د اقتصاد پوهنځی د رئیس پېژندنه

پوهنمل شفیع الله غوثي د سیدرحیم الله زوی په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د لوګر ولایت مرکز اړوند په پادخواب شانې کلي کې دنیا ته سترګي غړولي. په ۱۳۶۸ لمریز کال په هیواد کې د داخلي جنګونو او ستونزو له امله د کورنۍ سره یو ځای مهاجرت ته اړ شوو، په کوزه پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ د مهاجرینو په یوه کمپ(توغو سرای) کې دېره شوو. د مهاجرت په دیار ۱۳۷۳ لمریز کال کې د حضرت عمر فاروق په ابتدائیه ښوونځي کې شامل او تر شپږم ټولګي پورې یې په همدې ابتدائیه ښوونځي کې زده کړو ته آدامه ور کړه له ښوونځي څخه په اعلئ درجه فارغ شو. په ۱۳۸۷ د کانکور د ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځی ته بریالی او په ۱۳۹۱ لمریز کال د اقتصاد پوهنځی د تجارت د څانګې څخه په اعلئ درجه فارغ شو. د فراغت څخه وروسته د استادي د مقدسي دندې سرهر د لېوالتیا له امله د بست د لوړو زده کړو مؤسسې کې د علمي کادر په حیث دنده پیل کړه. وروسته د یو کلن تدریس څخه د پکتیا پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د علمي کادر بستونو په حیث دنده پیل کړه. وروسته د یو کلن تدریس څخه د پکتیا پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د علمي کادر بستونو ته ثبت نام او د آزاد رقابت( د ازموینې له لارې) آزموینه ور کړه، په کادري ازموینه کې بریالی او ۱۳۹۲/۱۲/۱۱ لمریزه نېټه کې د پکتیا پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د اداره او تشبثاتو څانګه کې د علمي کادر په حیث مقرر شو. نورو زده کړو ته د آدامې په خاط ر ۱۳۹۵ کال د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د ملي اقتصاد څانګې د ماسټري برنامې ته بریالی او ۱۳۹۶ کال د نوموړې برنامې څخه په اعلئ درجه فارغ شو. څه باندې دوه کاله د اداره او تشبثاتو(BBA) څانګې د آمر او ۱۴۰۰/۳/۲ نېټې څخه راپدیخوا د استادي د مقدسې دندې تر څنګ د اقتصاد پوهنځی د رئیس په حیث دنده سرته رسوي. همدارنګه پوهنمل شفیع الله غوثي په علمي برخه کې تر اوسه مهاله د نړیوال اقتصاد(International Economics) چې ( Steven Husted and Michal Malvin) لخوا معتبر کتاب چې په امریکا او ځېنې نورو هیوادونو کې د تدریسي کتاب په حیث ترې استفاده کیږي ژباړلی، په نړیوالو ژورنالونو کې دوه مقالې او همدارنګه یې د پکتیا پوهنتون په علمي مجله کې دوه مقالې نشر شوي.