د ښوونی او روزني پوهنځی تاریخچه

د ښوونې او رزونې پوهنځي تاريخي مخينه

د ښوونې او روزنې پوهنځی د پکتیا پوهنتون له تاسیس سره همهاله په کال ۱۳۸۳ ل کې رامنځ ته شو. دغه پوهنځی د خپل فعالیت په لومړيو کې په عمومي ډول زده کړيالان روزل او ځانګړې تحصیلي څانګې یې نه درلودې، خو په کال ۱۳۸۶ ل کې یې تشکلیل پراخ او درې ځانګړې تحصیلي څانګې: طبیعي علوم، ټولنیز علوم، ژبې او ادبیات په کې رامنځ ته شولې. ورسته بیا په کال ۱۳۸۸ ل کې طبیعي علوم په دوو نورو خپلواکو څانګو (ریاضي-فزیک او کیمیا –بیولوژي) ووېشل شول. د نویو څانګو د تاسیس پر دوام په ۱۳۹۱ ل کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په اډانه کې ټولې يوولس ځانګړې تحصیلي څانګې (رياضي، فزيک، کيميا، بيولوژي، اسلامي ثقافت ، پښتو ژبه او ادب، دري ژبه او ادب، انګلیسي ژبه او ادب ، تاريخ، جغرافيه او کمپيوټر ساينس) رامنځ ته شوې، چې تر دې مهاله يې افغاني ټولنې ته په زرګونه فارغ التحصیلان وړاندې کړي او دا لړۍ ادامه لري. باید وویل شي چې دا مهال د ښوونې او روزنې اړوند پورتنیو یادو يوولسو څانګو کې له ورځنیو تحصیلي برنامو سربېره، په اکثریت څانګو کې د داخل خدمت او په ځینو ځانګړو څانګو کې د شپې ښوونیزې برنامې هم فعالې دي، چې ګڼ شمېر زده کړيالان په کې پر زده کړو بوخت دي. دغه راز، دغه پوهنځی هر کال د یادو يوولسو څانګو لپاره په سلګونه نوي زده کړيالان جذبوي. په پام کې ده چې د دغه پوهنځي په اډانه کې نورې نوې تحصیلي څانګې، په ځانګړې توګه د پیداکوژي، ښوونیزې ادارې او مدیریت او ښوونیزې ارواپوهنې څانګې هم تاسیس او له لیسانس زده کړو سربېره د ماسټرۍ زده کړو برنامې هم فعالې شي. د ښوونې او روزنې پوهنځی دا مهال په ټولو يوولسو څانګو کې ټول (؟) شمېر زده کړيالان، اويا (۷۰) تنه اکاډمیک غړي (استادان)، د څانګو آمرین، اداري مامورین او خدماتي کارمندان لري، چې د تشکیلاتي جوړښت او څانګو د شمېر ترمخه د پکتیا پوهنتون تر ټولو ستر پوهنځی ګڼل کېږي.