د پکتیا پوهنتون په کوربتوب د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې او پکتیا پوهنې ریاست پر ګډه همغږي د امارتي او خصوصي ښوونځیو استادانو ته یو ورځنی سمینار دائر شو.

pu_admin
Tue, Nov 04 2025 10:52 AM
mmssss

د پکتیا پوهنتون په کوربتوب د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې او پکتیا پوهنې ریاست پر ګډه همغږي د امارتي او خصوصي ښوونځیو استادانو ته یو ورځنی سمینار دائر شو.
دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د جمادی الاول میاشتې ۱۲مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال عقرب  میاشتې له ۱۲مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون په کوربتوب د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې او پکتیا پوهنې ریاست پر ګډه همغږي د امارتي او خصوصي ښوونځیو استادانو ته یو ورځنی سمینار دائر شو.
د (قوم پالنې او په اسلامي ټولنه کې یې ناوړه اغېزې) تر عنوان لاندې د امارتي او خصوصي ښوونځيو ښوونکو ته د دغه یو ورځني سمینار د پیل پر مهال د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د دغه یو ورځني سمینار له ترتیب کوونکو ادارو څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې دا ډول عملي سمینارونه ښوونکو ته په لاره اچوي.
ښاغلي حمدي همدارنګه په خپلو خبرو کې په اسلامي ټولنه کې د تعصب ناوړه پدېدې پر زیانونو باندې هم د سمینار له برخوالو سره مالومات شریک کړل.
وروسته شیخ صاحب احمد جان اخندزاده د ( تعصب په اړه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر لارښونو) او مفتي صاحب محمد عمر فضلي (ایا تعصب د اسلامي ټولنې د کمزوري سبب دی)  پر موضوعاتو سمینارونه ارایه کړل.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS