د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي تر مشرۍ لاندې اداري ناسته ترسره شوه.

pu_admin
Thu, Feb 20 2025 9:24 AM
ada

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي تر مشرۍ لاندې اداري ناسته ترسره شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ کال شعبان میاشتې په ۱۹مه، د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي تر مشرۍ لاندې اداري ناسته ترسره شوه.

جوړه شوې اداري ناسته کې د چې د پوهنتون د بېلا بېلو برخو آمرینو او اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د اداري مجلس ټولو برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ له آمرینو او اداري کارمندانو څخه غوښتنه وکړه، څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه په ښه شان سره ادا او ترسره کړي.

د ښاغلي محمدي پر خبره هر څوک په خپله برخه کې مسؤل دی او باید د خپل مسؤلیت په ښه شان ادا کولو کې خپله پوره هڅه وکړي. د هغه پر خبره هر کارمند په خپله برخه کې د مسؤلیت تر څنګ صلاحیت هم لري، چې اصولو او قوانینو ته پام اجرات ترسره کړي.

ورپسې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت غړي مولوي صاحب محب الله فیضي د وینا پر مهال له اداري کارمندانو څخه غوښتنه وکړه، څو د دعوت او ارشاد آمریت له لوري کارمندانو ته په پیل شویو درسونو کې فعاله ونډه واخلي.

وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر بېلا بېلو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Tue, Aug 12 2025 9:24 AM
Background image

د قلم علمي ـ څېړنیزې مجلې د هئیت تحریر کمېټې ناسته ترسره شوه.

د قلم علمي ـ څېړنیزې مجلې د هئیت تحریر کمېټې ناسته ترسره شوه.

نن ۱۴۴۷/۲/۱۷ مې نېټې سره سمون لري د علمي مجلې آمریت اړوند قلم علمي ـ څېړنیزې مجلې د ټولنیزو علومو د هئیت تحریر کمېټې ناسته. . .

Thu, Jul 31 2025 11:00 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت له لوري د اړونده ادارو سره د ترسره شویو څېړنو د پایلو شریک کولو کنفرانس دائر شو.

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت له لوري د اړونده ادارو سره د ترسره شویو څېړنو د پایلو شریک کولو کنفرانس دائر شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر. . .

BACK TO NEWS