د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د ازادۍ د ورځې؛ درسونو، عبرتونو او مسؤلیتونو تر نامه لاندې ځانګړې برنامه دائره شوه.

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۲۳
mah

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د ازادۍ د ورځې؛ درسونو، عبرتونو او مسؤلیتونو تر نامه لاندې ځانګړې برنامه دائره شوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې  ۲۶مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له ۲۹مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون محصلانو ته پر دوو د (ازادي او اسلامي نظام د راتګ لپاره د مسلمان ملت قرباني او اهداف) د ( ازادي او اسلامي نظام په ساتنه کې د مسلمان ملت مسؤلیتونه) تر موضوعاتو لاندې سمینارونه ارایه شول.

لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د سمینار برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو وینا وکړه.

ښاغلي حمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د جوړ شوي سمینار پر ارزښت او اهمیت باندې خبرې او وینا وکړه او محصلین یې وهڅول څو په دې او دې ته ورته برنامو کې ورسره فعاله ونډه واخلي.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت پخواني علمي معین دوکتور صاحب لطف الله خیرخوا د (ازادي او اسلامي نظام د راتګ لپاره د مسلمان ملت قرباني او اهداف) تر سرلیک لاندې سمینار ارایه کړ او د موضوع اړوند یې د برخوالو پوښتنو ته لازم ځوابونه هم ورکړ.

وروسته د هیواد مشهور لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک له لوري د ( ازادي او اسلامي نظام په ساتنه کې د مسلمان ملت مسؤلیتونه) تر عنوان لاندې سمینار ارایه شو.

 د یادونې وړ دی، چې جوړه شوې برنامو راغلو مېلمنو، د فرهنګي کمېټې غړو استادانو او محصلانو ته د ډالیو پر وېشلو او دعائې ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS