6 |
16 |
||||||||||||
اقتصاد |
2 |
5 |
0 |
1 |
0 |
0 |
0 |
8 |
1 |
5 |
2 |
8 |
||||||||||||
ادبیات |
7 |
10 |
0 |
1 |
0 |
0 |
3 |
21 |
۰ |
11 |
10 |
21 |
||||||||||||
کرنه |
7 |
19 |
8 |
5 |
0 |
0 |
0 |
39 |
4 |
22 |
13 |
39 |
||||||||||||
ښوونه روزنه |
8 |
34 |
15 |
2 |
0 |
0 |
3 |
62 |
۰ |
38 |
24 |
62 |
||||||||||||
ټول |
33 |
106 |
25 |
10 |
0 |
0 |
9 |
183 |
5 |
95 |
83 |
183 |
||||||||||||
اوسنۍ نوې احصائیه
|
||||||||||||||||||||||||
پوهنځی |
د علمي او تحصيلي رتبو له مخې د پکتیا پوهنتون داستادانو احصائیه |
|||||||||||||||||||||||
د علمي رتبې له مخې |
د زده کړو د کچې له مخې |
|||||||||||||||||||||||
پوهیالي |
پوهنیار |
پوهنمل |
پوهندوی |
پوهنوال |
پوهاند |
نوماند پوهنیار |
مجموعه |
دوکتور |
ماستر |
لیسانس |
مجموعه |
|||||||||||||
طب |
0 |
23 |
0 |
0 |
0 |
0 |
|
23 |
|
3 |
20 |
23 |
||||||||||||
انجینری |
3 |
8 |
1 |
1 |
0 |
0 |
4 |
17 |
|
10 |
7 |
17 |
||||||||||||
حقوق |
3 |
11 |
3 |
0 |
0 |
0 |
0 |
17 |
|
17 |
|
17 |
||||||||||||
اقتصاد |
1 |
5 |
1 |
1 |
0 |
0 |
3 |
11 |
1 |
5 |
5 |
11 |
||||||||||||
ادبیات |
5 |
11 |
1 |
1 |
0 |
0 |
3 |
21 |
|
14 |
7 |
21 |
||||||||||||
کرنه |
3 |
20 |
10 |
6 |
0 |
0 |
0 |
39 |
4 |
28 |
7 |
39 |
||||||||||||
ښوونه روزنه |
5 |
30 |
18 |
5 |
0 |
0 |
4 |
62 |
|
43 |
19 |
62 |
||||||||||||
کمپیوټرساینس |
|
|
1 |
|
|
|
|
1 |
|
1 |
|
1 |
||||||||||||
ټول |
20 |
108 |
35 |
14 |
0 |
0 |
14 |
191 |
5 |
121 |
65 |
191 |
||||||||||||
د محصلانو احصائیه
پخوانۍ احصائیه
پوهنځی |
د محصلانو احصائیه |
عمومي مجموعه |
|||
نارینه |
ښځینه |
مجموعه |
نارینه |
ښځینه |
|
طب |
620 |
91 |
711 |
6874 |
240 |
انجینری |
808 |
39 |
847 |
||
حقوق او سیاسي علوم |
769 |
16 |
785 |
||
اقتصاد |
558 |
2 |
560 |
||
ژبې او ادبیات |
842 |
21 |
863 |
||
کرنه |
1160 |
6 |
1166 |
||
ښوونه او روزنه |
2117 |
240 |
2182 |
اوسنۍ نوې احصائیه
پوهنځی |
د محصلانو احصائیه |
||
نارینه |
ښځینه |
مجموعه |
|
طب |
613 |
113 |
726 |
انجینری |
933 |
63 |
996 |
حقوق او سیاسي علوم |
831 |
67 |
898 |
اقتصاد |
534 |
36 |
570 |
ژبې او ادبیات |
736 |
49 |
785 |
کرنه |
1003 |
13 |
1016 |
ښوونه او روزنه |
1915 |
120 |
2035 |
کمپیوټر ساینس |
81 |
15 |
96 |
شبانه |
47 |
|
47 |
مجموعه |
6693 |
476 |
7169 |
د SOWT تحلیل
د پوهنتون د وضعیت د تحلیل لپاره یوه سروې شوې ده، او په پایله کې یې هغه عوامل چې پوهنتون اغېزمنوي په نښه شوي دي. نوموړي عوامل د داخلي او خارجي چاپیریال عواملو په دوو ګټګوریو وېشل شوي دي، او بیا د هرې ګټګوري د ارزونې میتریکس جوړ شوی دی؛ او بالاخره، د ارزونې په پای کې د پوهنتون ستراتیژیک موقعیت ټاکل شوی دی.
د داخلي عواملو د ارزونې میتریکس |
||||
وزني ضریب |
امتیازي ضریب |
نمره |
داخلي عوامل |
داخلي چاپيریال |
0.32 |
4 |
0.08 |
د پرمختګ لپاره د ظرفیت شتون |
پیاوړي ټکي |
0.32 |
4 |
0.08 |
د اړتیا وړ بیخ بناؤ شتون |
|
0.15 |
3 |
0.05 |
په ملی کچه ښه باور |
|
0.24 |
4 |
0.06 |
ځوان ملی کادرونه |
|
0.12 |
3 |
0.04 |
د محصلانو د زده کړې د کچې نسبي ښه والی |
|
0.24 |
4 |
0.06 |
د ټولنې له اړتیا سره سم د علمی برنامو شتون |
|
0.15 |
3 |
0.05 |
د زده کړو لپاره ښه چاپیریال |
|
0.24 |
4 |
0.06 |
مجهز د IT مرکز او کتابتون |
|
0.12 |
2 |
0.06 |
د پوهنتون د انګړ ځمکې کمښت |
کمزوري ټکي |
0.09 |
1 |
0.09 |
د لابراتوارونو کمزوری تجهیز |
|
0.06 |
2 |
0.03 |
د لوړ رتبه استادانو کمښت |
|
0.06 |
1 |
0.06 |
د استادانو د استوګنې لپاره د سهولتونو کمښت |
|
0.07 |
1 |
0.07 |
د مالي سرچینو کمښت |
|
0.12 |
2 |
0.06 |
لږ شمېر نړیوال توامیتونه |
|
0.09 |
1 |
0.09 |
د یو پیاوړي څیړنیز مرکز نشتون |
|
0.04 |
2 |
0.02 |
د تر سره شویو کړنو په اړه د مستند سازی کمزورتیا |
|
0.08 |
2 |
0.04 |
د اداري کارکوونکو ټیټه تحصیلي کچه |
|
2.51 |
1 |
د داخلي عواملو د ارزونې پورتني میتریکس د ضریب اوسط ۲.۵۱ محاسبه شوی دی، او دا ښیي چي د پوهنتون په داخلي چاپیریال کې پیاوړي ټکي پر کمزورو ټکو باندې په لږ توپیر سره برلاسي دي.
د خارجي عواملو د ارزونې میتریکس |
||||
موزن ضریب |
امتیازي ضریب |
وزني ضریب |
خارجي عوامل |
خارجي چاپېریال |
0.6 |
4 |
0.15 |
له پوهنتون څخه د ټولنې د بېلا بېلو اقشارو ملاتړ او مرسته |
فرصتونه |
0.27 |
3 |
0.09 |
له پوهنتون سره د ملي نړیوال او خصوصي سکتور لیوالتیا |
|
0.45 |
3 |
0.15 |
د لوستی بشري ځواک زیاتوالی |
|
0.4 |
4 |
0.1 |
د استادانو تحصیلي ارتقا لپاره د فرصتونو شتون |
|
0.16 |
2 |
0.08 |
د امنیت نشتوالی |
ګواښونه |
0.14 |
2 |
0.07 |
د لوستو ځوانانو فرار |
|
0.14 |
2 |
0.07 |
د متخصص بشري ځواک کمښت |
|
0.16 |
2 |
0.08 |
د نا امنۍ له کبله د ښځینه محصلانو د جذب ټیټه کچه |
|
0.18 |
2 |
0.09 |
د پوهنتون تر امکاناتو زیات محصلان معرفي کېدل |
|
0.12 |
1 |
0.12 |
د غیر معیاري تدریسي، څیړنیزو او اداري ودانیو ډیزاین او تطبیق |
|
2.62 |
1 |
پورتني میتریکس کې د وزني ضریبونو اوسط ۲.۶۲ محاسبه شوي دی، او ښي چې د پوهنتون بیروني چاپېریال کې فرصتونه د ګواښونو په پرتله غالب او بیروني چاپېریال تر یوې اندازې مطلوب دی.
