د ۱۴۰۱ کال،  حمل ۱۵ مه،  پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۹:۱۹
a

د ۱۴۰۱ کال،  حمل ۱۵ مه،  پکتیا پوهنتون
دوشنبه د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس ډاکټر عبدالوهاب حکمت او د پکتیا کرنې ریاست د رئیس مولوي عبدالرؤف سعید ترمنځ د همکاري په موخه ګډه ناسته د کرنې ریاست په مقام کې تر سره شوه.
په دغه ناسته کې چې د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل محمد امین احمدزي هم برخه درلوده،  د دواړو  ادارو پر علمي او تخنیکي غښتلتیا،  کرنیزو طرحو ، تحقیقاتو ، مسلکي اشخاصو پر روزنه او ګمارنه بحث وشو.
وروسته کې دواړو لوریو پر قوي عزم او غښتلې اراده یو بل سره د همکاري او کار کولو ډاډ ورکړ.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS