د ۱۴۰۱ کال، ثور ۲۶ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۲۳:۲
a

د ۱۴۰۱ کال، ثور ۲۶ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهـــــــــنتون رئیس پوهنمــل عبیدالله اخــندزاده د افغانســــتان لپاره د نړیوالو طبــي عاجلو مرستو موسسې له مسؤلې جیسټینا او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د پکتیا پوهنتون رئیس راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ ، په افغانستان کې د دوی فعالیتونه وستایل او همدا شان یې د کادري روغتـــــون اړوند ستــونزې او مـــشکلات ورسره شریک کړل.

د پکتـیا پوهنـــــتون علمــي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي هم د نړیوالو طبـــــې عاجلو مرستو له موسسې څخه مننه وکړه، چې په جـــــنوب ختیځ زون کې اولیت د پکتیا پوهنتون اړوند کادري روغتون ته ورکړی.

د افغانستــــان لپاره د نړیوالو طبي عاجلو مرستو د موسسې مسؤلې جیسټینا هم د پکتیا پوهنتون له کادري روغتون سره د بشپړې همـکاري ډاډ ورکړ او په خبره یې هڅه به وکړي، هر څـــــــومره ژر چې کیږي خپـــلې مرستــې کادري روغتون ته ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې راغلي پلاوي د پکتیا پوهنتون له رهبري سره په ګــــډه د کادري روغتون لپاره د نوې ځـــــانګړې شوې ودانۍ څخه هم لیدنه وکړه.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

BACK TO NEWS