اداره او تشبثاتو څانګه

اداره او تشبثاتو ډیپارټمنټ

اداره او تشبثاتو څانګه

د ادارې او تشبثاتو څانګه په ۱۳۹۲ ل. ل. کال کې د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوه. اوسمهال په نوموړې څانګه کې شپږ تنه استادان په تدریس او ۲۹۶ تنه محصلان په زده کړو بوخت دي. د ادارې او تشبثاتو له څانګې څخه تر دې مهاله ۲۰۳ تنه فارغ شوي دي.  

لر لید

د ادارې او تشبثاتو څانګه به په ملي کچه د کاروباري ادارې او مدیریتي پوهې په رامنځته کولو او خپرولو کې یو مخکښه زده کړیزه اداره وي. 

ماموریت

اداره او تشبثاتو څانګه، کاروباري او مدیریتي پوهه د تدریس او څېړنې په واسطه پدې شکل پراخه او خپروي چې د خصوصي او عامه سکتورونو د ودې لپاره مرستندویه واقع شي.