د ژبو او ادبياتو پوهنځي انګلیسی څانګه

تاریخچه

د انګلېسي څانګه د ژبو او ادبياتو پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۹۱ ل کال کې تأسیس شوه او په همدې کال يې عملا" په کار پيل وکړ. د تأسيس سره سم په لومړي سر کې دريو تنو علمي کادرونو هر يو ښاغلي بصیر احمد یاد، ښاغلي احمد ولي بسمل او ښاغلي عبدالرازق صافي يې د تدريس چارې پرمخ وړلې. د استادانو د رايو په يووالي سره ښاغلی بسمل د څانګې د لومړني آمر په توګه د څانګې د ادارې لپاره وګمارل شو. تر دې دمه انګلېسي څانګې په (   ) دورو کې (    ) تنه زده کړيالان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي. اوس مهال په ياده څانګه کې د (   ) تنو اناثو په شمول (   ) تنه زده کړيالان په زده کړو بوخت دي چې د پنځو تنو استادانو له لوري ورته تدريس کېږي. د څانګې چارې د پوهنيار عبدالرازق صافي په مشرۍ پرمخ ځي چې څلور تنه استادان هر يو پوهنيار بصير احمد ياد٬ پوهنيار احمد ولي بسمل٬ پوهنيار واحدالله الکوزی او نوماند پوهنيار طاهر صاحب زاده يې ملتيا کوي.

 

 

ماموریت یا رسالت

د انګلیسي ژبې او ادب په برخه کې په علمي او کاري تجربو سمبال کادرونه د پکتیا او نيږدې سیمو د اړتیاو سره سم وړاندې کوي. په عمومي ډول د انګلیسي څانګه په څیړنې، ادبي، فرهنګي، تدریسي او ژبپوهنې برخو کې د ورزيده او مسلکي کادرونو (ادیبانو، لیکوالانو، استادانو او ژبپوهانو) روزل او په اړونده درسي نصاب کې د مضامينو په درسي پلانونو کې د ټولنې او د وخت د اړتياوو، احتياجاتو او نيازمنديو مطابق په هغې کې د تغيراتو او اصلاحاتو راوستل دي، د روزل شوو اړونده مسلکي کادرونو په ذريعه په ټولنه کې د علم او فرهنګ عام کول.