د داخلي او خارجي چاپېریال د ارزونې وزني ضریبونه په منځنۍ توګه په ترتیب سره عبارت دي له ۲.۵۱ او ۲.۶۱ څخه. په یوه ۹ حجروي مستوي کې د نوموړو ضریبونو له تقاطع څخه ښکاري چې د پوهنتون ستراتیژیک موقعیت په مطلوبه تهاجمي ساحه کې قرار لري؛ نو پوهنتون کولی شي د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ځانګړې پاملرنې له مخې ځینې تهاجمي ستراتیژيو ته انکشاف ورکړي.
خارجي چاپېریال |
|||||||||||||||
|
|||||||||||||||
|
|||||||||||||||
د پکتيا پوهنتون ليد لوری
پکتیا پوهنتون به د باکیفیته لوړو زدکړو په وړاندې کولو، غوره علمي څېړنو تر سره کولو، او د متخصصو او ژمنو کادرونو د روزنې پر بنسټ د علم پولې پراخې کړي، او په دې توګه به په ملي کچه یو باوري بنسټ وي.
د پکتيا پوهنتون رسالت یا ماموریت
د زده کړو او څیړنو د نویو او معاصرو میتودونو په واسطه د محصلانو د روزنې او استادانو د څیړنیزې پرمختیا له لارې د ټولنې په ښیرازۍ کې ونډه اخیستنه .
د پکتيا پوهنتون ارزښتونه
- اسلامي روحیه، هیواد پالنه او ملي ګرایي
- اکاډمیکه خپلواکي
- د څېړنیز کلتور بډایه کول
- غوره، سالمه او اغېزناکه حکومتولي
- مسئولیت منل او روڼتیا
- باکیفیته او معیاري زدکړې
- د فکر، عقیدې او بیان ازادي
حکومتولي
د پکتیا پوهنتون په دي ستراتیژیک پلان کې د پوهنتون رییس، معاونین، د پوهنځیو ریسان او همدارنګه د څانګو امرین د لوړو زده کړو وزارت د قانون په رڼا کې ټاکل کیږي. هغه کسان چې پکتیا پوهنتون په رهبري بستونو کې به ټاکل کیږي د صداقت، هیوادنۍ مینې، علمیت، او نوښت پر بنسټ به ټاکل کیږي. هغه څوک چې د رهبري بستونو ته په انتصابي شکل راځي، باید لاندې لاسته راوړنې ولري:
- د اړتیاوو پېژندل او تحلیل او پوهنتون ته د ورپېښو ستونزو لپاره د حللارو موندل
- له فساد، تعصب او بې عدالتۍ سره مبارزه کول
- د لوړو زده کړو وزارت، ډونرانو، انجیوګانو، او نورو تمویلونکو ادارو پر وړاندې د پکتیا پوهنتون په استازولۍ اغېزناکه ونډه تر سره کول او مسوولیت منل
- له تمویلونکو ادارو سره د ښو جوړول او ساتل
- د استادانو، محصلینو، او نورو مراجعینو ستونزو ته رسیدګي او حل لارې موندل
- استادانو، محصلینو او نورو اداري کارمندانو کې د صداقت، هیوادنۍ مینې او د نوښت انګېزو پیاوړې کول
پکتیا پوهنتون هڅه کوې، چې د مدیریت او رهبري په کچه نامتمرکز سیاست عملي کړي، او په ځانګړي ډول له لاندې لارو څخه کار واخلي:
- پکتیا پوهنتون هڅه کوي، چې د پوهنځیو او ډیپارتمنټونو په کچه دوی ته د صلاحیتونو په ورکړې سره، ځانګړی بودیجوي پلان، د عوایدو برابرول، د توامیتونو ایجاد او د بودیجې مصرف عملي کړي
- د پوهنتون علمي مرستیال هڅه کوي چې درسي مواد او کریکولم نوی، او د پوهنځیو او یا څانګو په کچه نوي پروګرامونه وړاندیز کړي.
- د پوهنتون درې واړه مرستیالان مکلف دي، چې د خپلو کاري ساحو په محوطه کې ټول اسناد، لایحې او طرزالعملونه، مقررات وڅېړي او که لازمه یې وګڼله، تعدیل یې پیشنهاد شې.
- د پوهنځیو د ریاستونو او همدارنګه د څانګو د امرینو د ټاکلو لپاره د هغه ځوانو استادانو له جملې څخه چې د کادرونو په توګه پیشنهاد شي، دوکتورا یا ماستري ولري، د دوی تر منځ اولیت هغو کسانو ته ورکړل شې چې صداقت، هیوادنۍ مینه، علمیت، نوښت او د مشکلاتو د حل وړتیاوې یې تر نورو ښې وي.
د پوهنتونونو مالي خپلواکي د علمي او مسلکي خدمتونو د وړاندي کولو له لارې د عوایدو را ټولولو، د اشخاصو د مرستو را جلبولو، او د پوهنتونونو په پراختیا او پرمختګ کې د هغو په لګولو پورې اړوندو چارو د تنظیم څخه عبارت دی. یو تحصیلي نهاد د مالي خپلواکۍ په لرلو سره کولای شي چې د خپلې ادارې او پوهنتون اړتیاوې په لږ وخت، او بشپړې اغېزمنتیا سره پوره کړي او ټولو هغو ستونزو ته د لګښتونو او بودیجې له پلوه ځواب ووایي چی د زدکړو د کیفیت لوړیدا او دغوره خدمتونو په ترسره کولو کې پوهنتون ورته اړتیا لري. پکتیا پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې د مالي خپلواکۍ په برخه کې لاندې موارد تر پام لاندې لري:
- د پوهنتون په ادارې تشکیل کې د مالي خپلواکۍ لپاره د اړتیا وړ امریتونو، مدیریتونو او کار کوونکو ګمارنه
- د طبیعي او ټولنیزو علومو په برخـو کې د پکتیا پوهنتون د علمـي او مسلکي خدمتونو پراختیا او پرمختګ
- د علمي څېړنو د پرمخ بېولو او د پکتیا پوهنتون د پراختیا او پرمختګ لپاره د مالي سرچینو او عوایدو تعئین او تامین
- د پوهنتون د پنځه کلن مالي او بودیجوي پلان جوړول
- د اشخاصو مرستې جلبول، بانکي حساب پرانیسته، د پوهنتون د اعانې سیستم فعالونه، او د راټولو شو عوایدو د لګښت د ډول څرنګوالي او ورته مناسب میکانیزمونه جوړول
- د مسلکي او علمي اشخاصو د ښو او غوره کړنو په باب د هغوی لپاره د تشویقي امتیازاتو د ورکړې خپلواکتي تر لاسه کول
- د پکتیا پوهنتون د پولي صلاحیت لوړول، په ځانګړي ډول د قراردادونو په ترسره کولو او تړونونو کې؛ چې د پوهنتون په مصارفو او لګښتونو کې وکولای شو د بهرنیو ادارو د فساد مخه ونیسو او خپله بودجه په شفاف ډول مصرف کړو. د بېلګې په توګه د قراردادونو ټول تړونونه د ولایتي تدارکاتو کمیټیې له لوري چې مشري یې د دولایتونو ما لي ريسان پرغاړه لري، ترسره کیږي او ځینې وخت د فساد لامل هم ګرځي، ډېری وخت په نوموړو قراردادنو کې د ټیټ کیفیت لرونکي اجناس او مواد را راوړل کیږي چی مخه یې بیا د پوهنتون اداره نشي نیولی، ځکه چې په دې برخه کې د پوهنتون اداره بیخي کم صلاحیت لري.
- د پکتیا پوهنتون دانکشافی کلنۍ بودیجې لېږد مستوفیت ته چې مونږ پرته له ډېرو پېچلو اداري پړاونو څخه په کم وخت کې خپلې پراختیایي پروژې پخپل وخت پلې کړو.
- ډاډمنې عایداتي سرچینې پیدا کول او د پوهنتون په اړتیاو یې د مصرف لپاره منظمه کړنلاره جوړول
- د پکتیا پوهنتون د اداري معاونیت د پلورلو، د ټرانسپورټ اسانتیا او د اسنادو پروسه ګړندي کول
- پوهنځیو ته د مالي اجرائیوي صلاحیتونه زیاتول
- په ګمارنو او استخدام کې د څلورم بست اړوند کارکونکو د منظورۍ صلاحیت ترلاسه کول، او د ځینو په کار پوه ،مسلکي اشخاصو د بالمقطع یا قراردادي توګه د ګمارنو او استخدام صلاحیت لاسته راوړل
- د اړتیا په صورت کې په خپلواکه توګه د پوهنتون کارکونکو او استادانو ته د وړتیا لوړلو روزنیز ورکشاپونه په لار اچولو واک ترلاسه کول
- تر څلورم بست پورې د کارکونکو د کلنۍ ارزونې د پایلو فورمونو کې د منظورۍ ورکولو صلاحیت ترلاسه کول
- د پکتیا پوهنتون د اړتیاوو او ستونزو سره سم د تشکیلاتي طرحې جوړښت او د هغې د منظورۍ اداري صلاحیت لرلو په شمول تزئید او تنقیص
- د یو شمیر هغو اجناسو او وسایلو د لیلام واک ترلاسه کول چې د ډیرې کارونې له کبله استهلاک او له کاره لویدلې وي چې په کم وخت او د زیاتو پیچلو اداري پروسیجرونو څخه پرته د ولایت مقام ، مستوفیت او پوهنتون اړوند هیات د تایید او تصدیق نه وروسته نوموړي اجناس لیلام ته وسپارل شی
- اړونده پوهنځیو ته د اداري خپلواکۍ لېږد
پکتیا پوهنتون ژمن دی چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د تګلارو په رڼا کې د خپلواکۍ اصل نه په ګټه اخيستنه د ځان لپاره مالي منابع پيدا کړي، د محلي تمویلونکو سره به اړيکې غښتلي کړي چې اړينې مرستې ورڅخه لاس ته راوړي، د خپلې خوښې څېړنيز پروګرامونه به په کار واچوي او پايلې به يې د بهرنۍ مداخلې پرته خپرې کړي، د تحصیلي نصاب په طرحه به کار وکړي خپلې نظريې به د لوړو زده کړو محترم وزارت سره شريکې کړي، په ازاد ډول به محصلان پوهنتون ته داخلوي او همدارنګه به اکاډميک شخصيتونه په دندو وګماري.
دا چې د یو حکمي شخصيت لپاره په غوره منجمنټ او اداري فن کې شفافيت یو منل شوی اصل دی، نو پکتيا پوهنتون هم د یو سېستماتېک او ډېنامېک علمي او اکادمېک حکمي شخصيت په څېر د خپلو اړونده موخو په تعقيبولو سره، په یاده برخه کې اغېزناکې فرعي موخې ټاکلي دي، او پر هغې یې د برلاسيتوب لپاره بيلابيلې برنامې طرحه او برنامه رېزي کړي دي، چې په دې پینځه کلن ستراتېژيک پلان کې ورته په لاندې بڼه انعکاس ورکړل شوی دی.
موخې
- د عدالت او مساوات پر اصل ولاړ د علمي او اکاډمېکو فعاليتونو تضمينول
- د شفافيت پر معيارونو برابر د محصلينو چارو اړونده مؤثره فعاليتونو تضمينول
- اړونده تقنيني اسنادو ته د ژمن اداري سيستم او سټاف تضمينول
برنامې
- د الکترونکي حاضرۍ سيستم اعيارول
- د اداري سلسله مراتبو، ټولشموله هيئت یا هم کمېسنونو له لارې په علمي، اداري او محصلانو چارو اړونده مسائيلو کې متواتره څارنه
- د عدالت په پام کې نيولو سره د مجازاتو او مکافاتو اصل دقيق حاکميت
- د حسنه تغير او تبديل اصل ته لومړيتوب
- ربع واره، سمسترواره او کلنی راپور ورکونه
- اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تضمينول
- د پوهنتون، پوهنځي او دېپارتمنتونو په کچه د اړونده شوراګانو او کمېټو مسوولينو په ټاکنو او ترکيب کې د اهليت، ژمنتيا، وړتيا، خلوص او ثابت قدمي معيارونه په پام کې نيول
- په حساسو مسايلو کې تصميم نيونه او پرېکړه کول د متعددو مجربو استادانو په صلاح مشوره پورې موقوف او منوط کول
- د دندو د لايحو په چوکاټ کې د تضمين شوي واک څخه په تمامه معنا ګټه اخيستنه او مسووليبت منل
- مدني ټولنو ته په پوهنتون کې د حسنه رول لوبولو په برخه کې لار هواری کول
پکتیا پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په ټولو برخو کې د اداري اخلاقو او هڅونې اصل ته ژمن دی، او د فساد سره د مبارزې په برخه کې د پوهنتون ټولو اړوند څانګو سره به نږدې کار کوي تر څو ټول علمي ارزښتونه او اداري مقررات د محصلینو او اداري کارمندانو ترمنځ پلي کړي. دا چې محصلان د پوهنتون هسته تشکیلوي نو پوهنتون په پرلپسې توګه د محصلانو په چارو کې د هر ډول فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکوي؛ او له نیکه مرغه، د پکتیا پوهنتون د محصلانو په برخه کې کوم د پام وړ فساد سره نه ده مخ شوی، خوبیا هم د پوهنتون تیرې تجربې له مونږ سره مرسته کوي تر څو لا اغیزمن ګامونه واخلو.
ځینې برخې چې د فساد لامل جوړیدای شي په لاندې ډول دي:
- له علمي او اداري موقف څخه ناوړه ګټه اخیستنه
- د علمي موادو غلا کول
- له محصلینو سره بد چلند
- په اداري او علمي چارو کې سهل انګاري یا ناغیړي
- له محصلینو سره د فزیکی معیوبیت، جنستي توپیر او تعصبي چلند
- د محصلینو د ازادۍ سلبول
- د محصلینو په ارزونه او ازموینو کې نه شفافیت
- د حاضرۍ نه کنټرول
- بورسونو لپاره د محصلینو په پیژندلو کې نه شفافیت
- د محصلینو شکایاتو ته نه رسیده ګي
- د محصلینو د ازموینې نتایجو ځنډول
- د محصلینو د اسنادو او نتایجو په ساتنه کې سهل انګاري
پورته ټول هغه عوامل دي چې د محصلانو په برخه کې د فساد لامل ګرځي او فساد ګڼل کیږي.
پکتیا پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې د محصلانو په برخه کې له فساد سره د مبارزې په پار لاندې بنسټیزې کړنې تر سره کوي.
- د محصلانو د اکاډمیکو ازادیو څخه ملاتړ او د هغوی هڅونه
- له محصلانو سره د فزیکي معیوبیت، جنسیتي توپیر، او له هر ډول توپیر پرته چلند، او له دې برخې څخه څارنه
- د بیرو کراسي او وخت ضایع کونکو پروسو څخه مخنیوی
- د محصلانو او مراجعینو سره د کارمندانو د چلند څخه څارنه
- د ازموینو د شفافیت لپاره د کمیټو ګمارنه او له هغوی څخه څارنه کول
- د محصلانو حاضرۍ کنټرولول او څارنه
- په خپل وخت د ازموینې د نتایجو اعلان او د نمرو ورکولو له بهیر څخه څارنه
- د محصلانو د اسنادو او پایلو خوندیتوب ته لومړيتوب ورکول
- د پوهنتون چارو د لا ښه والي په پار د محصلانو د منظمې نظر اخیستنې لپاره میکانیزم را منځته کول، او د محصلانو شکایاتو ته منظم لاس رسی کول
اداري بروکراسي، چې د اداري سلسله مراتبو په پام کې نيولو سره د یو نهاد د اداري جوړښتونو تر منځ د همغږۍ او د چارو د ښه سنبالښت او مديريت کولو غوره وسيله پېژندل کېږي، په ځانګړي ډول د هغه دستورالعمولونو د پلي کېدو په برخه کې، کوم چې د قانون، مقررې، لايحې، متحدالمال او داسې نورو تقنيني اسنادو په څېر د یوې ادارې د اړونده چارو د ښه سنبالښت لپاره وضعه شوي وي، تر څو د هغې په چوکاټ کې د ادارې ټول جوړښتونه خپلې اړونده دندې پر مخ یوسي، خو ځينې وختونه په یاده برخه کې افراط ستونزې ايجادوي.
پکتيا پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په اداري احاطه کې د ټولو وضع شويو تقنيني اسنادو په قواعدو کې تضمين شويو طرزالعملونو ته ژمن اکاډمېک نهاد دی او پخپلو اړوندو ټولو چارو کې د هغې تعميل خپل لومړيتوب او د حرکت مسير ټاکي، خو ولې کچېرې احتمالآ داسې یو حالت رامنځته کېږي، چې دغه اداري بوروکراسي د خدماتو د عرضه کولو په برخه کې د ستونزو د ايجادېدو سبب وګرځي، نو د پکتيا پوهنتون پلان لري چې آن ځينې یې عملي شوي هم دي، هغه دا چې د پوهنتون او پوهنځيو په کچه د شکايتونو صندوقونه نصب کړي، سربېره پردې په ټولنيزو شبکو کې خپلې رسمي پاڼې پرانيزې تر څو وکولای شي په اني او فوري بڼه د خپلو عرضه کوونکو له خدماتو څخه د ګټه اخيستونکو ستونزو ته په وخت باندې رسېدنه وکړلی شي.
