Language and literature strategic Plan

د لوړو زده کړو وزارت

پکتيا پوهنتون

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

 

 

 

 

 

 

 

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي سټراټيژيک پلان

(۱۳۹۸ -۱۴۰۲ )

 

 

 

 

 

 

فهرست

 

سریزه

د د ژبو او ادبیاتو تاريخي شالید

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تشکیلات

اسانتیاوې

د پوهنځي تېر ستراتیژیک پلان ته کتنه

لرلید او ماموریت

ارزښتونه او موخې

 حکومتولي

د مشري پروګرامونه

مالي، اداري او علمي خپلواکي

له فساد سره مبارزه

 اداري بېروکراسي

په ملي او نړیواله کچه اړیکې

د توامیتونو پراختیا

علمي پروګرامونه

د علمي کادرونو استخدام 

د علمي کادرونو علمي پرمختګ او ظرفیت لوړونه

مکافات او مجازات

علمي څېړنې او پلان نیونه

د درسي نصاب پراختیا

  د  درسي موادو پراختیا

   برېښنایي زده کړې

معلوماتي ټکنالوجي ته لاسرسی

 د ژبو او ادبیاتو پوهنځي بېخبنسټونه

ستراتېژیکې موخې

مالي، بودجوي او تطبیقي پلان

 

سریزه

د د ژبو او ادبیاتو تاريخي شالید

د پکتیا پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي د ژبو او ادبياتو د څانګو محصلينو په بار بار غوښتنه او د پوهنتون په وړاندېز د لوړو زده کړو وزارت له خوا په ۱۳۹۱ه ش کال کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د يوه مستقل پوهنځي په حيث په کار پيل وکړ، په پيل کې د ښوونې او روزنې د پښتو او دري څانګو تر درېيم ټولګي ټول محصلين په ادبياتو پوهنځي کې شامل او  د پوهنتون د علمي شورا د پريکړې له مخې يې تبديلي وکړه، د ښوونې او روزنې پوهنځي ټولو استادانو نومونه د دوو مياشتو پورې د ادبياتو پوهنځي په حاظرې کې وليکل شول او چارې يې د ادبياتو پوهنځي په چوکاټ کې پيل کړې، مګر د لوړو زده کړو وزارت په غوښتنه دوی بيرته د خپل پوهنځي ((تعليم تربيې)) چوکاټ ته شامل شول او يوازې د دويم ټولګي محصلين ادبياتو پوهنځي ته د شموليت لاره پيدا کړه او په لومړي کال کې ادبياتو پوهنځي په پښتو او دري څانګو کې دوه دوه ټولګيه ( اول، دويم) او په انګلیسي څانګه کې يې یو ټولګی ( لومړی ) درلودل او د ښوونې او روزنې پوهنځي په همدغه کال د لومړي ټولګي محصلين جذب نه کړل.

   د ژبو او ادبياتو پوهنځي په لومړي کال کې يوازې دوه تنه(( پوهنيار يارمحمد پکتين او نامزد پوهيالی بلال احمد فضلي)) رسمي استادان درلودل او نور ټول د تعليم او تربيې د استادانو په همکارۍ پر مخ روان وو، ( يارمحمد پکتين اصلآ د تعليم او تربيې د پښتو څانګې رسمي استاد و، مګر د ولسمشر حامد کرزي د  (۱۲۶۰) ۲۱ / ۲ / ۱۳۹۲ګڼې حکم پر اساس د ادبياتو پوهنځي د رييس په حيث وګمارل شو چې اوسمهال د دوکتورا په زدکړو بوخت دی او (     2796          1399-07-22 ) ګڼې حکم پر اساس پوهنیار بصیراحمد یاد د پوهنځي د رییس په توګه وګمارل شو.

   نوموړی پوهنځی لکه وړاندې چې وويل شول د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو او دري څانګو د محصلينو په  غوښتنه د پوهنتون د مشرتابه د يوه ليک په وسيله د لوړو زده کړو وزارت ته وړانديز شو او د ۱۳۹۱ل. کال کې منظوري ورکړل شوه. دغه پوهنځی د تاسيس په لومړي کال کې درې ( پښتو، دري، انګليسي ) څانګې لرلې او په يادو څانګو کې د څلورو انجونو په ګډون ۳۷۵ تنه محصلين په زده کړو بوخت وو. د ژبو او ادبياتو پوهنځی د ۱۳۹۳ ل. کال کې د ژورناليزم او عامه اړيکو څانګه هم رامنځ ته کړه. دغه پوهنځی له تاسيس نه تر اوسه ، ملي او اکاډميکو اهدافو ته ژمن او متعهد پوهنځی دی، چې د ټولو منسوبينو د پوره همغږۍ صداقت او ورورلۍ له مخې يې چارې پرمخ ځي، دې خبرې د ريښتنولۍ له پاره تر ټولو ښه ثبوت په ۱۳۹۷ل کال د پوهنتون د مشرتابه له خوا لومړۍ مقام ترلاسه کول و، دغه کار د پوهنتون د يوې کميټې له خوا د پوهنځيو ارزيابي وه، چې د ادبياتو پوهنځي اداري لومړی مقام خپل کړ.

  1. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تشکیلات

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی تشکیلاتي جوړښت چې په لاندې ډیاګرام کې ښودل شوی دی ، له دریو برخو تشکیل شوی دی. چې یوه برخه یې علمي کادر، بله برخه یې اداري کارمندان او دریمه برخه یې خدماتي کارمندان دي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی یو رئیس، یو تن معاون، د څلورو څانګو(پښتو ژبه او ادب، دري ژبه او ادب، انګلیسي ژبه او ادب  او د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو څانګې) یو یو تن آمر ،یو تن تدریسي مدیر، یو تن اجرآیه مدیر او دوه کسه خدماتي کارمندان او یو تن شب باش لري. په پښتو څانګه کې شپږ کسه رسمي استادان لري چې له دې ډلې یې یو تن استاد په کابل پوهنتون کې د دوکتورا په زده کړو بوخت دی، دري څانګه پینځه کسه استادان لري چې یو کس یې کابل پوهنتون کې دوکتورا او یو تن یې کابل پوهنتون کې ماستري کوي، د انکلیسي څانګه پینځه کسه استادان لري چې ټول په تدریس بوخت دي، د ژورنالیزم څانګه پینځه تنه استادان لري چې درې تنه یې د ماسټري په زدکړو بوخت دي.

  • شکل: د ژبو او ادبیاتو پوهنځی تشکيلاتي جورښت

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اسانتیاوې

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي موجودې اسانتياوي، تجهیزات، ځانګړي فعالیتونه او هڅې

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی یو ځانګړی دوه منزله تعمیر لري چې د ضرورت وړ تدریسي او اداري خونې لرې. په تدریسي خونو کې یې  پراجکټورونه موجود دي او ټول استادان د ( LCD ) سکرینونو څخه د تدریس په موخه استفاده کوي.

همدارنګه د پښتو څانګه د محصلینو د ښې روزنې او عملي زدکړو لپاره د ( د پکتیانا علمي او ادبي بهیر) په نامه د غونډو، سیمینارونو، د کره کتنو، لکچرونو او مشاعرو یو ځانګړی بهیر لري چې هره اونۍ د پوهنتون په عمومي تالار کې ناستې کوي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی همدا شان د غوره تدریس په خاطر د ټولګیو لپاره لوډ سپیکرونه لري. چې د ضرورت په وخت کې ورڅخه استفاده کیږي، تر څو د تدریس پر مهال د استادانو اواز هر محصل ته په سمه توګه انتقال شي چه دا هم په تدریس ښه اغیز پرې باسلی شي .

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د خپلو استادانو او محصلینو په ګډو هڅو او کوششونو سره  د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د شا او خوا سمسورتیا په موخه شنه چمنونه او ګلان نیال کړی دي. د ژبو او ادبیاتو مخه د پارکونو په وسیله احاطه شوې او پوهنځی ته یې یو نوی رنګ ورکړ چه محصلین هم ددې کارونو څخه زیات خوښ دي ټول محصلین ددې پارکونو څخه د مطالعې، لمانځه او تفریح لپاره په ډیر ښه شان استفاده کوي .  چې په نهایت کې دې کار د پوهنځي چاپیریال  د محصلانو د ذهني ارامتیا لپاره ډیر مساعد کړی دي.

موجوده تعمیر

 د ژبو او ادبیاتو پوهنځی یو دوه منزله تعمیر لري چې ټولې اداري او تدریسي خونې په همدې یوه تعمیر کې موجودې دي. په نوموړي تعمیر کې 8 تدریسي، 8  اداري خوني او یوه د ښځینو محصلینو لپاره انتظارخونه لري. همدارنګه په هر منزل کې د استادانو او محصلانو لپاره ځانګړي مجهز تشنابونه هم لري.

د پوهنځی علمي کارونه

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی یو نسبتا مجهز کتابتون لري چې اوسمهال پکې د محصلینو لپاره لازم کتابونه شته خو د پوهنځي ریاست غواړي دا کتابتون د محصلینو او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ په مټ لا غني او مجهز کړي او د محصلینو د اړتیا وړ ټول کتابونه ور ته را پیدا کړي.

همدارنګه د پښتو او دري څانګې خپل ځانګړی کتابتونونه لري چې محصلین ترې وخت په وخت علمي استفاده کوي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د محصلینو د ښې روزنې او د دوی د وړتیاو د لوړاوي په موخه د (پوهنځی) په نوم یو مهالنۍ جریده لري چې د محصلینو او استادانو مقالې او لیکنې پکې خپرېږي. همدارنګه د ژورنالیزم (د سبا ژورنالیسټ) په نامه یو اخبار لري چې په مهالنۍ توګه خپرېږي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فرهنګي میراثونو او تاریخي اثار د خوندیتابه په پار یو موزیم هم لري چې د زموږ د خلکو د ژوند او فرهنګ د بېلابېلو بڼو هغه توکي پکې ساتل کېږي چې پخوا یې کارېدنه ډېره وه خو اوس وخت د تاریخ یوه برخه کرځي او له منځه تلونکي دي.

 پوهنځی تر اوسه څلور( پښتو، دري، انګلیسي او ژورنالیزم) څانګې لري. پښتو، دري او انګلیسي څانګې د پوهنځي له ایجاد سره سمې رامنځته شوي دي چې ۱۳۹۲ل. کال سره سمون لري او د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو څانګه ۱۳۹۳ ل. کال کې رامنځته شوې ده.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې اوسمهال د لېسانس په کچه د کریډیت سیستم د لایحې مطابق د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي د تدریسي چارو سره په څنګ کې په ګړندي توګه د څیړنې په برخه کې هم فعالیتونه جاري دي، د څېړنې په برخه کې تر اوس مهاله په داخلي او نړیوالو ژورنالونو کې د استادانو لیکنې ثبت او په نشر رسیدلي دي، هڅې روانې دي چې دا کړنې نورې هم ګړندۍ شي.

پوهنځی په پښتو او دري څانګو کې د شپې برنامې هم لري چې اوسمهال پکې لسګونه محصلین عملا په زدکړو بوخت دي.

د پوهنځي تېر ستراتیژیک پلان ته کتنه

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی تېر پنځه کلن ستراتیژک پلان په اساس ډیرې لاسته را وړنې لرلې او د امکاناتو، استادانو او نورو اداري کارمندانو د کمبود له کبله ځینې موخې چې ټاکلې وې ونشو کړای چې لاسته را وړي.

  1. د تېر ستراتیژيک پلان د کامیابي راز:
  • تېر ستراتیژیک پلان د حالاتو او امکاناتو مطابق تدوین.
  • د لایقه کادرونو شتون او د دوی تر منځ ښه همغږي.
  • مسوولو او مسلکي اشخاصو ته د دندو سپارل، دې اشخاصو د خپلو مهارتونو په وسیله څنګه چې لازم دي اجرات سرته رسولي.
  • د مناسب ماحول، او مناسب تعمیر شتون.
  • پوهنځی ته د کافي تجهیزاتو او کافي قرطاسیې په اختیار کې ور کول
  • د پوهنتون او د وزارت د ادارې لخوا حمایه او غږ اوریدنه.
  • د ستراتیژیک پلان په ښه شکل عملیاتي پلان تطبیق او اجراء.
  • وخت په وخت د نوموړي پلان څخه څارنه او نظارت.
  1. د تېر ستراتیژیک پلان په پلي کولو کې ستونزې:
  • د پلان او پالیسۍ کمیټې نشتوالی
  • د یوه کس له خوا د پلان ترتیبول او جوړول
  • د کافي استادانو نشتوالی او په خپل وخت نه استخدام.
  • د کافي اداري کار کوونکو نشتوالی.
  • د PDC خونې نشتوالی او د پوهنتون د ادارې لخوا د اړتیا وړ کامپیوټر ادارې ته په اختیار کې نه ور کول.
  • له محصلینو، استادانو او اړونده ادارو سره د سټراټیژیک پلان نه شریکول

لرلید

د تدریس او څېړنو په واسطه د خپل مسلکي، اداري او علمي پرسونل پر مټ د  ژبو او ادبیاتو په برخه کې د داسې متخصصو کادرونو روزنه چې په ترڅ کې یې د هیواد ژبې، ادبیات، هویت او فرهنګ لا وده او پرمختګ وکړي او ساتنه یې وشي.

ماموریت

د نویو علمي میتودونو په واسطه د لسانس په کچه د محصلانو روزنه او د ژبو او ادبیاتو په برخه کې د لومړنیو او عملي څېړنو په لاره اچونه، چې له دې لارې د پوهې لا پراختیا او وده را منځ ته شي.

ارزښتونه او موخې

  • په روزنیز چاپېریال کې اسلامي او ملي افکارو ته درناوی او بشپړه پاملرنه
  • په تحصیلي او اداري بهیر کې د مساوات، مشارکت او د متقابل احترام اصولو رعایت
  • علمي خپلواکي
  • باکیفیته او معیاري زده کړي
  • صلاحیت، مسولیت او حساب ورکونه
  • د څېړنیز کلتور بډایه کول
  • د فکر،عقیدې او بیان ازادي

 

 

 

 

۱. حکومتولي

۱.۱. د مشري پروګرامونه

     د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د دې ستراتېژیک پلان مطابق د پوهنځي رئیس، معاون او د څانګو آمرین د لوړو زده کړو وزارت د قانون په رڼا کې ټاکل کېږي. هغه کسان چې په پوهنځي کې د رهبري په بستونو ټاکل کېږي، ددې ستراتېژیک پلان مطابق  لاندې لاسته راوړنې باید ولري:

