د ۱۴۰۱ کال، سلواغې ۱۸ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
a

د ۱۴۰۱ کال، سلواغې ۱۸ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د غزني تخنیکي پوهنتون او پکتیکا لوړو زده کړو موسسې(۷) خالي کادري بستونو ته له (۳۰)تنو څخه کادري ازموینه واخیستل شوه.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د ازموینې ګډونوالو ته د شفافیت ډاډ ورکړ.
نوموړي د کادري ازموینې له ګډونوالو څخه هم وغوښتل چې له خپلې وړتیا څخه دې ګټه پورته کړي او تل دې د کامیابي او بریالیتوب راز په خپله پوهه کې ولټوي.
بل خوا د غزني تخنیکي پوهنتون رئیس فدا محمد محمدي هم د پکتیا پوهنتون له رهبري او خصوصا د امتحاناتو له کمېټې څخه مننه وکړه، چې په خپلو چارو کې یې تل شفافیت او وړتیا ته لومړیتوب ورکړی دی.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۸
Background image

د علمي کادري بستونو خبرتیا!

د علمي کادري بستونو خبرتیا!
پکتیا پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو پنځه خالي کادري بستونه د ازاد رقابت په موخه اعلان ته سپاري، پر شرایطو برابر نوماندان کولای شي، چې ورته نوم لیکنه وکړي.
. ۱: . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۸:۵۲
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند  د الکترونیکي، دفتري او درسي  وسایلو په اړه قرارداد د ازادې داوطلبۍ له لارې د دوهم ځل لپاره اعلان ته سپاري

د پکتیا پوهنتون اړوند  د الکترونیکي، دفتري او درسي  وسایلو په اړه قرارداد د ازادې داوطلبۍ له لارې د دوهم ځل لپاره اعلان ته سپاري، په قانوني شرایطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې . . .

Back to announcements