پکتیا پوهنتون له یو شمېر داخلي پوهنتونونو او پوهنیزو او څېړنیزو ادارو سره په بېلابېلو برخو کې توامیتونه لري. پکتیا پوهنتون د افغانستان له ځوانو پوهنتونونو څخه دی او په دې هڅه کې دی چې په اداري او اکاډمیک بشري ځواک داسې ظرفیت جوړنه وکړي چې وکولی شي پر مټ یې اوږد مهاله مؤلدې نړیوالې اړیکې رامنځته کړي.
پکتیا پوهنتون اکثره پوهنځي یو شمیر توامیتونه لري، خو لا هم ځینې پوهنځي د باوري داخلي او خارجي بنسټونو سره پوهنیز- څېړنیز توامتیت نه لري. پکتیا پوهنتون خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو په پار د توامیتونو په برخه کې لاندې کړنې په پلان کې لري.
- د پوهنتون د توامیتونو د انکشافي پلان پر بنسټ له بېلابېلو سکتوري، علمي، او څېړنیزو ادارو سره د نوی پوهې تر لاسه کولو او شریکولو په پار توامیتونو ته پراختیا ورکول.
- پکتیا پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې په پام کې لري چې د نړیوالو باوري څیړنیزو نهادونو او پوهنتونونو سره مؤلد توامیتونه را منځته کړي.
- پکتیا پوهنتون د را منځته شو توامیتونو د لا اغېزمنتیا په پار د هغوی موجوده وضعیت تر ارزونې لاندې نیسی چې د لومړیتوبونو پر بنسټ یې پلي کولو ته لار هواره شي، پیاوړي ټکي حفظ شي، او هغه برخې په نښه شي چې اصلاح ته اړتیا لري.
- پکتیا پوهنتون د انډول او روڼتیا اصل ته د په پام سره له خپلو ټولو شته اسانتیاو ګټه پورته کوي، تر څو را منځته شوي توامیتونه پوهنتون شموله وي.
- پوهنتون د توامیتونو د پراختیا او اغېزمنتیا لپاره یو لړ ستراتیژي ګانې تعقیبوي، لکه: د ملي، او سیمه ایزو ملګرو سره د ښو اړیکو ساتلو ستراتیژي، د څېړنیز مرکز او اسانتیاو پراختیا ستراتيژي، د بهرنیو تجربو څخه د ګټنې او په نړیوال نېټ ورک کې د کارنده ونډې اخیستنې ستراتیژي، او له هغو سوداګریزو نهادونو سره د خپلو خدماتو، فعالیتونو، فرصتونو، سیستمونو، او اسانتیاو شریکولو ستراتیژي چې دوه اړخیزې ګټې پکې تحقق مومي.
پکتیا پوهنتون ټاکل شو پنځه کلنو ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو په پار د مرستو جلب او داخلي عوایدو لوړولو ته لومړیتوب ورکوي. که څه هم چې پوهنتون په ولایتي کچه د مرستو په جلب کې ښې لاسته راوړنې لري، خو لاهم داسې یو مدیریتي چارچوب ته اړتیا ده چې د مرستو جلب په ولایتي، ملي او نړیواله کچه لا اغېزمن کړي. پوهنتون د مرستو د جلب لپاره د عرضه کېدونکو زده کړو او څېړنو په کیفي کېدو، په مناسب چاپیریال کې لوړو زده کړو ته د اسانه لاس رسي، او په ټولنه کې د پوهنتون د ونډې اخیستنې ستراتیژیو باندې کار کوي.
- پکتیا پوهنتون داسې یوه پوهنتون شموله پروسه پیلوي چې وکولی شي د مرستو جلب لپاره خپل بشري ځواک لا پیاوړی کړي، چې په هره کچه د مرستو جلب لپاره لاره هواره شي.
- پوهنتون خپله اداره هڅوې چې خپلې اړتیاوې وسنجوي، او د رفع کولو لپاره یې داسې معیاري وړاندیزونه تدوین کړي، چې د داخلي او نړیوالو ډونرانو په موندنه کې پوهنتون ورسره لا ډېره مرسته وکولی شي.
- د پوهنتون رهبري د خپل ستراتیژیک پلان مالي او تخنیکي براورد کوي، او د تطبیق لپاره یې ځانګړو پروپوزلونو ته پراختیا ورکوي، تر څو پوهنتون وکولی شي خپلو پنځه کلنو ستراتیژیکو موخو ته په ښه ډول ورسیږي.
- پکتیا پوهنتون د جلب شو مرستو کلنۍ، او د ستراتیژیک پلان په پای کې پنځه کلنه ارزونه کوي، تر څو پياوړي ټکی حفظ شي، هغه برخې په نښه شي چې اصلاح ته اړتیا لري. همدارنګه، پوهنتون د روڼتیا، او خوځښت اصل ته په پام سره، د جلب شو مرستو کلنی راپور د خپلو اکاډمیکو، او اداري کارکوونکو، او اړونده ذیصلاح ادارو سره شریکوي.
د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژیکو موخو سره سم د پکتیا پوهنتون هم په خپل وار سره هڅې کوي تر څو د جېنډر مسئلې ته لومړيتوب ورکړي او د هیواد په روانه کشاله کې د حل لارو د موندلو له پاره ښځینه ټولنه راښکېله کړي او بله دا چې د هیواد نسل په وطني مینه سمبال کړي او د ښځینه ټولنو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي. د پوهنتون د ایجاد له وخته تر ننه پورې په پوهنتون کې د ښځینه محصلانو شمیر ورځ تر بلې زیاتوالی مومي او د زیاتوالي په حال کې دی چې دا کار په خپله د جندر مسئلې ته د یاد پوهنتون د توجه او پاملرنې څخه نماینده ګي کوي.
په تیرو کالونو کې د پکتیا په پوهنتون کې د نارينه وو په پرتله د ښځینه محصلانو شمير د فیصدي پر اساس او د پوهنځیو په تفکيک سره په ۱ – جدول کې ښودل شوی دی.
د بېلابېلو کلونو په اوږدو کې د ښځینه محصلانو د شمېر سلنه(٪)
ګڼه |
کلونه |
د ښځینه محصلانو شمیر د سلو له مخې |
1 |
1393 |
5% |
2 |
1394 |
7.8% |
3 |
1395 |
2.3% |
4 |
1396 |
2.7 |
5 |
1397 |
9% |
پکتیاپوهنتون ژمن دی او هڅه کوي چې دا شمیر په راتلونکو پنځو کلونو کې تر 25% پورې لوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې پکتيا پوهنتون سره د اناثیه محصلانو د اعاشې او اباطې په برخه کې د پکتیا د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ تل مرستې کړې دي او لا هم دوام لري له بلې خوا دا خپله یو غوره فرصت برابروي چې بهرنۍ مرستې را جلب کړل شي حتی تر دې پورې چې د جندر په مسئله کې ځینې هیوادونه خاص فنډونه ورکوي چې باید په راتلونکو کلونو کې دې مسئلې ته پام واړول شي.
که څه هم چې په تیرو کلونو کې د ښځينه محصلانو شمیر ورځ تر بلې پورې زیات شوی دی خو بیا هم د دوی د تحصیل په وړاندې ګڼ شمیر ستونزې شتون لري چې ستونزې یې عبارت دي له:
- ټولنیزي یا دوديزې ستونزې
- ترانسپورتي ستونزې
- په پوهنتون پورې اړوند ستونزې
- په پوهنځیو کې د ښځینه محصلانو لپاره د سهولتونو کموالی
- د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې د برنامو کمښت
- د څانګو په تفکيک سره ښځینه محصلانو ته د ځانګړي سهم نه اختصاص
- د هڅوونکو پروګرامونو کمښت
- په اداري بستونو کې د ښځینه کارمندانو لږه ګمارنه
په پکتیا پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې د لسو ودانیزو او ساختماني پروژو چاري بشپړول ، په عصري وسایلو د تدریسي ټولګیو مجهز کول ، د څلورو نویو پوهنځیو مجهز کول او وداني جوړیدل ، د علمي کچې لوړول ، د ماسترۍ د زده کړو لپاره زمینه برابرول ، مالي خپلواکي ترلاسه کول، د تحصیلي نصاب پراختیا ، د شپنیو پروګرامونو ایجاد او روغتیایي خدماتو زیاتول، هر کال د علمي کادرونو او اداري کارمندانو په تشکیل کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راتګ او هغوی پر دندو ګمارل ، د پوهنتون د اړتیاوړ اجناسو او خدماتو رانیول ، د نشراتو پراختیا، د خارجي پوهنتونونو سره علمي توامیتونه رامنځ ته کول ، د نویو بریښنائي تکنالوژی ترویج ، د پوهنتون د شنې ساحې پراختیا، د روغتیا او کارموندنې مشورې ورکولو مرکز جوړول او داسې نورو پرمختیایي پروژو د پلي کولوو لپاره د پوهنتون د بودیجې زیاتیدو ته اړتیا ده .
علمي پروګرامونه
بې له شکه چې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې تېرو څو لسیزو بدمرغیو، جګړو او شخړو د هیواد کادرونه او علمي برنامې په بې سارې توګه زیانمنې کړې دي، په دې اساس د هیواد باالخصوص جنوب ختیځ زون د اړتیا او نظر سنجي او د پوهنتون د معیاري کولو په موخه په دغه پنځه کلن سترایتژیک پلان کې وضیعت ته په کتو دندې او علمي برنامې ځای په ځای شوي دي .
د استاد او محصل تر منځ نسبت په نړیوال معیار د زده کړو لپار یو عمده او مهم اصل دی. موږ په اوس مهال د علمي کادرونو له زیات کمښت سره مخ یو. اوسنی نسبت په ۱۳۹۸ کال کې استاد او محصل تر منځ 1:48 دی. موږ غواړو په دې برخه ډیر جدي کار وکړو او دغه نسبت په راتلونو پنځو کلونو کې 1:36 ته راښکته کړو. لاندې جدول د هر کال د محصلینو د جذب او همدارنګه د علمي کادرونو د جذب لپاره ورکړل شوی تر څو له پنځو کلونو څخه وروسته خپل هدف ته ورسیږو.
د علمي کادرونو د جذب جدول له ۱۳۹۸ تر ۱۴۰۲ ه ش
کال |
۱۳۹۸ |
۱۳۹۹ |
۱۴۰۰ |
۱۴۰۱ |
۱۴۰۲ |
د علمي کادرونو جذب |
۱۵ |
۲۵ |
۲۵ |
۳۰ |
۳۰ |
د محصلانو جذب |
۲۵۰۰ |
۲۶۵۰ |
۲۸۰۰ |
۲۹۵۰ |
۳۱۰۰ |
د پکتیا پوهنتون له ایجاد څخه تر دې دمه د علمي کادرونو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د پام وړ تغیر راغلی دی. په لومړنیو وختونو کې تقریبآ ټول علمي کادرونه د لسانس په کچه ګمارل شوي و. د هغو د ظرفیت د لوړاوې لپاره د امکان تر حده هڅې شوې او په ۱۳۹۸ کال کې 5نفره دوکتور او 92 تنه ماستران لري. زموږ هڅه داده چې د دوکتورا لرونکو عملي کادرونو شمېر په راتلونکو پنځو کلونو کې 33تنه ته او د ماسترانو شمیر 180تنه ته لوړ کړو. لاندې جدول د هر کال لپاره د ظرفیت لوړونې د اندازو لپاره ورکړل شوی دی.
د هغه استادانو لپاره چې د زیات عمر له کبله او یا هم د انګلیسي ژبې سره د ستونزو له کبله په دې نه دې توانیدلي چې تر اوسه بورس تر لاسه کړي، موږ د هغوی لپاره د profession development center (PDC) له لارې د ظرفیت د لوړولو پروګرامونه پر لاره اچوو تر څو د دوی مشکل حل شې.
د علمي کچې د لوړاوي جدول له ۱۳۹۸ تر ۱۴۰۲ ه ش
کال |
1398 |
1399 |
1400 |
1401 |
1402 |
مجموع |
له ماسترۍ نه دوکتورا ته |
1 |
3 |
5 |
8 |
10 |
27 |
له لسانس نه ماسترۍ ته |
20 |
25 |
20 |
20 |
15 |
100 |
لنډمهاله زده کړې لکه علمي جلسات، سیمنارونه، کنفرانسونه او ... د علمي کادرونو د ظرفیت د لوړولو لپاره ښه فرصتونه وي. د تېر ستراتیژیک پلان په کلونو کې ډیرو استادانو د هیواد د ننه او د باندې په علمي لنډ مهاله پروګرامونو کې ګډون کړی دی. په راتلونکو پنځو کلونو کې پکتپیا پوهنتون کوشش کوي تر څو ډیر استادان په داخل او خارج کې په سمینارونو او نورو لنډ مهاله پروګرامونو کې ګډون وکړي. همدارنګه پکتیا پوهنتون کوشش کوي چې د هره پوهنځی له لارې په میاشت کي یوځل د پوهنتون په کچه یو علمي سیمینار چې د هیواد په کچه مسلکي خلک به پکې ګډون کوي برابر کړي.
|
جنس |
کارمندان |
شما ره |
|||||||
مجموعه |
مسلکی |
بکلوریا |
فوق بکلوریا |
لیسانس |
فوق لیسانس |
ماسټر |
دوکتور |
|||
66 |
|
6 |
15 |
43 |
0 |
2 |
|
نارینه |
د کارمندانو موجود شمیر |
|
5 |
|
1 |
2 |
2 |
|
|
|
ښځینه |
په اداري برخه کې د ظرفیتونو ټیټوالی د پکتیا پوهنتون لپاره یو چلنج دی، ددې لپاره چې په اداري برخه کې ښه خدمات وړاندي کړو، د کارمندانو ظرفیت لوړونې جدي اړتیا ده. د پکتیا پوهنتون لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپلو اداري کارمندانو ظرفیت لوړونه په اولیتونو کې حساب ده او د دوی په ظرفیت لوړونې جدي کار کوي. لاندې کړنې تر سره کوو:
- هغه اداري کارمندان چې انګلیسي ژبه یې زده ده، په خپل نوبت به په بورسونو کې معرفي شي.
- پوهنتون به هغه کارمندان تشویق کړي چې د ژبې او معلوماتي تکنالوژي په برخه کې لاسته راوړني ولري.
- د معاونیت اداري تر چوکاټ لاندې به د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې لنډمهاله پروګرامونه جوړ شي.
په راتلونکو پنځو کلونو کې به ټول هغه استادان چې د خپلو تحقیقاتو، نوښتونو او نورو هڅو له لارې یې د درس د کیفیت په ښه والي کې رول لوبولی، همدا شان هغه استادان چې د څانګو، پوهنځیو او پوهنتون په کچه یې کمیټو کې فعال ګډون کړی او هغه اداري کارمندان چې د خپل وظیفوي صداقت له لارې یې غوره خدمتونه وړاندي کړي تشویق او وستایل شې. همدارنګه به هغه استادان او اداري کارمندان چې له خپلو موقفونو یې ناوړه ګټه اخیستنه کړي کړي مجازات شې.
د لوړو زده کړو وزارت د قانون تر چتر لاندې باید هر دري کاله وروسته د استاذانو ترفیع وشي. موږ د استاذانو ترفیع په جدي ډول څارو. اوس مو د پوهنتون په کچه د تحقیقاتو د امریت په ایجاد سره دې مسلې ته پام نور هم زیات کړی دی. د یاد امریت له مخې به وکولی شو چې په پوهنتون کې د شته استادانو د تر سره کیدونکو تحقیقاتو د اجرا او د هغوی د پرمختګ څخه پر وخت خبر شو او د دوی د اجرا شویو کارونو لپاره د نشر کېدو امکانات برابر کړو. د دغو تحقیقاتو نشرول به د استادانو په علمي ترفیعاتو کې مرسته وکړي.
د پکتیا پوهنتون په تحقیقي کارونو کې د علمي کادرونو د دوکتورا او ماستري تیزیسونه، تحقیقي پروژې، تحقیقي مقالې، علمي ترفیعات، او د محصلینو د لسانس دورې مونوګرافونه شامل دي. د پوهنتون د ایجاد په اولنیو وختونو کې سرته رسیدلي تحقیقات دومره منسجم نه و. له همدې کبله د اجرا شویو تحقیقاتو تاثیر په درسي کیفیت باندې کم ښکاري. ددې کار یوه وجه دا هم ده چې په تیرو کلونو کې د پوهنتون په کچه رغنیزو چارو ته پاملرنه د تحقیقاتو په پرتله فوق العاده زیاته وه. په راتلونکو پنځو کلونو به د تحقیقاتو د لا پیاوړتیا او انسجام لپاره د علمي معاونیت په چوکات او د تحقیقاتو امریت تر چتر لاندې لاندې کړنې ترسره شې:
- د پوهنتون د تحقیقاتي مرکز ایجاد
- د تحقیقاتې امریت تر چتر لاندې د دوه مدیریتونو ایجادول
پوهنتون یوه علمي مجله لري چې په ۳میاشتو کې خپریږي او په هره ګڼه کې له 20- 60 پورې علمي مقالې نش خپریږي . همدارنګه د بيلابيلو پوهنځیو په سطحه. د اونیزو، میاشتنیو او نورو بيلابيلو مهالنیو په شکل نشرات لرو. همدارنګه د ځینو استادانو لخوا بيلابيل کتابونه لیکل شوي چې د پوهنتون د درسي موادو برخه جوړوي. پوهنتون د راتلونکي ستراتیژیک پلان په لړ کې ددي نشراتو د انکشاف لپاره لاندې کړنې په پام کې لري:
- د انلاین ویب سایټ په توګه د یوه ژورنال ایجادول تر څو علمي لیکنې په اسانه او وړیا نشر شې.
- د پوهنتون علمي معاونیت به ټول هغه نشرات په دقیق ډول تعقیب وڅیړي چې د پوهنتون په کچهخپریږي تر څو معیار ته په نږدي کیدو کې اقدامات شوي وي.
- معاونیت ادارې به د هرې مجلې د چاپ لپاره بودیجه ځانګړي کړي.
- پوهنتون د نشراتو په تجهیزاتو سمبالول یو بل مهم اقدام دی چې باید په پوهنتون کې په اینده پنځو کلونو کې وشي. پوهنتون هڅه کوي چې د استادانو تالیفات په کم وخت کې چاپ کړي او دوی ته د تالیف د امتیازاتو تر څنګ ۱۰۰ جلده چاپ شوی آثر هم ورکړي. پکتیا پوهنتون به کوشش وکړي چې د نشراتو د چاپ لپاره وسایل برابر کړي
۱۳ـ۱ د تحصیلي نصاب انکشاف او بیا کتنه
د پکتیا پوهنتون د ایجاد څخه راپدیخوا، په تحصیلي نصاب کې وخت پر وخت مثبت تغیر راغلی او اوس پوهنتون نسبتا د ښه نصاب څښتن دی. پنځه کاله وړاندې په پوهنتون کې د کریډیټ سیستم پلي کیدل پیل شول، چې اوس په ټول پوهنتون کې په منظم ډول پلي کیږي. تر ټولو مهمه داده چې هم د پوهنتون په کچه او هم د اووه ګونو پوهنځیو په کچه د کریکولمونو د نوي کولو کمیټې ایجاد شويدي، چې په ګډه په منظم شکل کار کوي. که څه هم زموږ د ټولو پوهنځیو کریکولمونه د لوړو زده کړو د وزارت په چوکاټ کې د واحد کریکولم په شکل، چې په ټولو پوهنتونونو کې تطبیق کیږي، عملي کیږي، خو موږ پلان لرو، چې هر پنځه کاله وروسته د ټولو پوهنځیو کریکولمونه د هغو دولتي ادارو، موسساتو او وزارتونو سره په مشوره چې په مربوطه ساحاتو کې کار کوي، نوي کړو تر څو د ټولنې غوښتنو ته ځواب ووایې او د لوړو زده کړو وزارت ته یې د تعدیل لپاره پیشنهاد کړو. مشخصا لاندې کړنې د نصاب د انکشاف او بیا کتنې لپاره په پام کې لرو:
- هره پوهنځی به د خپلې رشتې له متخصصینو، فارغانو، ګمارونکو ادارو سره د خپل نصاب د نوي کولو په اړه مشورې وکړي.
- علمي معاونیت به د پوهنتون د کریکولم د کمیټي په مرسته د ټولو پوهنځیو د یادو کمیټو کارونه وخت پر وخت تعقیبوي او مشکلاتو د حل لپاره به یې کار کوي. همدارنګه به د یادو کمیټو لپاره وخت پر وخت د ظرفیت لوړونې سیمیناونه جوړ شې ترڅو یې په کارونو کې ځنډ رانشي.
- بریښنایي زده کړه eLearning
پکتیا پوهنتون اوسمهال یوازې د لیسانس په کچه د بریښنایي زده کړو خدمتونه وړاندې کوي داچې بریښنایي زده کړې د پوهنتون لپاره د عاید یوه ښه سرچینه ګڼل کیدای شي او همدارنګه په ټولنه کې دپکتیا پوهنتون اغیز ریاتولی شي نو په دی اساس پکتیا پوهنتون دې ته ژمن دی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د بریښنایې زده کړو د خدمتونو وړاندې کولو لو په برخه کې یو لړ کارونه ترسره او لاندې ذکر شویو موخو ته ځان ورسوي .
- د بریښنایي زده کړو لپاره مجهز ې خونې او درسي مواد اماده کول.
- په الکترونیکي ډول د استادانو او محصلانو ترمنځ رابطه ایجادول.
- د ذکر شوي پروګرام درسي مواد له عادي درسي پروګرام سره یوشان کول.
- د محصلینو لپاره د الکترونیکي کتابتون اسانتیاوې زیاتول او په دې برخه کې د هر ډول ستونزو له مینځه وړل.
- د معلوماتي تکنالوژۍ په وسایلو باندي د پوهنځیو سمبالولو په موخه مناسب پلان جوړول.
- د ویډیو کنفرانس په وسایلو باندي د پوهنتون په کچه د یوصنف مجهز کول.
- په پوهنځیو او صنفونو کې د معلوماتي تکنالوژي موجود وسایل ترمیمول.
- هری پوهنځی لپاره یو PDC سنټر جوړول .
- د IT په برخه کې منظمه پالیسي جوړول او تطبیق کول .
- د پوهنتون لپاره په لوړ ظرفیت سره Storage Device جوړول .
- په پوهنتون کی د انلاین ازموینو لپاره امکانات برابرول.
لوړو زده کړو ته لاسرسی
-
- لوړو زده کړو ته د لاسرسی زیاتوالی
- لوړو زده کړو ته د ښځینه ؤ د لاسرسی زیاتوالی
- د کریډټ د سیستم پیاوړتیا او پرمختګ
- د محصلینو لپاره د خدماتو پیاوړتیا
بېخبیناوې
د پکتيا پوهنتون ودانيزې چارې
د پکتيا پوهنتون، چې د جغرافيايي موقعيت له اړخه د ګردېز ښار څخه په ۵ کيلو متري واټن باندې د کابل او ګردېز تر منځ د غځېدلې لويې لارې په ختيځه څنډه کې پروت مستطيل شکله جغرافيايي موقعيت لري.
دا پوهنتون له تدريسي، زده کړه ييزو، اداري، خدماتي، فرهنګي، ورزشي او تفريحي ودانيزې فضاء له اړخه د هېواد د لويو پوهنتونونو په رديف کې قرار لري. ځکه د دې پوهنتون جغرافيايي رقبه او مساحت چې د حدود اربعه په محوطه کې یې شتون لري، تر ۱۰۸ جرېبه وسعت پورې رسېږي، کومه چې د پکتيا د پخواني والي مرحوم حکيم تڼيوال د محلي حکومتدارۍ پر مهال چې د دې ولايت چارې یې پر مخ وړلې د شرعي قبالې له طريقه د پکتيا پوهنتون په اختيار کې ورکړل شوې ده.
۱-۱- د تدریسي خونو ودانيزې چارې
د ډېر وخت راهيسې د پکتيا په پوهنتون کې د تدریسي ودانيو کمښت یوه له هغه بنسټيزو ستونزو له جملې څخه وو او دی، د کوم سره چې د دې پوهنتون په اداري جوړښت کې منل شوي ۷ رسمي پوهنځۍ هره یوه(تعليم و تربيه، زراعت، طب، حقوق، انجينري، ادبيات او اقتصاد لاس او ګرېوان وو، ځکه د یادو پوهنځيو تدریسي بهير په څو محدودو تدريسي خونو کې په غير معياري ډول په مختلط شکل جريان درلود، چې اوسمهال دغه ستونزه نسبتآ تر یوه بريده هواره شوې هم ده، مګر لاهم د دغې ستونزې تاثيرات په ډېر شدت سره احساسېږي، ځکه ښه بېلګه یې د حقوقو پوهنځی دی، د کوم تدرسي بهير چې په مؤقت شکل د اقتصاد پوهنځي د ودانۍ په تدریسي خونو کې جريان لري او دغه پوهنځی یې هم د تدريسي خونو د کمښت له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی، همدارنګه سربېره پر دې، په څو تېرو کلونو کې هغه اندازه محصلين چې د دې پوهنتون بيلابيلو پوهنځيو ته جذب شوي دي، د تدريسي ودانيو د کمښت ګڼې ستونزې راټوکولې دي، د کوم لپاره چې د دې پوهنتون په احاط کې تعمير شوې ودانۍ بسنه نه کوي.
د پورتني فعلي وضعيت په پام کې نيولو سره د پکتيا پوهنتون د راتلونکو پنځه کلونو لپاره په یاده برخه کې په سېستماتېکه بڼه د امکاناتو مهيه کولو په موخه لاندې تدابيرو په عمل کې منعکس کول د خپل پلان جز ګرځولي دي، چې:
- د شته پوهنځيو سربېره د وزارت ته د پېشنهاد شويو درېيو پوهنځيو (کمپيوټر ساينس، شرعيات او ژورنالېزم) لپاره په ستندرد تدريسي خونو باندې د سنبال ودانيو تاسيسول.
- په درسي خونه کې د هر محصل لپاره په معياري ډول د یو متر ځای رعايت کول.
- د درسي خونو په تکنالوژيکي تجهيزاتو مجهز کول.
۲- ۱ :- د جمنازيوم، اېډوټوريم او ليليي ودانيزې چارې
د پکتيا پوهنتون اوسمهال د محصلينو د تمرين لپاره د جمنازيوم په نوم کومه مشخصه ودانۍ نلري، البته د کرکټ، فوټبال او وليبال په څېر ورزشي لوبو لپاره د لوبغالو سربېره د غونډو او علمي سيمينارونو د دايرولو لپار یو اېډوټوريوم لري، همدارنګه د ليلۍ د ودانيو په برخه کې یوزاې د انجونو د ليلي ودانۍ لري او د ذکورو برخې د ليلي د ودانۍ له امکاناتو څخه بې برخې دی.
پکتيا پوهنتون په یادو برخو کې د شته ستونزو په درک کولو سره د راتلونکو پنځه کلونو په جریان کې د لاندې پلان په تعقيبولو سره خپل مسير ټاکي:
- د ۸۸۴ متره مربع په مساحت باندې د یو معياري جمنازيوم سربېره د محصلينو د تفرېح لپاره د مجهز لامبلو حوز جوړونه.
- د ۱۰۰۰ نفرو په ظرفيت درلودلو سره د یو ستندرد اېډوټوريوم جوړونه.
- د انجونو او ذکورو لپاره جلا جلا د مصؤن او مجهزې ليليي جوړونه.
۱.۳:- د لابراتوارونو ودانيزې چارې
پکتيا پوهنتون فعلآ د پوهنځيو په کچه د لابراتوارونو په برخه کې داسې کومه مجهزه او معياري لابراتواري ودانۍ نلري کومه چې د ټولو محصلينو د عملي کار او د استادانو د تحقيق کولو لپاره بسنه وکړي، بلکې تجهيزلو ته اړتيا لري، تر څو معياري شي او د یو پوهنځي ټول محصلين او استادان ترې په خپله اړونده برخه کې ګټه پورته کړي، په همدې مناسبت د پکتيا پوهنتون اداره په خپل اوسني پلان کې په لاندې کړنو لاس په کار شوي دي.
- د پوهنځيو د اوسنيو لاربراتوارونو د ودانيو وسعت.
- د تجهيزاتو له اړخه د نوموړو ودانيو د مجهز کولو سربېره د مجربو ټېکنيشنو ګمارل او د ورکشافونو د دايرولو له طريقه د هغوي ظرفيت او مهارت لوړونه.
د پوهنتون موخې:
پوهنتون ستراتیژیکي موخې د وخت او شاخصونو په ذکر کولو سره
- جدول: د پکتیا پوهنتون پنځه کلنې ستراتیژیکې موخې
ګڼه |
موخې |
ټايم لاين (۱۳۹۸-۱۴۰۲) |
۱ |
د زده کړو کیفيت لوړوالی، پوهنتون په پام کې لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې لږ تر لږه د کیفيت يو نړيوال اعتبار ليک (Accredited Letter) ترلاسه کړي، او دوه نړيوال تؤاميتونه يا پارټنرشيپونه رامنځته کړي. |
نړيوال اعتبارليک ۱۴۰۲ نړيوال پارټنرشيپونه ۱۳۹۹-۱۴۰۱ |
۲ |
علمي، اداري او مالي خپلواکي لاسته راوړل |
۱۴۰۱ |
۳ |
لږ تر لږه يوه علمي څانګه کې د ماسترۍ پروګرام پيلول |
۱۴۰۲ |
۴ |
دوه نوې پوهنځی ايجادول، پدې توګه د پوهنځيو شمېر ۹ ته رسول |
۱۳۹۹-۱۴۰۲ |
۵ |
۱۳ نوي دېپارتمنتونه رامنځته کول، پدې توګه د دېپارتمنتونو شمېر ۴۷ ته رسول |
۱۳۹۸-۱۴۰۲ |
۶ |
اووه شپنۍ برنامې پيلول |
۱۳۹۹-۱۴۰۲ |
۷ |
د موجود ډاکټرانو (PhD) شمېر له (۶) څخه (۱۸) تنو ته رسول |
۱۳۹۸-۱۴۰۲ |
۸ |
د ماستر استادانو موجود شمېر (۷۰)، ۲۵۰ ته لوړول |
۱۳۹۸-۱۴۰۲ |
۹ |
د استادانو تشکيل هر کال ۱۵٪ زياتول او تر راتلونکو پنځو کالو يې شمېر تر ۳۰۰ استادانو پورې رسول |
۱۳۹۸-۱۴۰۲ |
۱۰ |
اداري او خدماتي تشکېل هم هر کال ۱۲٪ لوړول |
۱۳۹۸-۱۴۰۲ |
۱۱ |
د استاد او محصل نسبت په ټولو پوهنځيو کې تعديل او مساوي کول او 1/30 ته رارسول، د نويو محصلانو جذب هم دې نسبت ته په کتو تعينول |
۱۳۹۸-۱۴۰۰ |
۱۲ |
په ښه کيفيت د موجوده عمراني پروژو په ترسره کولو برسېره دوه نوي تدريسي تعميرونه او يو ريسرچ سنټر اعمارول |
۱۳۹۹-۱۴۰۲ |
۱۳ |
د پوهنځیو PDC خونې او کتابتونونه په کمپيوټرونو، تجهېزاتو، برقي او کاغذي کتابونو او درسي موادو او معلوماتي ټکنالوژي سمبالول، او د پوهنتون د کمپيوټر ليب فعاليتونه مؤثرې کچې ته رسول |
۱۳۹۸-۱۳۹۹ |
۱۴ |
د اچې انګليسي ژبه د زده کړې وسېله ده (EMI)، نو درسي ژبه انګليسي ژبې ته په تدريج اړول |
۱۳۹۸-۱۴۰۲ |
۱۵ |
د څېړنې موجود کميت او کیفيت لوړول، د څېړنېزو پروژو او مقالو شمېر پنځه چنده زياتول؛ او په هارډ ژورنال (قلم مجله) برسېره رسمي انلاين علمي ژورنال ايجادول، او د پوهنتون د استادانو څېړنېزې مقالې پکې وړيا خپرول د څېړنې کيفيت د لوړوالي لپاره استادان نړيوال څېړنيزو فيلوشيپونو او سکالرشيپونو ته معرفي کول، او د پوهنتون د ننه هم ورته هر سمستر کې لږ تر لږه ۱۲ ساعته، ټرېنينګ، ورکشاپ او کنفرانس دايرول |
۱۳۹۸-۱۴۰۲ |
۱۶ |
د پوهنتون د انلاين نشراتي برخې لکه د پوهنتون رسمي ويب سايټ ( pu.edu.af)، د پوهنتون د رسمي ايميلونو ويب (webmail.pu.edu.af) ، HEMIS او د پوهنتون د فيسبوک پاڼې فعاليتونه مؤثرې کچې ته رسول او برسېره پردې په يو ټييوب، ټوېټر او نور انټرنټي شبکو کې فعاليتونه او خدمتونه پيلول او د بهرنيو اکاډميکو اړيکو او پارټنرشيپونو په ايجاد کې ترې کار اخېستل اداري سيستم بريښنايي او بريښناليک سيستم ته اړول او پدې توګه د کاغذ مصرف او تلف راکمول او په دې وسيله په اجراآتو کې چټکتيا راوستل |
۱۳۹۸-۱۳۹۹ |
۱۷ |
د E-learning پروسه پيلول ، او په اړه يې تخنيکي ورکشاپونه دايرول، د پوهنتون په انټرنټي ادرسونو د الکترونيکي زده کړو خدمات وړاندې کول او برسېره پردې AfghanX کې شاملېدل |
۱۳۹۸-۱۴۰۲ |
۱۸ |
په پوهنتون کې د جنډر شاخص د ښه والي لپاره د مؤثرې پاليسي ډېزاين او تطبیق، او انډکس يې د پام وړ ښه کول |
۱۳۹۸-۱۴۰۲ |
۱۹ |
د هر ډول فساد او تعصب مخه ډب کول |
۱۳۹۸-دوامدار |
۲۰ |
په ملي کچه د عامه او خصوصي پوهنتونو د ټاپ لس په کتار کې د پکتيا پوهنتون راتلل |
۱۴۰۰ |
بودیجه: دپکتیا پوهنتون ستراتیژیک پلان د عملي کیدلو او د ذکر شویو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ځانګړې بودیجې ته اړتیا لیدل کیږي چې تفصیل یې په لاندې ډول دی.