  • د ضرورتونو درک کول او دهغوئ د حل لپاره هڅې او لاسرسی
  • د فساد سره مبارزه او تعصب له منځه وړل
  • د پوهنځي په سطحه مؤثره نمایندګي کول
  • د ټولو داخلي اړوندو اداراتو سره حسنه روابط رامنځته کول
  • د استادانو، محصلانو، کارمندانو او مراجعینو شکایاتو او ستونځو ته په وخت رسیدګي
  • د مسؤلیت پذیري او نوښت په منظور د اداري منصوبینو ته د ښه کار انګیزه ورکول
  • د ضرورت په بنأ د درسي کریکولم د تجدید په منظور د پوهنځي او دیپارتنمتونو په سطحه د برنامو رامنځ ته کول

څېړنو ښودلې ده چې  د تحصیلي موسساتو  مالي او علمي خپلواکتوب د لوړو زده کړو په پراخوالي، نوښت، د زده کړو ودې او د چارو په  تنظیم او چټکوالي کې مهم رول لري. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په راتلونکو پنځو کلنو کې د مالي ، اداري او علمي خپلواکتوب په برخه کې لاندې موارد په نظر کې لري:

  • د لکچرنو په تهیه او تدریس کې د ځوانو ماسترانو او دوکتورانو انتخابول
  • د دیپارتمنتونو د آمرینو معیار تجربه، ابتکار، علمي درجه په نظر کې نیول کیږي
  • د ترفعیاتو له پروسې څخه نظارت
  • د مضامینو ویش د استادانو د مسلکي رشتو مطابق
  • د پوهنځي په داخل کې د منظم رسمي مالي واحد رامنځته کول
  • د پوهنځي د تجهیزاتو د ترلاسه کولو لپاره د قراردادونو او مالي منابع استقلالیت
  • په ملي او نړیواله سطحه د کومکونو را جذبول
  • د پوهنځي په سطحه د مالي شفافیت لپاره د بشپړ میکانیزم رامنځته کول
  • اداري کارمندان روزنیزو ورکشاپونو او تحصیلي بورسونو ته معرفي کول

 

 

۱. ۳.  له فساد سره مبارزه

فساد د هرې ادارې د پرمختګ خنډ دی، دهمدې خنډ د لمنځه وړلو لپاره به د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په لاندې مواردو کې په جدي ډول هڅه کوي ترڅو د فساد د رامنځته کیدو مخه ونیسي:

  • پخپل وخت د استادانو ترفیعات
  • د مضامینو توزیع
  • تحصلي بورسونو ته د استادانو معرفي کول
  • د محصلانو ارزیابي او امتحانات
  • د حاضري کنټرول
  • د نتایجو کنټرول
  • تقلبونو ته رسیدنه
  • په علمي او اداري برخو کې د عدالت تآمین
  • د قانون په رڼا کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل تطبیق

۱. ۴.  اداري بېروکراسي

اداري بېروکراسي د یوه اداري واحد د چارو د ښه سمبالښت او د کړنو په شکل ترسره کولو لپاره مهمه وسیله ګڼله کېږي، خو ځینې وخت له بیروکراسي نه په ښه شکل نه استفاده د چارو په وخت او ښه شکل ترسره کېدلو په وړاندې خنډونه ایجادوي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت ټولو مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو ته ژمن تحصیلي-اداري واحد دی، خو که چېري ددې اداري بیروکراسي له وجې د خدماتو په عرضه کې ستونزې راولاړېږي، ژبو او ادبیاتو پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت او پکتیا پوهنتون د لوایحو په نظر کې نیولو سره له خپلو داخلي طرزالعملونو څخه استفاده کوي.  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په ملي او نړیواله کچه اړیکې

 د توامیتونو پراختیا

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی تر دې دمه  له څو دولتي  او خصوصي اداراتو لکه ( د پکتیا د اطلاعاتو فرهنګ ریاست، د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، نن FM راډیو او د باور ټولنیز او فرهنګي بنسټ  )

د توامیتونو د غني کولو لپاره د توامیتونو د کمیټې ایجاد د پوهنځي د تعهد یوه بیلګه ده  پوهنځی د راتلونکو پنځو کلونو لپاره پلان لري چې دوه نړیوال پارټنرشیپونه او یو اکریډیټیشن  او په ملي کچه زیات توامیتونه رامنځته کړي.

د ژبو او ادبیاتو وهنځی  په راتلونکي پنځو کالو کې په ولایتي سطحه د لاندې توامیتونو د رامنځته کولو پلان لري

  • د پکتیا ولایت د ملي راډیو ټلویزیون امریت
  • د پکتیا ولایت د ښوونې روزنې ریاست
  • د  پکتیا ولایت مقام
  • د پکتیا پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځی
  • د پکتیا بېلابېلې سیمه یزې رسنۍ
  • د پکتیا بېلابېل ښوونیز مرکزونه او اکاډمي او فعالې کلتوري ـ مدني ټولنې

  د مرستو راجلبول، د عوایدو رامنځته کول او لوړوالی یې

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تراوسه یواځې دخپل چاپېریال د سرسبزه کولو لپاره مرستې ترلاسه کړې دي، خو د منظمو مرستو د راجلبولو او د عوایدو د رامنځته کولو لپاره یو منظم میکانیزم ته ضرورت ده تر څو تدریسي او څېړنیزو کړنې ورباندې معیاري او کیفي کړي. دې هدف ته د رسېدو په پار د ژبو او ادبیاتو پوهنځی هڅه کوي چې په لومړي قدم کې په راتلونکو پنځو کلنو کې له ذیربطو ادارتو او ډونرانو سره روابط لا پراخ او پروپوزلونه ورسره شریک کړي، او همدارنګه له ځینو نشراتي او د څېړنې ارګانونو سره به معیاري پروپوزلونو شریک شي تر څو د پوهنځي لپاره عواید رامنځته او د وخت په تېرېدو سره به لا پراختیا ومومي. د عوایدو د رامنځته کولو لپاره پوهنځی لاندې پلانونه هم لري.

  • دیپلوم او ترانسکرپت
  • د لنډ مهاله کورسونو دایرول
  • د شپې برنامه( چې اوس عملا په دوو څانګو «پښتو او دري» کې د شپې برنامې لرو.)
  • د پروپوزلونو ترتیبول
  • د څیړنې فرمایشونه قبولول
  • مشورتي خدمات

 

۱. ۷.  د جنډر مسئله

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د لوړو زده کړو وزارت او پکتیا پوهنتون د ستراتېژیک موخو مطابق د جنډر مسئله په خپلو لومړیتوبونو کې ګڼي، همدارنګه هڅه کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د محصلانو د جذب ۳۰ سلنه د لوړو زده کړو وزارت ته پیشنهاد کړي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د جنسیتي توپیر په له منځه وړلو کې جدي دی او هڅه کوي چې د جنسیتي برابري اصل تطبیق کړي.  

۱. جدول : په تقریبي ډول د جنډر په تفکیک سره د فارغو محصلانو تعداد

د جنډر ارقام او سلنه (۱۳۹۹-۱۳۹۵  )

سلنه

ارقام

جنسیت          

70%

566

نارینه

30%

243

ښځینه

100%

809

مجموعه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

علمي پروګرامونه

۲. ۱. د علمي کادرونو استخدام 

د زده کړو د معیار د لوړوالي لپاره د استاد او محصل تر منځ نسبت یو مهم نړیوال اصل بلل کېږي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی اوسمهال د استادانو له کمښت سره مخامخ دی او دا کمښت هغه وخت لا محسوسیږي چې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي کال په پيل کې د تېر کال په پرتله زیات محصلین را معرفي کوي. او سمهال د استاد او محصل نسبت ۵۰/۱ دی. په راتلونکو پنځو کلونو کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په پام کې لري چې دا نسبت ۱:۳۰ ته را ورسوي.

۲. جدول: له ۱۳۹۳ څخه تر ۱۳۹۹ پورې د علمي کادرونو او محصلانو د جذب جدول

کال

۱۳۹۳

۱۳۹۴

۱۳۹۵

۱۳۹۶

۱۳۹۷

۱۳۹۸

۱۳۹۹

مجموع

د علمي کادر جذب

2

2

0

1

0

2

0

7

د محصلانو جذب

250

274

263

270

225

231

000

1513

 

۲. ۲.  د علمي کادرونو علمي پرمختګ او ظرفیت لوړونه

د علمي کادرونو شتون د زدکړي له اساسي شرایطو څخه شمیرل کیږي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په پام کې لري تر راتلونکو پنځو کلونو پوري د استادانو د روزنيز او علمي پرمختګ لپاره لاندې کارونه تر سره کړي.

  • ټولو لسانس  استادانو ته ماسټري  زمینه برابرول.
  • لږ تر لږه د پنځو استادانو استول د دوکتورا د زده کړو لپاره
  • ددې تر څنګ پوهنځی په پام کي لري چې استادانو ته د لنډمهاله فیلوشیپونو او علمي سفرونو زمینه سازي وکړي او د څېړنې میتودولوژي  اړوند کنفرانسونو او سمینارونو ته خپل استادان معرفي کړي.

مکافات او مجازات : د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په پام کې لري تر راتلونکو پنځو کلونو د هر سمستر په جریان کې د ټولو کادري او اداري غړو فعالیتونه تر نظر لاندې ونیسي او د سمستر په اخر کې به هغه کسان چې نسبت نورو ته یې زیات کار او تلاش کړی وي، ونازول شي او هغو چې ورسپارل شوي کارونو یې په سمه توګه نه وي سرته رسولي، به مجازات شي.

ترفیعات : د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په پام کې لري چې  د علمي څېړنو د کمېټې په مرسته د ترفیعاتو لپاره د استادانو  علمي څېړني او لیکني له کیفې نظره وګوري  او لازمه همکاري او لارښونه ورته وکړي تر څو علمي څېړني تازه او د کیفیت له لحاظه معتبري او اطمیناني واوسي.

 

علمي څېړنې او پلان نیونه

 د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې علمي څېړني د استادانو د ترفیعاتو له علمي څېړنو او د ماسټري او دوکتورا دورو له تيزیسونو، څېړنیزو پروژو، علمي مقالو او د محصلانو له مونوګرافونو څخه عبارت دي.

 د څېړنو په اړوند د ژبو او ادبیاتو پوهنځی تر ټولو تازه لاسته راوړنه د محصلینو د مونوګرافونو تنظیم او د هغو کیفیت لوړونه ده چې تر نيمایې زیات یې د علمي څېړنو په  معیارونو برابر دي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د علمي څېړنو کمېټه په راتلونکو پنځو کلنو کې پلان لري چې:

  • د څېړنو لپاره د ځانګړې بودجې پیشنهادول چې معیاري علمي څېړني پرې تمویل کړي.
  • له داخلي او بهرنیو ادارو سره د همکارۍ پارټنرشيپونه رامنځته کول چې له عصري تسهیلاتو یې استفاده وکړي.
  • داخلي  او نړیوالو علمي کنفرانسونو ته استادان معرفي کړي .
  •  په  پوهنځي کې  د علمي څیړنو تر نامه لاندې د سمینارونه په لاره اچول تر څو څېړونکي او استادان خپلې تجربې یو له بل سره پکې شریکي کړي.
  • د پوهنتون په ویبسایټ کې د انلاین ژورنال ایجاد کړي.

 د درسي نصاب پراختیا

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی له تاسیس راهيسې کرېډیټ سیستم پلی کړی او د ۱۳۹۳ کال راهيسي  د  افغانستان د نورو ادبیاتو پوهنځیو په څېر واحد درسي نصاب تدریسوي.  په موجوده درسي نصاب کې یې ستونزي په نښه کړې  او په کابل کې به يې د نصاب په جوړېدونکو جلسو کې شریکي کړي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د داخلي طرزالعملونو په رڼا کې په درسي نصاب کې ځینې اصلاحات رامنځته کړي د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په راتلونکو پنځوکلونو کې د نصاب د کمېټې په مټ غواړي لاندې لاسته راوړنې ولري :

  • د پوهنځي د ټولو مضامینو درسي محتوا بررسي کول او د اړوندو رشتو د متخصصینو، استادانو، محصلانو، فارغینو، دولتي ادارو او پالیسي جوړونکو نظریات اخیستل او د هغوی د نظریاتو څخه د درسي نصاب په ترتیب کې استفاده کول.  
  • تر راتلونکو پنځو کلونو د ژبو او ادبیاتو پوهنځي  ځینو څانګو کې پنځوس سلنه درسي نصاب انګلیسي ژبې ته اړول.

 

 د کیفیت لوړاوی او اعتبار ورکونه

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې کمېټې په مرسته هلې ځلې کوي چې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې ټول یوولس ګووني معیارونه په ښه شکل پلي کړي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې کمېټه غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې لاسته راوړنې ولري:

  • د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې په درېیم پړاو کې بریالي کېدل.
  • یو نړیوال اعتبار لیک تر لاسه کول.
  • د کیفیت له نظره په ملي کچه په هیواد کې په پنځو غوره د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو کې راتلل.

  د  درسي موادو پراختیا

افغانستان کې د  پوهنتونو د درسي موادو  اړوند تر ټولو زیات تکرارېدونکی شکایت چې د هیواد په سطحه انعکاس مومي، داده چې درسي مواد ډیر پخواني او تر وخت تېر دي، د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی خوشبختانه دا ستونزه ډېره کمه ده، پوهنځی تازه ایجاد شوی او استادان یې له پيله دې ستونزي ته متوجه او د درسي موادو د نوي کولو په فکر کې وو.   د درسي مواد اړوند په پوهنځي کې ستونزه د مرستندویه موادو کمښت دی چې دې او دې ته ورته ستونزو ته په راتلونکو څو کلونو کې په لاندې شکل غواړو رسیده ګي وکړو:

  • د انګلیسي ژبي ترویج : اوسمهال په پوهنځي کې د انګلیسي څانګه سل سلنه تدریس په انګلیسي کوي،  پښتو او دري څانګې د خپل مسوولیت له مخې اړې دي چې تر ډېره په رسمي ژبو تدریس وکړي او د ژورنالیزم څانګه هم هڅه کوي چې تر پنځوس سلنه تدرس په انګلیسي وکړي، دا چې انګلیسي ژبه له انګلیسي څانګې نه پرته په نورو څانګو کې د فرعي مضمون په توګه تدریسيږي چې له امله یې یو زیات تعداد محصلین پدې توانېدلي چې په انګلیسي ژبه مرستندویه درسي مواد مطالعه کړي.  د پوهځي له پلان سره سم چې زیاته برخه یې انګلیسي شي نو محصلان به پدې قادر کړي چې په انګلیسي ژبه مطالعه وکړي، دا چې په انګلیسي ژبه  کافي اندازه درسي مواد شته نو د محصلانو د درسي موادو د کمبود ستونزه به ورسره حل شي.  
  • د مسلکي انګلیسي لنډمهاله پروګرام شروع کول چې په تطبیق سره به یې هغه محصلان چې په انګلیسي ژبه کې ستونزي ولري ، ستونزي به یې تر یوې اندازې ورسره حل شي.
  • پوهنځي د برېښنایي زدکړو د کمېټې په مټ پلان لري تر راتلونکو پنځو کلونو د اصلي مضامینو اړوند یو اندازه  درسي محتوا د ویډیو په شکل ثبت او د محصلانو په واک کې ورکړي.
  • پوهنځی پلان لري چې هر کال شپږ میاشتې د ښځینه محصلینو لپاره د انګلیسي ټولګی رامنځته کړي چې تر منځنۍ کچې د انګلیسي ژبه زده او په نوموړې ژبه کې مطالعه وکړي.

   برېښنایي زده کړې

د ټکنالوجي په اوسني عصر کې د زده کړو په تګلارو کې بنیادي تغیرات رامنځته شوي چې نوی شکل یې برېښنايي زده کړې دي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د برېښنايي  زده کړو اړوند کوښښونه کړي خو د برق، انټرنټ ، کنفرانس خونې او لازمو تجهیزاتو د نه شتون له امله لا هم د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې پدې کار  ندی بریالی شوی.

پوهنځی په راتلونکو پنځه کلونو کې ددې ستونزي د حل په موخه او خپلو ستراتېژیکو اهدافو ته د رسېدلو په پار لاندې کارونه په پلان کې لري:  

  • د کنفرانس خوني  او د درسي موادو وېډیو ګانې جوړول.
  •  وېډیوګانې د یوټیوب چېنل له لارې شریکول.
  • د برېښنايي زده کړو  د اسانتیا لپاره د اساسي کمپیوټر لېب برابرول چې په لازمو امکاناتو سمبال وي.

 

 

 

 

 

 

 

معلوماتي ټکنالوجي ته لاسرسی

ټکنالوژی بې له شکه د ژوند دټولو برخو ترڅنګ د تحصیل او تدریس په پرمختیا کې هم اثر لري، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی پلان لري چې تر راتلونکو پنځو کلونو له ټکنالوجي په استفادې لاندې اهداف تر لاسه کړي:  

  • د پوهنځي په کچه مجهزه PDC جوړول.
  • پوهنځی د (Afg Ren) شبکې په مرسته د هیواد له نورو پوهنتونو سره وصلول.

۳. لوړو زده کړو ته لاسرسی

۳. ۱.  د محصلانو جذب

په دې وروستيو کلونو کې پوهنتنونونو ته د محصلانو زيات شمېر جذب د زده کړو کيفيت ته زيان اړولی، ژبو او ادبیاتو پوهنځی هم يو له هغو څخه دی. د ټولګيو کمښت او کم ظرفيت، د کتابخانې نه بساينه او د استادانو لږ شمېر د يادولو وړ ستونزې دي. د استادانو او محصلانو تناسب په پام کې نه دی نيول شوی. ژبو او ادبیاتو پوهنځی د محصلانو د جذب زياتوالي او کيفيت لوړاوي ته ژمن دی. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی به د جذبېدونکو او فارغیدونکو محصلانو انډول په نظر کې نيسي او هر کال به په خپلو څلورو څانګو کې سل تنه جذبوي.

۲.۳. د ښځينه محصلانو د جذب زياتوالی

پکتيا پوهنتون، چې د ښځينه محصلانو لپاره منظم، اکاډميک او خوندي چاپيريال، ليليه، کتابتون او ټولګي لري، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په همدې اساس د ښځينه محصلانو د جذب د زياتوالي پلان لري. په تېرو دوو دورو کې یواځې 11 انجونې له  ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه فارغې شوې دي.  د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په راتلونکو کلونو کې پلان لري چې هر کال ۳۰ سلنه  انجوني لومړي ټولګي ته جذب کړي.   

۳.۳. د کرېډيټ سيستم د ښه تطبيق لپاره زمینه برابرول

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، چې په ۱۳۹۱ه ل کال کې ايجاد شوی، له پيله پکې کريډيټ سيستم تطبيق شوی. له هغه مهاله پوهنځی له ګڼو ستونزو سره لکه: د معياري او مجهزو ټولګيو نشتون، د استادانو کمښت، د کورسونو نه ايجاد او د معياري درسي موادو نشتون سره مخ دی. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د کرېډيټ سيستم د ښه تطبيق لپاره د زمېنې د  برابرولو لپاره لاندې کړنې انجاموي:

  • د ستراتېژيک پلان د تطبيق په لومړي کال به د کريکولم کميټه او د کيفيت لوړونې او اعتبار ورکونې کمېټه د کريډيټ سيستم دمعياري او ښه تطبيق په موخه ټولې اړتياوې په ګوته او بررسي کوي.
  • د پوهنځي اداره به د دغو اړتياوو د پوره کولو لپاره د پوهنتون مالي او اداري معاونيت ته د بودجې د اختصاص وړانديز کوي.
  • د څلور واړو څانګو لپاره به درسي کتلاک برابروي.
  • د کريډيټ سيستم د معياري تطبيق په موخه به د علمي کادرونو او زده کړيالانو لپاره زده کړييز کورسونه دايروي.

 

۴.۳. د عملي کارونو د ودې اسانتيا برابرول او د زده کړيزو برنامو (انټرنشيپ) زياتوالی

عملي کار د تدريس يوه عمده برخه ده. عملي کار د څېړڼيزو پروژو طرح او تطبيق، د مالوماتو د راټولولو ډول، علمي سفرونه او په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې د څانګيزو مالوماتو لاسته راوړنه ده. تر اوسه پورې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په دغو برخو کې د بودجې د کمښت او ان نشتون او له دولتي او غير دولتي بنسټونو سره د ټيټې کچې تړونونو له امله محدود پاتې شوی دی. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې د محصلانو لپاره لاندې اسانتياوې برابروي:

  • د ژبو او ادبیاتو پوهنځی به تر خپلې وسې هڅه کوي، چې د محصلانو لپاره د علمي يونونو زمينه برابره کړي.
  • هڅه به کوي، چې د محصلانو څېړنيزو او ليکنيزو نوښتونو د ودې او پراختيا لپاره لازمه بودجه په واک کې ولري.
  • علمي کادرونه او محصلان به خيريه، مدني او ټولنيزو فعاليتونو ته هڅوي ، چې خپلې علمي او مديريتي زده کړې په ټولنه کې اغيزمنې ثابتې کړي.
  • د ژبو او ادبیاتو پوهنځی به د کار زده کړې او پيداکونې داسې مرکز جوړ کړي، چې محصلانو ته د راپور ليکنې، پروپوزل ليکنې، دفترداري او اړيکو جوړولو مهارتونه ور زده کړي او د عملي کار لپاره له دولتي او خصوصي نهادونو سره تړونونه لاسليک کړي، چې زده کړيالان په عملي او نظري ډول له کاري چاپېريال سره اشنا او په لنډ وخت کې د کار بازار ته داخل شي.

۵.۳. د فرهنګي او ورزشي فعاليتونو زمينه برابرول

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تيرو کلونو کې د کريکټ، فوټبال او واليبال ټيمونه لرل او په ورزشي برخه کې يې لاسته راوړنې لرلې. د پوهنتون په کچه يې يو ځل د کريکټ پای لوبه ګټلې او دوه ځلې پای لوبې ته وتلي.  د ژبو او ادبیاتو پوهنځی به په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې تر سره کړي:

  • د ژبو او ادبیاتو پوهنځی به يوه ديوالي جريده فعاله کړي، تر څو محصلان خپلې علمي مقالې نشر او خپل فکر له ټولنې سره شريک کړي.
  • د (پوهنځی) په نامه یوه مهالنۍ خپرېدونکې جریده لري چې د محصلینو او استادانو مقالې پکې نشر کېږي.
  • د ژورنالیزم څانګه (د سبا ژورنالیست) په نامه مهالنی اخبار لري چې د محصلینو مقالې پکې خپرېږي.
  • د پښتو څانګه ( د پکتیانا علمي او ادبي بهیر ) په نامه د ادبي او علمي ناستو یو بهیر لري چې هره اوني د پوهنتون په عمومي تالار کې ناستې کوي او لکچرونه، کره کتنې او سمینارونه پکې تر سره کوي چې دا بهیر د محصلینو د عملي زدکړو لپاره د یوه لابراتوار حیثیت لري.
  • پښتو څانګه د محصلینو د د لیکنو لپاره (د رڼا بهیر ) په نامه یو ژورنال لري چې تر دې دمه یې درې ټوکه کتابونه خپاره شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
  • اداره به هڅه وکړي، چې مهالني سيمينارونه په لاره واچوي. زده کړيالانو ته لارښود استادان وټاکي او لارښود استادان د محصلانو ليکنې له علمي او فني اړخه سمې نظارت او لازمې مشورې ور کړي، چې محصلان له څېړنيزو او ليکنيزو ارونو سره بلد شي.
  • د انګلیسي څانګې محصلین د لیکنو لپاره ( A rural Ray   ) په نامه ژورنال لري چې په کال کې یو ځل خپریږي او تر اوسه دوه ځله د کتاب په بڼه خپاره شوي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
  • پوهنځی به هڅه وکړي، چې محصلان داسې تشويق او وروزي، څو د ټولنې فعال، نوښتګر او اغيزناکې څېرې واوسي او د هيواد د نافذه قوانينو درناوی وکړي.
  • د پوهنځي په کچه به بيلا بيل ورزشي ټيمونه جوړ کړي او د لوبو زمينه به ور ته مساعده کړي. د ښځينه محصلانو برخه اخيستنه به زياته او يو ښه انځور  ټولنې ته وړاندې کړي.

۶.۳. د مشورو او کارموندنې خدمتونو وړاندې کول

 ژبو او ادبیاتو پوهنځی به محصلانو ته په بېلا بېلو برخو کې مشورې ورکوي. هغوی ته به له ستونزو سره د مبارزې، ټولنيز، فرهنګي او علمي چاپيريال سره بلدتيا، درسي فشار کموالي، د مديريتي مهارتونو  لوړاوي او  پر ځان ويساينې برخه کې لازمې مشورې ور کوي. معلول او ښځينه زده کړيالانو ته به ځانګړې پاملرنه کوي او  زده کړيالانو سره به د کارموندنې او کاري چاپيريال سره د جوړ راتلنې په برخه کې لازمه همکاري کوي.

۷.۳.  اعتياد،خشونت، خرافاتو او تعصب پر وړاندې مبارزه

 له اعتياد سره مبارزه: افغان ټولنه او حکومت يې تر بل هر څه، له نشه يي توکو زيات زيانمن شوی دی. له کله، چې په دې ټولنه کې د نشه يي توکو کر ځای نيولی، د دې تولنې ځوان قشر ته يې له هر څه زيات زيان اړولی. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی به د اعتياد د مخنيوي په پار لاندې کړنې تر سره کوي:

  • د پوهنځي چاپيريال او داخل ته به د نشه يي توکو له راوړلو څخه مخنيوی کوي.
  • په نشه يي توکو روږدو کسانو ته به، له اعتياد څځه د خلاصون په پار، لازمې مشورې ور کوي او روغتيايي کلينيکونو ته به يې ورپېژني.
  • د مخدره توکو د ځاني، مالي، رواني او ټولنيزو زيانونو په اړه به محصلانو ته لازم پوهاوی ور کوي.
  • د نشه يي توکو د منع طرزالعمل به تطبيق کوي.

د تاوتريخوالي او تعصب پر وړاندې مبارزه: د ژبو او ادبیاتو پوهنځی به د تاوتريخوالي او تعصبي افکارو د اصلاح لپاره هلې ځلې وکړي. قومي، جنسيتي، ژبنی او مذهبي تعصباتو او تبعيض مخه به نيسي  او چاته به اجازه ورنکړي چې په تعصب، تبعيض او تشدد اکاډميک چاپيريالونه متضرر کړي. پوهنځی به د تاوتريخوالي او خشونت ډول او اندازه تعريف او عاملين به يې اړوند اداراتو ته ور وپېژني.

د خرافاتو پر وړاندې مبارزه: د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ټولو ازاديو څخه چې د ټولنې په خير او د اکاډميک چاپيريال له ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي، ملاتړ کوي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی به هغو اشخاصو ته اجازه ور نه کړي او پر وړاندې به يې مبارزه وکړي، چې اکاډميکه ازادي له منځه وړي. دغه ډول کسان به مشخص او مخنيوی به يې وکړي.

له پوهنتوني چاپيريال سره د نويو محصلانو بلدول: د ژبو او ادبیاتو پوهنځی نويو محصلينو ته د (پوهنتوني فرهنګ) په نامه يو ورځنی سيمينار لري. په دغه سيمينار کې زده کړيالان د پوهنتوني ارزښتونو، جندر، لوايحو او مقرراتو... سره، چې د زده کړيالانو اړوند وي، اشنا کوي.

 

۴. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي بېخبنسټونه

  • د  ژبو او ادبیاتو پوهنځي د تعمير اساسي ترميم او رنګ.
  • د درسي خونو او کتابتون تجهيزول.
  • په پوهنځي کې د کمپيوتر لیب او  مسلکي پرمختيا مرکز (PDC) جوړول.
  • د موزیم د اثارو د ساتنې لپاره د لازمو توکو او وسایلو برابرول
  • د شنې ساحې زیاتول او د چاپېریال بهترول.

۵. د د ژبو او ادبیاتو پوهنځي چاپېریال

 

 

 

۵. ۱. داخلي چاپېریال

د قوت  نکات

  •  دیارلس برحاله ماستران استادان تدریس ترسره کوي.
  • د ظرفیت د لوړیدو په خاطر د پوهنځي دوه استادان د دوکتورا په زدکړو بوخت دي، درې کسه د ماسټرۍ په زدکړو بوخت دي.
  • د ځوانو با انرژي او معاصرو علمي کادرنو درلودل.
  • نسبتا مجهز کتابتون لرل
  • دوه خپرني ارګانونه لرل
  • د پښتو څانګې علمي او ادبي بهیر او د همدې څانګې د محصلینو د لیکنو لپاره کلنی ژورنال لرل
  • د عملي زده کړو لپاره د مختلفو اړونده دولتي او خصوصي ادارو سره د تفاهم ليکونو لاسلیک.
  • د تدریس په پروسه کې د الکترونیکي وسایلو څخه استفاده.
  • د محصلینو په ذریعه د څېړنو  ترسره کول.
  • د پوهنځي په سطحه د اووه لسو فعالو  کمیټو درلودل.
  • د باتجربه اداري کارمندانو درلودل.

 

د ضعف  نکتې

  • د تحصیلي سويې له اړخه Ph.D)) استادانو کمښت.
  • د اداري او کادري اعضاؤ کمښت.
  • له بهرنیو معتبرو علمي نهادونو سره د توامیتونو (Partnership) نه درلودل.
  • د تحصيلي نصاب زوړوالی.
  • د مجهز کتابتون نشتون.
  • په پوهنځي کې د مجهزې ( IT) خونې نشتون.
  • په دفاترو او تدریسي خونو کې د تجهیزاتو او تخنیکي وسایلو کموالی.
  • د PDC  نه شتون.

۵. ۲.  بهرنی چاپیریال

فرصتونه

  • ورخ تر  بلي د اداري فساد په وړاندي مبارزه قوي کیږي چې دا په سمه توګه د پوهنځي د پروګرامونو له اجرا سره مرسته کوي .
  • دا چې پکتیا نسبت نورو ولایاتو ته له نسبي آمنیت څخه برخمنه ده او همدارنګه پایتخت ته هم نیږدي ده نو دا د پوهنځي لپاره یو فرصت دی.
  • د پکتیا ولایت درانه قومونه او ولس له پکتیا پوهنتون سره همکار دي چې دا هم زموږ د پوهنځي لپاره یو فرصت دی.
  • د قانون په برخه کې ورځ تر بلي شفافیت را منځ ته کیږي په ځينو بر خو کي زموږ مسولیتونه پراخوي چې دا زموږ لپاره یو فرصت دی.
  • ټولنه تر بل هر وخت  علم او پوهې ته لیواله ده چې دا زموږ د تشویق تر څنګ زموږ سره د موانعو په له منځه وړلو کې هم مرسته کوي.
  • پکتیا له سرد سېره سیمو څخه ده او د هیواد اکثریت پوهنتونونه  دمرکزي پوهنتونونو په شمول هم په سرد سېره سیمو کې قرار لري چې دا پروګرامونو په وحدت او هماهنګي کې موږ سره مرسته کوي.
  • د پوهنتون او وزارت لخوا د پوهنځي د پروګرامونو ملاتړ او مرسته
  • د ټولنې د بېلابېلو اقشارو او مدني ټولنو ملاتړ

تهدیدونه

  • سیاسي بي ثباتي او د نظام د پايښټ په وړاندې ګواښ :د پوهنځي د ستراتیژیک پلان د اجراء او تطبيق لپاره تر ټولو لوی تهديد سیاسي بي ثباتي او د نظام پايښت دی، د حکومت په تغیر سره اولویتونه تغیر کوي او ممکن علمي پروګرامونه او پوهنتونو ته اولویت ورنکړل شي.
  • انتخابات او نوي حکومتونه : د ولسواکي نظامونو یوه ځانګړنه داده چې همیشه مخکي له انتخاباتو ټولو پروګرامونو ته ډیر انعکاس ورکول کیږي خو د نوی حکومت په راتللو سره یې برنامي انحراف کوي او خپلې ژمني یا په ځنډ یا هیڅ نه پوره کوي .
  • د مالي خپلواکي نشتون: زموږ لپاره تر ټولو ستر اقتصادي تهدید دادی چې موږ د عوایدو منابع نلرو خو مصارف لرو چې دا په خپل وار سره د نویو پروګرامونو په اجرا کې مشکل پیښوي.
  • اداري بېرروکراسي او کاغذ پراني: معمولاً د افغانستان غوندې هیواد کې چې اداري سیستم یې ډیر پرمختللی نه وي یوه ستونزه د اداري سیستم پیچلتیا او د اجراتو ځنډ دی چې بې له شکه دا ستونزه زموږ ستراتیژیک پلان هم تهدیدوي .
  • معلوماتو ته نه لاس رسی : لاتر اوسه هم ټولنه کې علمي فرهنګ دود نه دی ، موږ د خپلو علمي او څېړنیزو برنامو د اجراء په وخت کې له ټولنیزو ستونزو سره مخ یو چې د څېړني په برخه کې جدي تهدید د ډېټا را ټولو ستونزه ده.
  • د ژمي سړه هوا : دپکتیا محیط د ژمي دریو میاشتو کې ډیر یخ دی چې دا د اداري او انکشافي پروګرامونو اجرا لپاره یو تهدید شمیرل کیږي

    د د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ستراتېژیکې موخې

    ۳. جدول: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پنځه کلنې ستراتيژيکي موخې

    شمېره

    موخې

    ټايم لاين (۱۳۹۹-۱۴۰۳)

    ۱

    د زده کړو کیفيت لوړوالی؛ پوهنځی بايد تر راتلونکو پنځو کالو د کيفيت په برخه کې  لږ تر لږه  په ملي او نړيواله کچه يو، يو  (Accredited Letter) ترلاسه او دوه نړيوال تؤاميتونه يا پارټنرشيپونه رامنځته کړي.

    نړيوال اعتبارليک ۱۴۰۳

    نړيوال پارټنرشيپونه

    ۲

    د نصاب تجديدول؛

    ۱۳۹۹

    ۳

    د پوهنتون په علمي، اداري او مالي خپلواکتوب لاسته راوړلو کې د پوهنځي فعاله ونډه اخېستنه.

    ۱۴۰۱

    ۴

    په دوو څانګو کې شپنۍ برنامې پيلول

    ۱۳۹۹-۱۴۰۳

    ۵

    لږ تر لږه د شپږو استادانو علمي سويه تر PHD رسول.

    ۱۳۹۹-۱۴۰۳

    ۶

    د پوهنځي ټول استادان د ماسټرۍ په درجه سمبالول

    ۱۳۹۹-۱۴۰۳

    ۷

    د استادانو موجود تشکيل ( ۲۱تنه) تر راتلونکو پنځو کالو پورې ( ۴۱)تنو ته رسول.

    ۱۳۹۹-۱۴۰۳

    ۸

    خدماتي تشکيل تر دريو تنو، د تدريسي مدیريت او کتابتون تشکيل تر ۴ تنو رسول.

    ۱۳۹۹-۱۴۰۳

    ۹

    د استاد او محصل نسبت 1/30 ته رارسول، او د نويو محصلانو جذب هم دې نسبت ته په کتو تعينول.

    ۱۳۹۹-۱۴۰۱

    ۱۱

    د پوهنځی درسي خونې په پروجکټرونو، سونډسيسټم او تجهيزاتو سمبالول.

    ۱۳۹۹-۱۴۰۰

    ۱۲

    د پوهنځي کتابتون تجهيز او په هارډ او سافټ علمي موادو غني کول او په پوهنځي کې د PDC يا مسلکی پرمختيا مرکز ايجادول.

    ۱۳۹۹-۱۴۰۳

     

     

     

    ۱۴

    د څېړنې موجود کميت او کیفيت لوړول، د څېړنېزو پروژو او مقالو شمېر درۍ چنده زياتول، او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انلاين علمي ژورنال ايجادول.

    د څېړنې کيفيت د لوړوالي لپاره استادان نړيوال څېړنيزو فيلوشيپونو او سکالرشيپونو ته معرفي کول، او د پوهنځي  د ننه هم ورته هر کال کې لږ تر لږه ۱۶ساعته، ټرېنينګ، ورکشاپ او کنفرانس دايرول؛

    ۱۳۹۹-۱۴۰۳

    ۱۵

    پر ویب سایټ او فيسبوک برسېره په يو ټيوب، ټوېټر او نورو انټرنټي شبکو کې فعاليتونه او خدمتونه پيلول او پراخول او برسېره پردې د بهرنيو اکاډميکو اړيکو او پارټنرشيپونو په ايجاد کې ترې کار اخېستل.

    اداري سيستم بريښنايي او بريښناليک سيستم ته اړول او پدې توګه د کاغذ مصرف او تلف راکمول او په په اجراآتو کې چټکتيا راوستل.

    ۱۳۹۹-۱۴۰۱

    ۱۶

    د E-learning  پروسه پيلول ، انځوريز او ويډيويي لنډ لکچرونه، کنفرانسونه او اشتهارات چمتو کول، او د پوهنځي په انټرنټي ادرسونو خپرول، د الکترونيکي زده کړو په مارکېټ کې ورګډېدل او AfghanX  کې ور شاملېدل.

    ۱۳۹۹-۱۴۰۳

    ۱۷

    په پوهنځي کې د جنډر انډکس د ښه والي لپاره هڅه کول.

    ۱۳۹۹-۱۴۰۳

    ۱۸

    د هر ډول فساد، تعصب او تبعيض مخه ډب کول؛

    ۱۳۹۹-دوامدار

    ۱۹

    د پکتیا پوهنتون په کچه لومړی مقام او په ملي کچه د هېواد د ټولو ژبو او ادبیاتو پوهنځيو په ټاپ پینځو کې راتلل.

    ۱۴۰۱- ۱۳۹۹

    ۲۰

    د پوهنځي د تعمير مکمل ترمیم

    ۱۳۹۹-۱۴۰۰

     

    مالي  او بودجوي مسایل

     

    مالي او بودجوي مسایل د پوهنتون په کچه داسې دي چې تر ډېره د لوړو زده کړو تر اغېز لاندې دي ، بودجه جوړېږي او د لوړو زده کړو وزارت یې په اړه د منظوري او نه منظوري صلاحیت لري چې تر ډېره د پوهنتونونو غوښتنې په پکې په پام کې نیول کېږي.

    مګر د پوهنځیو په کچه لا هم دا ستونزه پاتې ده او تر ډېره یې په مالي مسایلو کې لاس ازادی نه شته ان تر دې چې د ډېرو کمو امکاناتو لپاره هم دوی مجبور دي څو ورځې وړاندیز  په لاس وګرځي او له بېلابېلو مراجعو نه د یوه وړاندیز تاید واخلي، هغه هم که تاید شو، نو کار به یې وشي کنه نو ستونزه به همداسې پاتې وي.

    پورته مواردو ته په پام او د نړیوالو پوهنتونونو د پرمختګ علتونو ته چې پام وشي نو ښکاري چې پوهنتونونه باید مالي خپلواکي ولري، نو هیله ده چې زموږ پوهنتون به هم په مالي لحاظ خپلواک شي او ورسره به ټولنې ستونزې اوارې شي.

    موږ بیا هم هڅه کړې چې د خپلې ستراتيژي د پلې کولو لپاره تطبیقي او مالي دواړه پلانونه ولرو چې عموماً تطبیقي پلانونه په مالي پلانونو پورې اړه لري، چې د ستراتيژیک پلان په اخره برخه کې مالي او تطبیقي پلانونه هم موجود دي او هیله ده چې د پوهنتون اداره به یې په خپلو راروانو مالي پلانونو او بودجه جوړونه کې زموږ مالي او بودجوي مسایل په پام کې ونیسي.

     

    ۷. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ستراتېژیک پلان عملیاتي او بودجوي پلان 

     

     

    ۴. جدول: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ستراتېژیک پلان عملیاتي او بودجوي پلان (۱۳۹۹-۱۴۰۳)      (ارقام په امريکايي ډالر)

     

    د اړتیا وړ پاتې بودجې اټکل

    بودجه

    مجموعه

    کلونه

    کړنې

    مرستې

    عادي بودجه

    انکشافي بودجه

    ۱۴۰۲

    ۱۴۰۱

    ۱۴۰۰

    ۱۳۹۹

    ۱۳۹۸

    ۱ـ د حکومتولۍ پروګرامونه

     

     

     

    4000

    4000

     

     

     

    2000

    2000

    ۱ـ۱ مالي خپلواکي تر لاسه کول

     

     

     

    5000

    5000

    1000

    1000

    1000

    1000

    1000

    ۱ـ۲ له فساد سره مباره او اداري بېروکراسي سیستم بررسي

     

     

     

    12500

    12500

    2500

    2500

    2500

    2500

    2500

    ۱ـ۳ د توامیتونو پراختیا

     

     

     

    2500

    2500

    500

    500

    500

    500

    500

    ۱ـ۴ د جنسیتي مساواتو په هکله پوهاوی

     

     

     

    10000

    10000

    2000

    2000

    2000

    2000

    2000

    ۱ـ۵ د عوایدو د پیدا کولو لپاره لګښتونه

     

     

     

    34000

    34000

    6000

    6000

    6000

    8000

    8000

    مجموعه

     

     

     

     

     

     

     

     

     

     

    ۲ـ علمي پروګرامونه

     

     

     

    360000

     

    360000

    120000

    96000

    72000

    48000

    24000

    ۲ـ۱ په کال کې د دریو استادانو ګمارنه

     

     

     

    80000

    80000

    16400

    16200

    16000

    15800

    15600

    ۲ـ۲ هر کال د دوو علمي کادرونو د زده کړو سویه له لسانس څخه ماسټري ته لوړول

     

     

     

    48000

    48000

    24300

    23700

     

     

     

    ۲ـ۳ په وروستیو دوو کلنو کې په هر کال کې د د یوه استاد سویه له ماسټري څخه دوکتورا ته لوړول

     

     

    7700

     

    7700

    3500

    2100

    1400

    700

     

    ۲ـ۴ د دوو خدماتي کارکوونکو ګمارنه

     

     

    26000

     

    26000

    12000

    8000

    4000

    2000

     

    ۲ـ۵ د دوو اداري کارمندانو ګمارنه

     

     

     

    2500

    2500

    500

    500

    500

    500

    500

    ۲ـ۶ د اداري کارمندانو لپاره په کال کې د ظرفیت لوړونې دوه روزنیز سمینارونه په لاره اچول

     

     

     

    50000

    50000

    10000

    10000

    10000

    10000

    10000

    ۲ـ۷ د علمي څېړنو لپاره بودجه

     

     

     

    10000

    10000

    2000

    2000

    2000

    2000

    2000

    ۲ـ۸ هر کال ۵۰ عنوانه د اړتیا وړ کتابونه اخیستل

     

     

     

    2500

    2500

    500

    500

    500

    500

    500

    ـ۲ـ۹ علمي څېړنو له کړنو څخه ملاتړ

     

     

     

    15000

    15000

    3000

    3000

    3000

    3000

    3000

    ۲ـ۱۰ د تحصیلي نصاب پراختیا او څارنه

     

     

     

    1500

    1500

     

     

    1500

     

     

    ۲ـ۱۱ د دوو نورو څانګو ایجاد

     

     

     

    7000

    7000

     

     

     

    7000

     

    ۲ـ۱۲ د شپنۍ برنامې ایجاد

     

     

     

    1000

    1000

     

     

     

    1000

     

    ۲ـ۱۳ د پوهنځي له ادارې سره د انټرنټ وصلول

     

     

     

    2000

    2000

     

     

     

    2000

     

    ۲ـ۱۴ د وېډیو کنفرانس د خونې ایجاد