د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۲:۳۳
a

د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون
په پکتیا پوهنتون کې د پوهنځیو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د کرکټ دغه ســیالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ په دولسو ورځو کې ترسره شـــــــوې، چې تېره ورځ د اقتصـــاد او کرنې پوهنځي لـــــــوبډلو ترمنځ پای لوبه وشوه او اقتصـاد لوبډلې په شپږو ویکټو سره مقابل ټېم ته ماتي ورکړه او لوبه یې پر خپل نوم کړه.
د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د سپورت له مســـؤلینو څخه مننه وکړه او دواړه لوبډلې٬ چې پای لوبې ته یې لار موندلې وه، لوبغاړي یې په ډالیو ونازول.
د یادونې وړ ده، چې پکتیا پوهنتون کې د سپورت مسؤلینو وويل: له دا ډول لــــــوبو څخه یې هـــدف لوبو ته د ځوانانو هڅــــول او د پوهنتون لپاره د یوې غوره او منتخبې لوبډلې جوړول دي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

BACK TO NEWS