مالي پلان:
د اړتیا وړ پاتې بودجې اټکل |
بودجه |
مجموعه |
کلونه |
کړنې |
||||||
مرستې |
عادی بودجه |
پراختایی بودجه |
۱۴۰۲ |
۱۴۰۱ |
۱۴۰۰ |
۱۳۹۹ |
۱۳۹۸ |
|
||
۱. د رهبرۍ پروګرامونه |
||||||||||
|
|
|
24,000 |
24,000 |
|
|
|
12,000 |
12,000 |
۱،۱ د خپلواکۍ رامنځ ته کول |
|
|
|
12,000 |
12,000 |
|
|
|
6,000 |
6,000 |
۲،۱ په محصلانو او علمي برخه کې د قوانینو ،کړنلارو او لایحو له نظره تیرول او د اړتیا پر مهال په هغو کې د تعدیل راوستلو لپاره وړاندیزونه کول |
|
|
|
30,000 |
30,000 |
6,000 |
6,000 |
6,000 |
6,000 |
6,000 |
۳،۱ د اداري سیستم له فساد سره مبارزه او د بروکراسی سیستم بررسی کول |
|
|
|
4,000 |
4,000 |
|
|
|
4,000 |
|
۴،۱ د نظارت او ارزونې لپاره د لایحې ایجادول |
|
|
|
75,000 |
75,000 |
15,000 |
15,000 |
15,000 |
15,000 |
15,000 |
۵،۱ د توامیتو پراختیا |
|
|
|
20,000 |
20,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
۶،۱ د جنسیت په برخه کې د مساوات اصل تطبیق او معلومات ورکول |
|
|
|
80,000 |
80,000 |
16,000 |
16,000 |
16,000 |
16,000 |
16,000 |
۷،۱ د عوایدو د پیداکولو لپاره لګښتونه |
|
|
|
245,000 |
245,000 |
41,000 |
41,000 |
41,000 |
63,000 |
59,000 |
مجموعه |
۲. علمي پروګرامونه |
||||||||||
|
|
1,560,000 |
|
1,560,000 |
500,000 |
400,000 |
300,000 |
240,000 |
120,000 |
۱،۲ په کال کې د ۱۵ تنو علمي کادرونو ګمارل |
|
|
|
2,205,000 |
2,205,000 |
462,000 |
451,500 |
441,000 |
430,500 |
420,000 |
۲،۲ په کال کې د ۵۴ تنو علمي کادرونو تحصیلي کچه له لیسانس څخه ماستر ته لوړول . |
|
|
|
279,300 |
279,300 |
72,800 |
71,100 |
69,400 |
66,000 |
|
۳،۲ په کال کې د ۳ تنو علمي کادرونو تحصیلي کچه له ماستر څخه ته لوړول |
|
|
20,000 |
|
20,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
۴،۲ په کال کې دتشکیل له پراختیا سره سم د ۶ تنو خدماتي کارونو ګمارل |
|
|
|
15,000 |
15,000 |
3,000 |
3,000 |
3,000 |
3,000 |
3,000 |
۵،۲ د اداري کارمندانو لپاره په کال کې دوه د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په لاره اچول |
|
|
|
500,000 |
500,000 |
100,000 |
100,000 |
100,000 |
100,000 |
100,000 |
۶،۲ د علمي څیړنو لپاره ځانګړې بودجه |
|
|
|
75,000 |
75,000 |
15,000 |
15,000 |
15,000 |
15,000 |
15,000 |
۷،۲ په کال کې د کتابتون د اړتیا وړ ۱۰۰ جلده کتابونه رانیول . |
|
|
|
100,000 |
100,000 |
20,000 |
20,000 |
20,000 |
20,000 |
20,000 |
۸،۲ د مجلو د خپرولو لپاره ځانګړې بودجه |
|
|
|
100,000 |
100,000 |
20,000 |
20,000 |
20,000 |
20,000 |
20,000 |
۹،۲ د نشراتو تجهیزول |
|
|
|
80,000 |
80,000 |
|
40,000 |
40,000 |
|
|
۱۰،۲ لږ تر لږه د ماستري یوه برنامه ایجادول |
|
|
|
20,000 |
20,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
۱۱،۲ د علمي څیړنو د مرکز کړنې حمایه کول |
د اړتیا وړ پاتې بودجې اټکل |
بودجه |
مجموعه |
کلونه |
کړنې |
||||||
مساعدت ها |
بودجه عادی |
بودجه انکشافی |
۱۴۰۲ |
۱۴۰۱ |
۱۴۰۰ |
۱۳۹۹ |
۱۳۹۸ |
|
||
|
|
|
100,000 |
100,000 |
20,000 |
20,000 |
20,000 |
20,000 |
20,000 |
۱۲،۲ د تحصیلي نصاب بیاکتنه او پرختیا |
|
|
|
10,000 |
10,000 |
2,000 |
2,000 |
2,000 |
2,000 |
2,000 |
۱۳،۲ د اړتیا وړ ۳۱ څانګو رامنځ ته کول |
|
|
|
250,000 |
250,000 |
50,000 |
50,000 |
50,000 |
50,000 |
50,000 |
۱۴،۲ د ۷ شپنیو برنامو رامنځ ته کول |
|
|
|
5,000 |
5,000 |
|
|
|
|
5,000 |
۱۵،۲د پوهنځیواو اداري څانګو لپاره د انټرنیټ نوې شبکه ایجادول |
|
|
|
75,000 |
75,000 |
15,000 |
15,000 |
15,000 |
15,000 |
15,000 |
۱۶،۲ د ویډیو کنفرانسونو لپاره ۸ نوې خونې جوړول |
|
|
|
14,000 |
14,000 |
1,000 |
1,000 |
1,000 |
1,000 |
10,000 |
۱۷،۲ د محصلیلو لپاره د رواني مشورو ورکولو کلنیک ایجادول |
|
|
|
3,828,300 |
5,408,300 |
1,288,800 |
1,216,600 |
1,104,400 |
990,500 |
808,000 |
مجموعه |
۳. معقول کول |
||||||||||
|
|
|
240,000 |
240,000 |
30,000 |
30,000 |
30,000 |
70,000 |
80,000 |
۱،۳ د کریډټ سیستم معیاري کول |
|
|
|
50,000 |
50,000 |
10,000 |
10,000 |
10,000 |
10,000 |
10,000 |
۲،۳ د PDC او نورو زده کړه ایزو برنامو ایجادول |
|
|
|
25,000 |
25,000 |
5,000 |
5,000 |
5,000 |
5,000 |
5,000 |
۳،۳ د محصلینو لپاره د یوې خپرونې ایجادول |
|
|
|
150,000 |
150,000 |
30,000 |
30,000 |
30,000 |
30,000 |
30,000 |
۴،۳ د منسوبینو لپاره روغتیایي اسانتیاوې رامنځ ته کول |
|
|
|
30,000 |
30,000 |
|
|
10,000 |
20,000 |
|
۵،۳ د ویډیو کنفرانسونو او آن لاین ټولګیو ایجادول |
|
|
|
20,000 |
20,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
4,000 |
۵،۳ له روګږدیتوب ،تاوتریخوالي او تعصب سره مبارزه |
|
|
|
515,000 |
515,000 |
79,000 |
79,000 |
89,000 |
139,000 |
129,000 |
مجموعه |
۴. د بیخبیناوو پروګرامونه |
||||||||||
|
|
|
550,000 |
550,000 |
110,000 |
110,000 |
110,000 |
110,000 |
110,000 |
۱،۴ د درسي صنفوفونو اماده کول |
|
|
|
100,000 |
100,000 |
|
|
|
|
100,000 |
۲،۴ دطب پوهنځی دهستولوژی، فارمکولوژی، توکسیکولوژی، ویرولوژی لابراتوارونه ایجادول |
|
|
|
280,000 |
280,000 |
56,000 |
56,000 |
56,000 |
56,000 |
56,000 |
۳،۴ د کرنې پوهنځي لپاره د باکتریالوژی، پارازیتولوژی، پتولوژی، اناتومی، ، بیوشیمی، څارویو روزنې لابراتوارونه ایجادول |
|
|
|
300,000 |
300,000 |
|
|
100,000 |
200,000 |
|
۴،۴ د انجینری پوهنځی لپاره د پاور، کنترول سیستم او لابراتوار ایجادول |
د اړتیا وړ پاتې بودجې اټکل |
بودجه |
مجموعه |
کلونه |
کړنې |
||||||
مرستې |
عادي بودجه |
پراختیایی بودجه |
۱۴۰۲ |
۱۴۰۱ |
۱۴۰۰ |
۱۳۹۹ |
۱۳۹۸ |
|
||
|
|
|
1,000,000 |
1,000,000 |
200,000 |
200,000 |
200,000 |
200,000 |
200,000 |
۵،۴ د طب ،انجینری،کرنې او ښوونې روزنې لپاره لابراتوارونه ایجادول |
|
|
|
1,000,000 |
1,000,000 |
|
|
|
|
1,000,000 |
۶،۴ د علمي څیړنو لپاره د ودانۍ جوړول |
|
|
|