د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا

pu_admin
a

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا!

لکه څرنګه چې اقتصاد د یوېشتمې پېړۍ له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل کیږي او په نړیواله کچه هیوادونه او ملتونه غواړي له یوه غوره اقتصاد څخه چې د ژوند کولو ټولو اړتیاوو ته پر خپل وخت او زمان ځواب ووایي برخمن شي.

له بلې خوا زمونږ ګران هیواد چې له کلونو راهیسې د جنګ او جګړو شاهد و او اوس تازه چې له جګړو راوتلی خلکو او ولس یې د ارام ساه اخیستې.

د دغه جنګ ځپلي هیواد اقتصاد هم د ژوند لومړۍ شپې او ورځې سفري کوي، نو پر دې اساس پکتیا پوهنتون دا غوره وګڼله چې د هیواد په کچه ملي او اقتصادي کنفرانس په لاره واچوي، چې په ټوله کې یې موخه د هیواد اقتصادي پرمختګ ته یوه روښانه لار په ګوته کول بلل شوي.

د پکتیا پوهنتون اداره اوس د هیواد له ټولو علمي کادري غړو، متخصصینو، د فکر او قلم له خاوندانو په خورا درنښت هیله کوي چې خپلې علمي مقالې په لاندې ذکر شوي ایمیل ادرس د ۱۴۰۲ ه ش کال سنبلې( وږي) میاشتې تر (۲۰)مې نېټې پورې را واستوي.

ایمیل ادرس: national.conferences@pu.edu.af

د کنفرانس د دایرېدو نېټه: ۱۴۰۲/۷/۱۰

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest announcements

Sat, Jun 14 2025 2:25 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون درنو محصلانو د پام وړ!

د پکتیا پوهنتون درنو محصلانو د پام وړ!

لکه څرنګه چې نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال غبرګولي میاشتې له ۲۱مې سره سمون لري، د نېکمرغه لوی اختر په . . .

Mon, Apr 21 2025 12:59 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون د (۱۴۰۴) مالي کال د قرطاسیې قرارداد د اعلان په اړه .

د پکتیا پوهنتون د (۱۴۰۴) مالي کال د قرطاسیې قرارداد د اعلان په اړه .

د پکتیا ولایت قدرمن مقام د (۲۳۹۹)۲۲/۱۰/۱۴۴۶ګڼه نېټه حکم پر بنسټ د پکتیا پوهنتون اړوند د (۱۴۰۴)  مالي کال د ضرورت . . .

Back to announcements