په دولتي پوهنتونونو کې د علمي کادر د جذب په هکله د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

pu_admin
Tue, Feb 22 2022 2:10 PM

 

په دولتي پوهنتونونو کې د علمي کادر د جذب په هکله د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې په دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو کې علمي کادر جذب کړي، نو په همدې اساس ټول واجد شرایط هېوادوال کولای شي، چې د نوم‌‌لیکنې لپاره د زونونو مرکزي پوهنتونونو ته مراجعه وکړي.

د هېواد د مرکزي ولایتونو کادري ازموینه د مرکز په څلورو پوهنتونونو (کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، پولي تخنیک پوهنتون او ښوونه او روزنه پوهنتون) او همدارنګه د ولایتي زونونو کادري ازموینه، د زونونو په مرکزي پوهنتونونو (ننګرهار، کندهار، بلخ، هرات او پکتیا) کې اخیستل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د کادري ازموینو لپاره په یادو پوهنتونونو کې نوم‌لیکنه په (۲۳/۱۱/۱۴۰۰) نېټه پیل او په (۵/۱۲/۱۴۰۰) پای ته رسیږي.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS