د ۱۴۰۱ کال، سلواغې۱۵ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۸:۵۹
aa

د ۱۴۰۱ کال، سلواغې۱۵ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د مدارسو له علماء کرامو څخه د خامسه، عالیې او عالمیې درجو لپاره کلنۍ ډلیزه ازموینه پیل شوه.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د خبرو پر مهال له علماء کرامو څخه وغوښتل چې په ارام دماغ دې پوښتنې حل او  ځواب پاڼې دې د ازموینې کمېټې ته وسپاري.
د یادونې وړ دی، چې دغه ازموینې به شپږ ورځې دوام وکړي او له (۳۰۰) تنو علماء کرامو څخه به پکې ازموینه واخیستل شي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

BACK TO NEWS