عمر (سن) د زده کړو مخه نشي ‌نیولی!

pu_admin
Sun, May 02 2021 9:46 AM
old

عمر (سن) د زده کړو مخه نشي ‌نیولی!

پکتیا پوهنتون کې د کانکور په ازموینه کې یوه تن دوه شپیته کلن دیني عالم ښاغلي اسرارالدین ګډون کړی وو او غواړي چې شرعیاتو پوهنځي ته لاره پیدا کړي، د ده دې هوډ او کلکې ارادې دا وښودله چې عمر د زده کړو مخه نشي نیولی. هغه د ازادي راډیو د خبریال یوې پوښتنې ته "تاسو ولې دومره وروسته لوړو زده کړو ته مخه کړه" ځواب کې داسې وویل "چې هغه وخت موږ خپل پوهنتون نه درلوده او زه هم له ځینو ستونزو سره مخ ووم خو د الله احسان ده، اوس موږ ښه پوهنتون لرو او د زده کړو زمینه راته برابره ده.

همدارنګه یو بل تن ښاغلی غلام حضرت چې عمر یې 53 کاله وو او تیر کال یې هم د داخل خدمت برخې ته ازموینه ورکړي وه او لازمې نمرې یې نه وي پوره کړي سږ کال یو ځل بیا خپل بخت ازمویي. لنډه دا چې د دوي دا کلک هوډ زموږ ځوان کهول ته دا پیغام رسوي چې زده کړې وکړي او خپل طلایي چانس له لاسه ورنکړي. د دې ترڅنګ له مایوسي څخه د ځان ساتنې درس راکوي. ځوانانو ته زموږ پیغام هم دا دی چې خواري وکړي او د دې مشرانو څخه یې زده کړي، چې د زده کړو ارمان لري.

موږ دعا کوو چې دوي خپل دې ارمان ته ورسیږي. پکتیا پوهنتون خپله غیږه تاسو ته خلاصه کړي او هرکلی درته وایی.

د علم او پوهې په ګاڼه سمبال افغانستان لیدو په هیله.

 

Latest news

Tue, Jul 22 2025 3:44 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۲۶مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۳۱مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

Tue, Jul 15 2025 2:19 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلينو ته د (تحقيقي پروژې او مونوګراف وړاندې کولو لارې چارې) تر سرليک لاندې یو ورځنی سمينار دائر شو.

د پکتیا پوهنتون کرنې  پوهنځي محصلينو ته د (تحقيقي پروژې او مونوګراف وړاندې کولو لارې چارې) تر سرليک لاندې یو ورځنی سمينار دائر شو.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۱۹مه، چې د. . .

BACK TO NEWS